لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
انډيوالي څنګه وکړو؟
اکثره افغانان بالخصوص د جنوب لوېديځ زون اوسيدونکي پخپل ژوند کي ملګرتيا ته ډير وخت ورکوي، چي اکثره وخت ئې نتايج منفي وي.
دا ښه صفت دی، چي انسان اجتماعي فکر ولري، ښه ملګري او انډيوالان ولري؛ خو د ژوند کولو اصلي مقصد ئې ونه ګڼي، بلکي خپل وخت، امکانات او منابع د اصلي مقصدونو د حصول او ساتلو لپاره مصرف کړي او په ضمن کي ملګرو او ملګرتيا ته هم پام وکړي او داسي اړيکي سره وساتي، چي يو پر بل بوج نسي او يو د بل د کارونو خنډ نسي.
شناخت او ملګرتيا فرق سره لري، ممکن يو کس تر سل زيات شناخته ولري؛ خو ملګري به ئې ممکن څلور کسان وي.
شناخت چي هر څه زيات وي ښه وي؛ خو ملګرتيا بايد محدوده وي.
له بده مرغه اکثره ځوانان د ملګرو لرلو شوق دونه اخيستي وي، چي زيات وخت او امکانات له هغو سره مصرفوي، ورځ تر بلي ئې توقعات سره زياتيږي او اخر سره ماړه او سره بېل سي.
دوهمه خبره داده، چي ځيني خلک تر حساب تير ملګري غواړي او هڅه کوي زيات ملګري ولري؛ خو تر څه وخت تيريدو وروسته ئې اړيکي او پالل تر وسع تيريږي، حتی کله کله يو پر بل بهتانونه او تهمتونه وايي، يا حد اقل يو د بل رازونه افشا کوي.
د ملګرتيا لپاره معيارونه ټاکل دانسان هوښياري ده او د ملګرو لپاره شمېر ټاکل هم عاقلانه اقدام دی، چي له بده مرغه اکثره خلک پدغه دواړو کارونو کي تر ډيره حده پاته راغلي دي.
ښه داده، چي د ملګرتيا لپاره پر معيارونو فکر وکړي، مثلآ ديني او عصري علم ولري، ښه موټر او ميلمستون ولري، نسبتا سخي مزاجه او دکورنيو محدودیتونو څخه خپلواک وي، ښه شهرت او کاروبار ولري او .... نو شخص بايد دا فکر هم وکړي، چي ايا په ده کي داسي صفات سته، چي د هغو معيارونو لرونکي خلک ملګرتيا ورسره وکړي.
دوهمه نکته داده، چي ملګري بايد محدود وي، تر څو اړيکي او پالل ئې ممکن وي.
نوټ: ملګرتيا محدوده کړئ او شناخت زيات کړئ.
www.taleemulislam.net