تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرونو پر څوکو/ د ابو محجن ثقفي واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 10, 2024
  0

مولوي عبدالرحیم راشد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د غرونو پر څوکو
 په نېکیو کي یو له بل څخه وړاندي والی کول
(شپاړلسمه برخه)


د ابو محجن ثقفي واقعه

 
ابو محجن ثقفي یو له هغو مسلمانانو څخه وو، چي د جاهلیت په زمانه کي په شرابو عادت سوی وو او له شرابو څيښلو سره یې دومره مینه وه، چي خپلو اولادونو ته یې دا وصیت کړی وو، چي کله زه مړ سم، ما د انګورو د تاک تر څنګ ښخ کړئ، ترڅو زما هډوکي د هغې د ریښو څخه مړې سي او وده ځني واخلي او ما په وچ دښت کي ښخ نه کړئ، ځکه زه وېرېږم چي د هغې د خوند څخه به محروم سم، کله چي یې اسلام قبول کړ، هغه به تل د خپل نفس تقاضا منله او شراب به یې څيښل، هغه ته به سزا ورکړل سوه، مګر هغه به بيرته دې کار ته ستون سو او بیا به یې تکراراوه، کله چي مسلمانان د فارسیانو مقابلې ته د قادسیې جګړې ته ولاړل، نو ابو محجن هم ور سره ولاړی او خپل سامان یې له ځان سره واخیستی، کله چي دوی قادسیې ته ورسېدل، رستم د مسلمانانو له قوماندان سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه څخه د لیدني غوښتنه وکړه. دواړو لښکرو د غونډو او پیغامونه رسول شروع کړل، په همدې وخت کي شيطان ابو محجن ته وسوسه واچوله، نو هغه يو ځای پټ شراب وڅيښل، کله چي سعد په خبر سو، په غوسه سو، لاسونه او پښې يې ورته وتړلې او په يوه خېمه کي يې بندي کړ.
د اسلام اتلانو جګړه پیل کړه، د تورو ږغونه اورېدل کېدل او مړي یو په بل پسې مځکي ته لوېدل. د خدای اسونه ګردجن سول او د سوارانو چیغي پورته سوې، د آسمان دروازې خلاصي سوې، د شهیدانو روحونه آسمانونو ته والوتل او د الله جل جلاله د دوستانو د جنت ارمان پوره سو.


ابو محجن په داسي حال کي چي په بند کي وو، خو د جهاد ډېر لېوال وو او د شهادت ارمان يې درلودی، چي خپل ژوند د الله جل جلاله په لاره کي قربان کړي، مګر بند نه پرېښودی.


دی بندي پاتي سو او جنګ ته پرې نه ښوول سو.  بیا یې په لوړ ږغ نارې پیل کړې، د سعد رضی الله عنه ښځي ږغ واورېدی او وې ویل: څه غواړې؟ وې ويل: ما خلاص کړه او ماته د سعد رضی الله عنه آس "بلقاء" را کړه چي جنګ ته ولاړ سم؛ چي خدای جل جلاله شهادت را نصیب کړي او په دنیا کي مي همدا لوی ارمان دی! او که ژوندی پاته سوم، له خدای جل جلاله سره وعده کوم، چي زه به بيرته راستون سم او په پښو کي مي ځنځیر واچوه. هغه دومره زارۍ وکړې، چي د سعد ښځي ورته لاسونه او پښې خلاصي کړې او " بلقاء" يې ورته ورکړه، هغه هم خپله زغره واغوستله او مخ یې پټ کړ، د زمري په څېر يې پر آس ټوپ کړ او د کفارو په منځ کي یې ځان وغورځاوه، ترڅو د دین د دفاع له پاره وجنګېږي. هغه خپل نفس د آخرت له پاره معلق کړی وو، شیطان هم و نه سو کولای چي د دین په لاره کي هغه ته خنډ واقع سي او کوم ګناهونه چي یې کول، ور سره ملګري سي.


ابو محجن د دواړو صفونو په منځ کي ور ګډ سو، داسي فکر به دي کاوه چي په نېزه او وسلې لوبي کوي او مشرکین یې یو په یو وژل، خلک د هغه کار ته حیران سول او نه پوهېدل چي هغه څوک دی. ځینو ویل: کېدای سي د عمر رضی الله عنه له لوري څخه کوم مرستندویه ځواک راغلی وي، نورو بیا ویل: کېدای سي، دا کومه ملائکه وي، چي له آسمانه راغلې ده، خو ابو محجن لا هم جنګېږي، ترڅو د الله جل جلاله په لاره کي یې خپل ژوند قرباني کړ او زخمي زخمي سو. سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه چي پر پښه یې زخم وو، په جګړه کي برخه وا نه خیستله، مګر له لیري یې جګړه کتله، کله چي یې د ابو محجن د جنګ قوت ولیدی، په ځیر سره یې ورته وکتل او ویې ویل: دا ګذارونه د ابو محجن دي، مګر ابو محجن خو په زندان کي دی او "بلقاء" هم هلته ده!؟ کله چي جګړه پای ته ورسېدله، ابو محجن بيرته زندان ته راغلی، په لاسونو او پښو کي یې ځنځیرونه واچول، کله چي سعد رضی الله عنه راغلی او وې لیدل چي آس یې خولې کړي دي، پوه سو چي هغه په جګړه کي برخه اخیستې ده، بیا ابو محجن ته ولاړی او وې لیدل چي د هغه له زخمونو څخه ویني رواني دي او سترګي یې د وینو د پیالو په څېر سرې دي، ابو محجن د سعد په لیدلو وویل: اې سعده! قسم په خدای چي بیا به شراب و نه څيښم.

                              
وګورئ! ابو محجن څه یو نېک کار تر سره کړ، رښتیا هم ګناه یې کړې وه، مګر داسي نېک عمل یې وکړ، چي ګناه یې په سمندر کي غرقه سوله.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته