لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اختر د اسلام له نظره
د اختر ورځ هغه ورځ ده چي رسول الله صلي الله عليه وسلم د مسلمانانو لپاره د خوشالۍ او خوشبختۍ ورځ نومولې ده لکه څنګه چي د ابو داود شريف په حديث کي راځي: کله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مدیني منورې ته راغلی خلکو دوې ورځي چي ورځ د نوروز او اوله ورځ د ميزان وه په اختريزو ځانګړيو مراسمو باندي لمانځلې رسول الله صلي الله عليه وسلم پوښتنه وکړه چي دا کومي ورځي دي چي تاسو يې لمانځی؟ هغوی وويل: موږ په جاهليت کي لمانځلې نو اوس يې هم لمانځو.
رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: الله پاک تاسو ته د دغو ورځو په بدل کي تر هغو غوره دوې نوري ورځو درکړيدي چي تاسو يې د ځان لپاره اختر ونيسئ او په اختريزو مراسمو باندې و لمانځئ چي ورځ د کوچني او ورځ د لوی اختر ده.
نو له هماغه ورځي څخه په اسلام کي د اخترونو په صفت همدغه دوې ورځي پيژندل کيږي او په اختريزو مراسمو يې لمانځل مسلمان ته روا کيږي نوري ورځي چي ځيني نور خلک ورته اختر وايي او په اختريزو مراسمو يې لمانځي په اسلام کي کوم ثبوت او ارزښت نه لري او مسلمان يې بايد د لمانځلو څخه په کلکه ډډه وکړي په خاصه توګه د نوروز ورځ چي مسلمان ته يې په هيڅ صورت لمانځل روا نه دي.
په خلاف د هغو خلکو چي عقيدې يې ضعيفي وي، د اسلام د دين په کامله کيدلو يې سرنه خلاصيږي او د ژوند په ټولو برخو کي د اسلام د دين بسيا او خود کفايي ورته نه معلوميږي دوی هغه ورځي لمانځي کومي چي په اسلام کي نه تنها دا چي ثبوت نه لري؛ بلکي د ځينو د لمانځلو څخه خو صراحتا ممانعت راغلی وي او اسلام هيڅ مسلمان ته د دې اجازه نه ورکوي چي هغه ورځي دي په ځانګړيو اختريزو مراسمو باندي و لمانځي آن تردې چي د دې اجازه لا نشته چي د اختر په نامه يې ونوموي.
د اخترونو ورځي د هغو ورځو بدیل راغلي دي چي مخکي تر اسلام خلکو لمانځلې او د دې لپاره چي مسلمانان د خوشالۍ کولو لپاره ځانګړي ورځي ولري او د عبادت په کولو باندي یې مرتبې لوړي شی الله پاک ورته دغه مبارکي ورځي ورکړیدي.
د اختر د ورځې اداب
د دې مبارکي ورځي د آدابو د پرځای کولو لپاره بايد مسلمان مخکي تردې چي دلمانځه لپاره عيدګاه ته ولاړشي غسل وکړي، ښه کالي واغوندي، عطر وکاروي اود اختري تر حلالولو پوري دي ځان د خوراک څخه وساتي.
پدې ورځي کي بايد مسلمان خپل اړ او ناداره ګاونډيان هېرنکړي؛ ځکه چي پدې ورځ کي نفلي صدقات ډېر ثواب لري.
کله چي عيدګاه ته ځي تکبيرونه دي نه هېروي، پريوې لاري دي ولاړشي او پربلي لارې دې بيرته خپل کورته راشي، په لوی اختر کي دي عيدګاه ته مخکي تر تللو هیڅ شی نه خوري؛ بلکي د خپل اختري تر حلالولو پوري دي صبر وکړي کله چي یې اختری حلال کړ خپل امساک دي د اختري په غوښو باندي مات کړي.
د عیدګاه د لمانځه وروسته چي کله د خپل مسلمان ورور سره مخامخ کيږي د ځان او د خپل مسلمان ورور دعباداتو د قبوليت دعاء دي وکړي ځکه په صحابه وو کي دا رواج وو چي د اختر په ورځ به دوی سره مخامخ کيدل نو يوبل ته به يې ويل تقبل الله منا ومنکم صالح اعمالنا. يعني الله پاک دي زموږ او ستاسو نيک اعمال قبول کړي.
د رسول الله صلي الله عليه وسلم د لارښوونو پراساس بايد هر مسلمان نور مسلمانان د خير کارونو ته تشويق کړي او د بدو کارونو څخه يې روا ګرځوي.
کله چي د عیدګاه څخه کور ته راشي خپله قربانې دي حلاله کړي، د اختري په حلالولو کي ښه خبره داده چي خپله یې حلال کړي که یې خپله نشو حلالولای بل څوک دي ورته حلال کړي خو خپله دي ورته ودریږي.
د اختري په غوښو کي سنت طریقه داده چي غوښي یې درې برخي سي یوه برخه یې خپله وخوري بله برخه یې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او دریمه برخه دي بیګانه مسکینانو ته ورکړي.
www.taleemulislam.net