تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د قران معجزې او وړاندویني
  تعلیم الاسلام راډیو
  January 15, 2018
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

همدارنګه په  قرانکريم کي نوري زياتي حقيقي وړاندي ويني راغلي چي ټولي د خپل وخت مطابق پوره سوي دي، چي دلته به يو څو نوري په لنډ ډول يادي کړو:

 

۸، ۹، ۱۰: د خيبر، فارس او روم د فتحي وړاندوينه

(لَقَدْ رَضِيَ اللَّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِينَ إِذْ يُبَايِعُونَكَ تَحْتَ الشَّجَرَةِ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا (۱۸) وَمَغَانِمَ كَثِيرَةً يَأْخُذُونَهَا وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (۱۹) وَعَدَكُمُ اللَّهُ مَغَانِمَ كَثِيرَةً تَأْخُذُونَهَا فَعَجَّلَ لَكُمْ هَذِهِ وَكَفَّ أَيْدِيَ النَّاسِ عَنْكُمْ وَلِتَكُونَ آيَةً لِلْمُؤْمِنِينَ وَيَهْدِيَكُمْ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (۲۰) وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا قَدْ أَحَاطَ اللَّهُ بِهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا (۲۱) (سورة الفتح: ۱۸-۲۱)

خامخا راضي او خوښ شوى دى الله تعالى له مؤمنانونه هغه وخت چې بيعت يې كوه له تاسره د لاندې د ونې. بيا معلوم كړ  ( الله په ظاهري علم سره هم ) هغه ( اخلاص ) چې په زړو د دوى كې وو. بيا راښكته كړه ( الله ) سكينه او ډاډينه پر دوى باندې او عوض يې وركړ( الله ) دوى ته برى نژدې ، ( چې فتح د خيبر ده ) اوو لجې (غنيمت)  ډيرې چې وابه خلى دوى هغه ( ولجې ) . او دى الله هميشه قوي غالب ډير حكمت والا.

 

وعده كړې ده له تاسې سره الله د غنائمواو ولجو ډيرو چې وابه يې خلى تاسې هغه، نو ( الله ) ژر دركړل تاسې ته دا( غنائم او ولجې ) . او ( الله ) بندكړل لاسونه د خلكو له تاسې نه . او چې شي دا كار نښه ( د قدرت د الله ) لپاره د مؤمنانو. او الله ښيي تاسې ته لاره برابره ( د توكل په الله باندې په هركار كې ) .

 

او بل ( يې دركړى دى تاسو ته غنيمتونه او برى ) چې لانه وي قادر تاسې په هغو ( غنيتمو) باندې په تحقيق ( علمي ) احاطه كړې ده الله په هغو ( غنائمو) باندې هم او دى الله تعالى پر هر شي باندې ( چې اراده وفرمايي ) ښه قادر او توانا.په دې ايت شريف کي الله  تعالی  د هغو مسلمانانو سره چي د رضوان په بيعت کي يې ګډون کړي وو دوې وعدې وفرمايلې:

 

-           د خيبر د فتحي وعده: (وَأَثَابَهُمْ فَتْحًا قَرِيبًا...)

-           د روم او فارس فتحه: (وَأُخْرَى لَمْ تَقْدِرُوا عَلَيْهَا...)

 

د الله  تعالی  ټولي وعدې پوره سوې، خيبر د نبي کريم ﷺ په زمانه کي او فارس او روم د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت په دوره کي فتحه سوه.

 

۱۱: د عربي قبايلو د ماتي او مغلوبيت وړاندوينې

(قُلْ لِلَّذِينَ كَفَرُوا سَتُغْلَبُونَ وَتُحْشَرُونَ إِلَى جَهَنَّمَ وَبِئْسَ الْمِهَادُ.) (سورة آل عمران: ۱۲)

ووایه (ای محمده!) هغو کسانو ته چي کافران سوي دي: تاسي به ژر مغلوب کړل سی (په دنيا کي په وژلو يا شړلو) او جمعه به کړل سی تاسي د دوږخ طرف ته او (دغه دوږخ) د هستوګني بد ځای دی.

 

د الله عزوجل ددې وعدې مطابق:

 

-           د هجرت په اتم کال مکه فتحه سوه او عرب دومره مغلوب سول چي د اسلام په مقابل کي يې د سر پورته کولو جرأت نه سوای کولای

-           د هجرت پر څلرم کال د بنو نضير يهود مغلوب او جلا وطنه سول.

-           د هجرت په پنځم کال د بنو قريضه يهود د بیلابیلو جرایمو لکبله قتل سول.

-           د هجرت په اووم کال خيبر فتحه سو او يهود د مسلمانانو بزګران او جزيه ورکوونکي سول.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته