ليكنه: مولوي قدرت الله سعيد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
كلمه طيبه مشابهت د اوبوسره لري په اوبو هر شی پاکیږي همداسي په کلمه طیبه سره هم مسلمان د ګناه څخه پاکیږي
کلمه طیبه مشابهت د خاورو سره لري لکه څنګه چه په خاورو کي د غنمو، جوارو او وغیره تخم وپاشل شي له یوه دانه نه زیات دانې لاسته راوړل کیږي همدارنګه د کلمي طیبي په ویلو ثواب زیات ترلاسه کیږي.
کلمه طیبه مشابهت د لمرسره لري لمر چه پر هر شي ښکاره شي روښنائي ورکوي همدارنګه کلمه طیبه ویونکو ته په قبر کي روښنائي ورکوي. کلمه طیبه مشابهت د سپوږمۍ سره لري ځکه هغه تاریکي د شپي لیري کوي همدارنګه کلمه طیبه تاریکي د کفر لیري کوي.
کلمه طیبه مشابهت د ستورو سره لري ځکه ستوري دلالت او رهنمائي د لاري مسافرینو ته کوي همدارنګه کلمه طیبه ګمراهانو ته د حقي او مستقیمي لاري رهنمائي کوي.......