ليكوال: مولوي قدرت الله ارشاد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
الحمدلله وكفى والصلٰوة والسلام على عباده الذين اصطفٰى امابعد:
ګرانو مسلمانانو وروڼو، د الله تعالٰى اوامرو ته غاړه ایښودل او د هغه د ستر پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) لاره تعقیبول، نه یواځي داچه اٌخروي ګټي لري بلکه دا یو داسي منهج او تګلاره ده چه په عملي کولو کي یې د دنیا او آخرت له ښیګڼو سره مخ کیدای شو، خو کوم کسان چه یواځي ایمان په خوله ویلو سره ځان له مشکلاتو اوستونزو خلاص بولي فکر کوم هغوی به د الله تعالٰی په دي ایات کریمه کي فکر نه وي کړی:
(وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ وَلَكِنْ كَذَّبُوا فَأَخَذْنَاهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ) سورة الاعراف: ۹۶
ژباړه: او بیشکه که د کلیو (سیمو) خلګو ایمان راوړی وای او د تقوٰی لاره یې غوره کړې وای نو خامخا به پرانیستلي وای موږ پر دوی برکتونه له لوري له اسمانه او له مځکي (د مځکي او اسمان څخه به د برکتونو دروازي ورباندي خلاصي شوي وای او برکات به مو ورباندي نازل کړي وای). خو لیکن دوی د الله تعالٰی د رسولانو تکذیب وکړ او الله تعالٰی دوی د دوی په خپلو کړونو ونیول.
اوحدیث کي راځي:
{خَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم لِيُخْبِرَ النَّاسَ بِلَيْلَةِ الْقَدْرِ، فَتَلاَحَى رَجُلاَنِ مِنَ الْمُسْلِمِينَ، قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم " خَرَجْتُ لأُخْبِرَكُمْ، فَتَلاَحَى فُلاَنٌ وَفُلاَنٌ وَإِنَّهَا رُفِعَتْ} بخاري کتاب الادب،
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) راووتی او د پاره ددې چه خلګ د لیلة القدر له شپې خبر کړي خو د دوو مسلمانانو د جنجال او جګړې په وجه هغه الله تعالٰی پورته کړه.
د الله تعالٰى او د هغه د ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم له مقدسو اقوالو نه معلومیږي چه ګناهونه (تقوا او پرهیزګاري نه کول) او د مسلمانانو خپلمنځي جنک، جګړې، اوجنجالونه ددې سبب واقع کیدای شي چه الله تعالٰی به پر دوی تنګي راولي، له قسما قسم مشکلاتو او ستونزو سره به یې مخ کړي دعا به یې نه قبلیږي تبعیض او بد بیني به زیاته وي، د ژوند له تنګۍ سره به مخ وي.
لکه چه فرمایې:
(وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا...) سورة طه: ۱۲۴
ژباړه: او څوک چه زما له یاده (پنده) اعراض او سرکښي وکړي بیشکه د هغه لپاره به زندګي تنګه وي.
هر مسلمان دي خپل پر راتلونکي فکر وکړي چه یوه ورځ زما له لپاره هم ټاکلي ده او بیا به د هري ذري حساب له ماسره کیږي نو داسي څه مه کوی چه د الله تعالٰی او د هغه د رسول (صلی الله علیه وسلم) د لاري مخالفت وي، د ټولنی د فساد مخه ونیسی خپل اولادونه مو په اسلامي تعلیماتو وروزی او د کفري دود او کلتور مخنیوی وکړی.
والسلام علٰی من اتبع الهدٰی..