تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د حجرِ اسود او مقام ابراهیم واقعه (۶)
  تعلیم الاسلام راډیو
  February 7, 2018
  0

لیکنه : مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


 خو د جوړولو  په وخت کي چي ابراهيم علیه السلام  دغه يو دېوال و آخر ته ورساوه او اوس دغه بل دېوال جوړوي دلته خو کُنج پيدا کيږي، چي د دغه کُنج څخه د بِناء او جوړولو اصل او اساس، نقشه او رَجه اخستل کيږي او  نوره بِناء د دغه کُنج څخه سمه او صحي جوړېدلاى سي نو ابراهيم علیه السلام  غوښتل چي په دغه کُنج کي يوه لويه، قوي او  مناسبه ډبره کښېږدي،

 

نو يې اسماعيل علیه السلام  ولېږى چي ولاړسه شا وخوا وګوره چي  د دغه کُنج دپاره يوه مناسبه ډبره پيدا کړې، اسماعيل علیه السلام  ولاړى په غرو کي ګرځي خو د دغه ځاى دپاره يې د دوی د غوښتني سره سمه، وړ او مناسبه ډبره نه کړل پيدا او بيرته راغلى، خو دلته یې و ليدل چي د پلار سره يې يوه ډيره مناسبه او هغه قسم ډبره چي دوى غوښتل پرته ده، اسماعيل علیه السلام  و ويل: دا ډبره دي د کومه کړل؟ ابراهيم علیه السلام  و ويل: دا د الله  عزوجل  د طرفه راغله.

 


 

 وروڼو! دغه ډبره هغه حجرِاسود دى چي د جنت څخه راغلى دى او  د جنت ډبره ده چي د کعبې شريفي په بِناء کي کار سوې ده، کعبه شريفه د دغي ډبري څخه په صحي بِناء سره جوړه سوه او  ابراهيم علیه السلام  چي به يو څه دېوال جوړکړى نو به شا ته ولاړ او د يو څه ليري فاصلې څخه به يې ورته کتل چي آيا دېوال سم دى؟ کوږ خو به نه وي؟ او دلته به د فکر کولو دپاره ښه وخت ولاړ ؤ، نو ځکه دغه ځاى ته مقام ابراهيم ويل کيږي، الله عزوجل  د سورة البقره په (١٢٥) نمبرآيات کي فرمايي:


وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى
يعني: اې مؤمنانو! د ابراهيم علیه السلام  د درېدلو ځاى، د لمانځه، طواف او دعاء ځاى وګرځوى. 


دغه ځاى د کعبې شريفي د صحي جوړولو دپاره د ابراهيم علیه السلام  د فکر کولو ځاى دى، نو ځکه دغه مقام د کعبې شريفي څخه يو څه ليري واقع دى ځکه د ليري څخه د دېوال برابري اوکوږ والى معلوميږي. 

 


 

همدارنګه مقام ابراهيم و هغي ډبري ته ويل کيږي: كومه چي د کعبې شريفي د جوړولو په وخت کي به ابراهيم علیه السلام  پر درېدى، په دغه ډبره کي د ابراهيم علیه السلام  د پښو نخښي او علامې هم سته او دغه ډبره هم د جنت څخه را وړل سوې ده. 


نور بیا...
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته