تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دعاء فضیلت او اهمیت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 17, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د دعاء فضیلت او اهمیت 

 

لکه څرنګه چي د انسان ژوند د مشکلاتو او ستونزوڅخه ډک دی، په ژوند کي پر انسان ډول ډول حالات راځي، خوشحالۍ، ښادۍ او غمونه پر راځي، نو په هر حالت کي انسان و دعاء ته محتاجه دئ. 


په دعاء سره انسان و الله تعالی جلاله ته نږدې کیږي، تقرب حاصله وي او د انسان څخه د الله جل جلاله ولي جوړه وي.


دعاء د مشکلاتو، ستونزو، غمونو، مصیبتونو، عذابونو او امتحانونو په مقابل کي سپر دئ، که غواړئ چي الله جل جلاله ته مکرم او نږدې سئ او الله جل جلاله مو هر نوعه تکلېف درڅخه لېري کړي نو دعاء له یاده مه باسئ.


دعاء الله تعالی جل جلاله ته تر ټولو مکرم او باعزته شی دئ، او د دعاء کونکی هم پر الله جل جلاله ګران دی او الله جل جلاله ته محبوب دی، د ترمذي په حدیث کي راځي:


عن أبي هريرة رضي الله عنه : عن النبي صلى الله عليه و سلم قال ليس شيء أكرم على الله تعالى من الدعاء. 


ژباړه: د حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی د نبي علیه السلام څخه روایت کوي چي نبي علیه السلام وویل: ندی هیڅ شی چي الله تعالی جل جلاله ته دي مکرم وسي تر دعاء.


یعني دعاء و الله جل جلاله ته ډیر مکرم او محترم شی دی، څوک چي دعاء کوي دا و الله جل جلاله ته ډیر د قدر وړ دی او الله جل جلاله ته دده دعاء ډیره معتبره او د قدر وړده.


او همداراز د دعاء د فضیلت او اهمیت اړوند د ترمذي په بل حدیث کي داسي راځي:


 عن أنس بن مالك: عن النبي صلى الله عليه و سلم قال الدعاء مخ العبادة. 


 ژباړه: د حضرت انس ابن مالک رضی الله عنه څخه روایت دی، دی د نبي علیه السلام څخه روایت کوي، چي نبي علیه السلام وویل: دعاء د عبادت مغز دئ.


لکه څرنګه چي مغز په هرشي کي ډېر ارزښت او رول لري او ډېر مهمه دي، نو دعاء هم دغسي مهمه او ارزښناکه ده؛ نو دعاء خامخا وکړئ او په هیڅ حالت کي دعاء کول مه پریږدئ، څومره چي ددعاء کول فضیلت لري همدغه شان که څوک دعاء نه کوي او دعاء پریږدي، سره له دي چي دی ستونزي او مشکلات لري بیاهم دعاء نه کوي الله جل جلاله ورته په خښم کیږي او ورڅخه ناراضه کیږي، د حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل:

 

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إنه من لم يسأل الله يغضب عليه.

 

ژباړه: شان دادی هغه څوک چي د الله جل جلاله څخه سوال ونکړي الله جل جلاله پر ده په خښم کیږي.

 

www.taleemulislam.net


 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته