لیکنه: حامد "افغان" / تعلیم الاسلام راډیو
- حق نه منل او خلک سپک ګڼل.
- خلکو سره د خبرو پر مهال په تکبر د هغوی څخه مخ اړول.
- له پوهانو او هوښیارانو سره مشوره نه کول.
- په تکبر سره تګ کول.
- عبادت او د الله بندګي درنه او بوج ورته ښکارېدل.
- په خپل علم او پوهه مغروره کېدل.
- د پسخند په ډول د خلکو پېښې او نخرې کول.
- په حسب، نسب، رنګ او ځواني ویاړل.
- قصدًا او له تکبره د خلکو مخالفت کول.
- د نېکانو او ښو علماوو سپکه بیانول.
- د ځان ستایل او له ځان ستایني سره مینه.
- ګناهونه هېرول او کم شمېرل.
- له نورو د ښې بدلې او بخښني توقع.
- پر خطا ټينګار.
- عبادت کي ټنبلي او سستي.
- ګناهګارو او بې لارو ته په سپکه کتل.
- له وړتیا پرته ځان د مشرتابه حقدار ګڼل.
- د علماو خبره نه منل او ځان لوړ ګڼل.