لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دریم نصیحت محصلينوته!
رښتینولی، خیر غوښتنه او د سترګو حفاظت
الف: - ګرانو محصلینو! لکه څنګه چي موږ او تاسو ته معلومه ده چي زموږ د ټولني هر غړي ته رښتنولی، خیر غوښتنه د خپلو پلرونو څخه په میراث کي ورپاته ده، او د ټولني هر غړی په هم دا صفاتو ښایسته دی، په خاصه ځوانه طبقه، خو ځني خبري داسي دي چي په یادولو کي يې ګټي سته نو
بناءً لاندي څو کرښي درسره شریکوم، چي تر اوسني ټولني لا نورهم ښه او د هر عیبه پاکه ټولنه ولرو، نو ګرانو محصیلینو! تاسو باید په خپلو خبرو کړو وړو، چلند او بڼه کي باید د یو کامله تقوا داره مسلمان په ډول و اوسي، او د ښو خلګو ملګرتیا اختیار کړي،
لکه الله جل جلاله چي په خپل مبارک کلام کي فرمايي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ) (توبة/ ۱۱۹)
ژباړه: ای مؤمنانو د الله څخه ووریږئ او د رښتینو خلګو ملګري سئ.
د ټولني د لويو بدیو څخه یو هم درواغ ویل دي، کوم چي په یوه سالمه ټولنه کي جنګونه، عداوتونه، او بې اعتباری، ... سبب جوړیږي او ټولنه د بربادۍ طرف ته ور ټېل باسي، د درواغو تر څنګ که وکتل سي ښکنځل او بد کلامي هم هغه څه دي چي په ټولني کي د بدیو سبب جوړیږي، نو په هم دې خاطر يې زموږ په مبارک دین کي په ټینګار سره منع راغلې، او د فاعل په حق کي يې د سخطي سزا وعده سوې ده،
لکه رسول صلی الله علیه وسلم چي فرمايې: (ايکون المؤمن جبانا قال نعم ،فقيل له ،ايکون المؤمن بخيلاً قال نعم ،فقيل له ايکون المؤمن کذاباً قال لا) (رواه البيهقي. ح د. رق: ۴۸۱۲. رواه مالک).
ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه دا پوښتنه وشوه چه ايا مسلمان بزدله کېدای شي هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل چه هو (په مسلمان کي دا کمزوري کېدای شي )، بيا عرض وشو چه ايا مؤمن بخيل
کېدای شي، هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل هو (په مسلمان کي دا کمزوري هم پيدا کېدای شي ) بيا ورته عرض وشو چه ايا مؤمن کذاب يعنې ډير دروغجن کېدای شي هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل چه نه يعني د ايمان سره دروغ نشي یو ځای کېدای.
او په یوه بل حدیث مبارک کي راځي چي رسول صلی الله علیه وسلم فرمايې: (إن الكذب يهدي إلى الفجور و أن الفجور يهدي إلى النار) (رواه البخاری. ۶۰۹۴. ومسلم :۲۶۰۷).
ژباړه: درواغ انسان رهنمايي کوي فجور ته او فجور انسان رهنمائی کوي اور (دوزخ) ته. (ليس المؤمن بالطعان ولا باللعان ولا الفاحش ولاابذي .) (رواه الترمذي: باب: ما جاء في اللعنة. ۱۹۷۷. والبيهقي: ۵۱۱۹ ). (مؤمن لعن او طعن ويونکی نه وي او فحش (ښکنځل نه کوي ) اوبد کلامه نه وي.
باء: - امانت داره و اوسه د خیانت او دوکې څخه ځان وساته : قال تعالى: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ)( لأنفال/ ۲۷).
ژباړه: اې مؤمنانو له پوهي او ادراک سره سره له الله تعالی او د هغه له پیغمبر سره خیانت مه کوئ په خپلو امانتونو کښي ټګي مه کوئ.
د خیر لار اختیار کړه د خپل ځان لپاره او د خپل مسلمان ورور لپاره، او کم خلګ چي د ځان خیر او د نورو شر غواړي د هغو په باره کي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: (لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه) (رواه البخاری : کتاب الایمان ۱۳).
