لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تر ټولو لومړی مدرسه لومړی معلم او لومړی متعلم:
حق تعالی جل شانه معلم او لومړی متعلم حضرت آدم علیه السلام وو. (کمالین شرح اردو جلالین ۱/ ۷۳)
په اسلام کي لومړۍ مدرسه اصحاب صفه وه، چي نژدې ۸۰ صحابه کرام وه، او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته تشریف راوړئ او درس به یې ورته وایه، دا د اسلام لومړۍ مدرسه وه.
(صفه) و لوړ ځای ته ویل کیږي، هلته صحابه کرام اوسېدل، او هلته یې ژوند کاوه، نبي کریم صلی الله علیه وسلم هلته تشریف ور وړئ او هلته یې و دوی ته دین ښودئ، دا ځکه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي:
(إِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّمًا) ابن ماجه
زه په تحقیق سره ښونکی رالیږل سوی یم.
کله چي صحابه کرام له دې مدرسې څخه فارغېدل بیا به یې په نورو سیمو کي د مدرسو بنسټ ايښوده، او خلکو ته به یې ددین ښوونه کول.
مدرسه نوې اصطلاح نه ده
د اسلام په لومړیو کي مشهورې مدرسې په مدینه منوره، مکه معظمه، کوفه و بصره، شام او مصر کي شتون درلودی، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین کي حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه (۳۲ هق) مرکزی حیثیت درلودی. (اثار الحدیث ۲/ ۴۴۴)
د شاه ولی الله محدث دهلوي رحمة الله علیه مدرسه:
د شاه ولی الله محدث دهلوی رحمة الله علیه مدرسه رحیمیه نو مېدل، انګریزانو هغه مدرسه په بلډوزر سره اواره کړه، خو علماء کرامو هر کور مدرسه کړه، یوه مدرسه په زرهاوو مدرسو بدله سوه، او ګټه یې داسوه چي د انګریزانو د ټولو کفري توطیئو خاتمه یې وکړه. (اصلاحی تقریرې ۴/ ۲۴۳، مفتی محمد رفیع صاحب)
مدرسه د نفس اصلاح کوي
مدرسه نظامیه چي په دارالخلافت بغداد کي په ۴۷۵ هق کي جوړه سوه، په دې مدرسه کي امام ابوحامد غزالی رحمة الله علیه درس او تدریس کاوه، د خلکو د ظاهر او باطن اصلاح یې کول. (تاریخ ابن خلدون ۶/ ۴۷)
نور بیا...