رالېږونکی: محب الله ذاکر/ تعليم الاسلام ويب پاڼه
اصلي رنګونه
(إِنّهَا بَقَرَةٌ صَفْرَاء فَاقِـعٌ لَّوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ)البقرة.
ژباړه: بېشکه هغه يوه غوا ده ژيړه چې تک ژيړ دى رنګ يې چي خوشالوي (زړونه) د ليدونکو.
علامه آلوسي رحمه الله په (روح المعاني) کښې د ژيړ رنګ په هکله داسې ليکلي دي:
(وجمهورالمفسرين يشيرون إلى أن الصفرة من الألوان السارة، ولهذا کان على کرم الله تعالى وجهه يرغب فى النعالا لصفر و يقول من لبس نعلاً أصفر قلهمه).
ژباړه: يعنى جمهور مفسرين دې ته اشاره کوي چې ژيړ رنګ د خوشحالونکو رنګونو څخه دى، او له دې وجه على کرم الله وجهه د ژيړو پڼو ترغيب کاوه، او ويل يې به چې څوک ژيړې پڼې په پښو کوي نو د هغه هم (پريشاني، غم) به کم وي.
ابن الزبير او يحيى بن أبى کثير به د تورو پڼو په پښو کولو څخه منع کوله، ځکه چې دا غم پيداکوي.
که چېري يو هوښيار انسان د خپل چاپيريال موجوده شيان په ښه غور او فکر سره وګوري نو د الله جل جلاله دې عظيم قدرت ته به حيران پاتې سي،
او دا به په خپله و مني چې د دې ټولو خالق او مصور يوازي يو الله دى، نو الله جل جلاله ټول مخلوقات او د دې مختلف قسم رنګونه باطل او بى فائدې نه دي پيدا کړي، بلکه د هر مخلوق رنګ او صورت يې يو لړ ارزښتناک حکمتونه د ځان سره لري.
څرنګه چې د سورت بقرې په يو مبارک ايات کښې ژيړ رنګ د کتونکو د سرور او خوشحالۍ باعث ګڼل سوى دى، نو د ايات د يوې کلمې (تسر) د رنګونو د اهميت او ګټو په منظور د لوى علم خبر انسانانو ته ورکړى دى،
نو په همدې اساس په (١٩١٦م) کال کښې د لندن د (دولتي) فاکولتې استاذانو د رنګونو څخه د علاج لپاره خپل تحقيقات سرته ورسول، او دې نتيجې ته ورسېدل چي د عصبي ناروغانو د ښه کېدو لپاره د رنګونو څخه د علاج په منظور ګټه واخلي.
او د لمړي ځل لپاره د اتلسم قرن (۱۸) په آخر کښي يو امريکائي دکتور(آدوين رابت) د شفا بخښلو رنګونو د تاثيراتو په هکله يو کتاب وليکی، او فائدې يې دارنګه ذکر کړې:
ابى رنګ د ضعيفه اشخاصو د تقوې لپاره، د بنفش رنګ د کمخوبۍ او بې خوبۍ لپاره ګټور دى، ژيړ رنګ د تازګۍ، د اعصابو د تسکين او د ماليخوليا د مرض لپاره دوا ده،
لکين د حد څخه زياته استفاده ورڅخه معکوسه نتيجه ورکوي، سور رنګ په اعصابو بد تاثير کوي او د جنون د زيادت باعث ګرځي، ژړ رنګ د زکام او نورو مزمنو مرضونو د دردونو د تخفيف لپاره مفيد دى، شين رنګ د اعصابو لپاره ارام بخښي.
----------------------
مأخذ: د کوثو اوبه