ژباړه: په تاسو کي یو څوک تر هغو پوري مؤمن کېدای نسي (کامل مؤمن) چي ترڅو پوري د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چي د ځان لپاره خوښوي.
د رسول صلی الله علیه وسلم پیروي کوه په خپلو خبرو او تصرفاتو کي د کفارو او د کفري کلتور رسم او رواجو تقلید او پیروي مه کوه.
قال تعالى (قُلْ هَلْ مِنْ شُرَكَائِكُمْ مَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللَّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَنْ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ يُتَّبَعَ أَمَّنْ لا يَهِدِّي إلا أَنْ يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ)( يونس/۳۵).
ژباړه: له دوی څخه پوښتنه وکړه: ستاسي په ګڼل شویو شریکانو کي څوک داسي شته چي د حق لوري ته رهبري کوي؟( ورته) ووایه: هغه یوازي الله تعالی دی چي د حق لارښوونه کوي ښه نو وښایاست څوک چي د حق خوا ته لارښوونه کوي هغه د دې زیات وړ دی چي پیروي يې وشي.
او که هغه چي په خپله لاره نه مومي مګر دا چي ورته لاره وښودله سي؟ نوپه تاسي باندي څه شویدي څنګه چپه چپه فيصلې کوئ؟.
ګرانو محصلینو! د خپل مسلمان ورور عیبونه پټ کړه او که چیردي په چا کي عیب ولیدی پر تا باندي يې حق جوړیږي چی په ښه مناسبه طریقه يې وروښيې،
دا نه چي ته د شا لخوا پسخند او ملنډي په وهې، عیبونه او پټ رازونه يې افشاء کوې، یو مسلمان که د بل مسلمان ورور عیب پټ کړي الله جل جلاله به د هغه عیبونه په دنیا او اخیرت کي ور پټ کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم داسی فرمايي: (من نفس عن مؤمن كربة من كرب الدنيا، نفس الله عنه كربة من كرب يوم القيامة. ومن يسرعلى معسر، يسر الله عليه في الدنيا والآخرة. ومن ستر مسلما، ستره الله في الدنيا والآخرة. والله في عون العبد ما كان العبد في عون أخيه...) (مشکاة المصابیح، كتاب العلم - الفصل الأول ۲۰۴).
ژباړه: څوک چې په دنيا کي د يوه مومن سخته آسانه کړي پاک خدای به په آخرت کې د ده سخته آسانه کړي، څوک چې د تنګ لاسي سره آساني وکړي خدای پاک به د ده سره په آخرت کښي آساني وکړي، څوک چي دمسلمان عيبونه پټ کړي پاک خداي به په دنيا او آخرت کې د ده عيبونه پټ کړي...
ج: - ګرانو محصیلینو! لکه څنګه چي وهر مسلم ته دا معلومه ده چي الله جل جلاله وموږ ته بې شماره نعمتونه راکړيدي، چي د هغه ډېرو نعمتو د جملې څخه یو هم سترګي دي، لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايې: (وَاللَّهُ أَخْرَجَكُمْ مِنْ بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصَارَ وَالْأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ) (النحل/ ۷۸).
ژباړه: الله تعالی تاسي، ستاسي د مېدو له ګېدو څخه په داسي حالت کي را وایستلاست چي تاسي په هیڅ نه پوهېدلاست هغه تاسي ته غوږنه درکړل، سترګي يې درکړي، او باخبره زړونه يې درکړل د دې لپاره چي تاسي شکر ايستونکي سئ.
يعني: الله جل جلاله چي وموږ ته دا بې شماره نعمتونه راکړيدي چي موږ يې باید د خیر په لار کي استعمال کړو، چي د الله جل جلاله شکر کوونکي بنده ګان و اوسو،
او دا نه چي موږ يې د شر په لار کي استعمال کړو، نو له هم دې کبله د اسلام مبارک دین هر هغه دروازه تړلې، چی د هغه لاري څخه شک، بدګماني، شیطاني وسوسوته پکي بلنه وي، او په زړه کي شیطاني خواهشات راپاروي.
نو ځکه د اسلام مبارک دین موږ مسلمانان په سختی سره د سترګو په حفاظت باندي امر کړي یو، لکه څنګه چي الله جل جلاله په قران کریم کي فرمايې: (قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ... ) (النور/ ۳۰).
ژباړه: ای پیغمبره! مؤمنو نارینه و ته ووایه چی خپل نظر تر کنټرول لاندي وساتي، او په ۳۱ نمبر ایات کي و ښځو ته امر سویدی چی ښځي دي د خپلو سترګو حفاظت وکړي.
هم داشان په حدیث کي راځي چي رسول صلی الله علیه وسلم و علی رضی الله عنه ته وايي چي په یوه نظر پسي دوهم نظر پرلپسېوالی مه کوه ستا لپاره اول کتل دي( تصادفدي کتل) دوهم وارکتل پرتا حسابل کیږي(ګناه لري). او په یوه بل حدیث کي رسول صلی الله علیه وسلم خپلو زوجاتو ته وايي چی کله يي نا محرم سړي ته وکتل.
يعني: کله چي د رسول صلی الله علیه وسلم زوجاتو د ابن مکتوم رضی الله عنه څخه مخ نکی پټ لکه څنګه چي ابن مکتوم رضی الله عنه په سترګو ړوند و او لیدل يې نه،
نو رسول صلی الله علیه وسلم دوی ته وویل چي مخ پټ کړئ نو هغوی ورته وویل، چي دی خو ړوند دی، نو رسول صلی الله علیه وسلم ورته وویل چي دی که ړوند دی، تاسو خو نه یاست ړانده.
او هم دا شان الله جل جلاله ټوله مسلمانان ښځي په پرده باند امر کړي او امر د وجوب په معنا سره دی، يعني ضروري او لازمي دي، د هري مسلماني خور لپاره، او خپل زینت د نامحرمو څخه پټول دانه چي یوازي عبادت دی، بلکي د ښځي لپاره تر ټولو ښه او محفوظ لباس دی.
لکه الله جل جلاله چی په قران کریم کي فرمايي: (وقل للمؤمنات يغضضن من ابصارهن ويحفظن فروجهن ولا يبدين زينتهن الا ما ظهر منها) (النور/۳۱).
ژباړه : او ووايه اي محمد صلی الله علیه وسلم ايماندارو ښځو ته چي پټي دي وساتي د (نامحرمو څخه) سترګي خپلي او ښه ټينګ دي وساتي فرجونه سترونه خپل (د محرماتو په مقابل كښي) او نه دي ښكاره کوي زينت ښايست (او ځاي د ښايست) خپل مګر هغه چي ښكاريږي له دغه ... كابلي تفسير.
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : (المراة عورة) (رواه الترمذی ۱۱۷۳).
ژباړه: ښځه ټوله عورت ده يعني ښځي ته ستر كول ضروري او لازم دي.
په دې کي شک نسته چي د سترګو په حفاظت کي ډیري فایدې دي نو د مثال په ډول یو څو فائدې په لاندي لیکو کي لیکم:
۱ - د سترګو حفاظت د الله عبادت دی، ولي الله جل جلاله موږ په امر کړي یو.
۲ - د رسول صلی الله علیه وسلم پیروي او اطاعت کول دي.
۳ - د سترګو حفاظت زړه ژوندی او نوراني ساتي.
۴ - د سترګو په حفاظت کي د شرمګاه حفاظت دي، ولي چي سترګي انسان و بدۍ ته هڅوي.
۵ - د سترګو به حفاظت کي د نفس پاکوالی راولي.
۶ - د سترګو په حفاظت کي الله جل جلاله د لوی نعمت ( سترګو) شکر ادا کول دي.
۷ - د سترګو حفاظت د الله محبت په زړه کي زیاتوي.
۸ - د سترګو حفاظت د زړه حفاظت کوي، د مختلفو مرضو څخه لکه شهوت پرستي.
۹ - د سترګو په حفاظت کي د ټولني حفاظت دی د ناوړه کارو په خورولو کي.
۱۰ - د سترګو حفاظت انسان په زړه کی غیرت زیاتوي.
--------------------------------------------------