په حواله کي د مُحَال او مُحَالُ عَلَيْه خوښي شرط ده ، ځکه چي خلک د پور په ورکولو او د پور په لاس ته راوړلو کي فرق لري ، ځيني خلک پور پر وخت ادا کوي او ځيني يې بيا د نه لرلو يا بد پورۍ لکبله پور د يوې ورځي څخه و بلي ورځي ته ځنډوي .
دغه ډول ځيني دائنين پوروړى ډېر تنګوي ، پوروړى يې که څه هم لاس تنګى وي بيا هم مهلت نه ورکوي .
مثال : د زيد پر بکر سل زره افغانۍ پور باندي دى ، بکر زيد ته ووايي : ستا سل زره افغانۍ چي پر ما باندي دي هغه نور د خالد پر ذمه دي هغه يې درکوي ، که زيد او خالد يې قبول کړي د زيد پور د بکر د ذمې څخه د خالد ذمې ته نقليږي .
په پورتني مثال کي د بکر حواله پر خالد هغه وخت لازميږي چي زيد او خالد يې ومني او په راضي سي ځکه زيد مُحَال دى او خالد مُحَالُ عَلَيْه دى .
------------------------------------
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي