ليکنه : عبدالغفار جُبیر
داسلامي او کفري نړۍ ترمنځ توپیر!!!
دیوې ۸ کلني عیسایي انجلۍ سره یوه مجله وه، ورڅخه ومي پوښتل چي داڅه شی دی؟
عیسایي انجلۍ: دا د کلیسا مجله ده.
بيا مي ورته وويل: په دې مجله پوهیږي؟
عیسایي انجلۍ: نه عمیقي مذهبي لیکنې پکښې دي، زیاته نه په پوهیږم.
جبير: ولي دي رانیولې ده، چي نه په پوهیږي؟
عیسایي انجلۍ: په دې مي دا دخپل مذهب مجله رانیولې ده چي لومړی له دې مجلې څخه نور خلک استفاده وکړي او دوهم داچي دا زما ۱۰ ډالره وکلیسا ته ولاړ سي چي د صلیب په خادمانو کي وشمیرله سم.
ورته حیران سوم.
درس: چي د باطل دین لپاره دومره قرباني ورکوي نو موږ باید د حق دین د پاره څومره وکړو؟
-------------------------------------------
سرچينه : تعليم الاسلام ويب پاڼه