تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فوټ بال، واليبال او نورو سپورتي لوبو حکم
  تعلیم الاسلام راډيو
  April 16, 2018
  0

ژباړه : مولوي نقيب الله منيب «شېخيوال»


څه وايي علما د دين متين د کراته بازی ، فوټ بال ، زېبايي اندام ، واليبال ، کرکېټ او داسې نورو بازيو په هکله چې آيا جواز لري او که نه؟


که د داسې بازی څخه کومه معتد بها فائده مقصود وي بيا جائز دی خو شرطونه لري يو دا چې په دې کې به کوم کار مخالف د شرعې نه وي ګډ ستر عورت به ضروري وي لکه نارينه به له نامه څخه تر زنګانه پورې پټ وي چې زنګون هم ستر دی او د دې بازی په سبب به په ضرورياتو د اسلام کې لکه : لمونځ او داسې نورو کې خلل نه واقع کېږي او تشبه باالکفار به نه وي يعني لباس به يې هم اسلامي وي ، داسې نه چې فقط يو شورت وي ( چوټه غوندې ).


غېږ ایستل:
په غېږو باندې ورتلل چې په ردالمحتار کتاب الحظر والاباحة کې ذکرکړي دي چې مصارعه يو بل په غېږو کې څملول بدعت نه دی ځکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم  ډېر کافران څملولي دي له هغو څخه ابن الاسود جُمَحي او رُکانة دی دغه رکانة کافر يې دری واره څملولی دی ځکه چې دغه کافر دا شرط اېښودی وو چې که چېرې زه چا څملولم يعني نبي کريم صلی الله عليه وسلم  نو اېمان راوړم چې دغه اسلام راوړل د کافر يوه لويه فايده وه نو ځکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم  په غېږو ورغلی دی ، کما فی شرح الشمائل للقاري فيجوز فی کل شيئ ان قصد به الفوئد کثيرة بعضې له فايدو څخه قوت او صحت د انسان د بدن دی که چېرې بدن د مسلمان صحيح ، جوړ او قوي وي نو ټول عبادات او الهي اوامر په ښه طريقه سره په ځای کولای شي لکه : نبي کريم صلی الله عليه وسلم  وايي : اِغْتَنِمْ خَمسا قبل خمس صحتک قبل سقمک غنيمت وګڼه پنځه شيان مخکې له پنځو شيانو اول صحت مخکې له مرض څخه يعني چې کله جوړ وې نو عبادت الهي کوه ، د مسلمانانو حقوق په ځای کوه لکه : د مريض پوښتنه ، جنازه او داسې نور لکه : د اعصابو ډاکتران وايي چې سپورت او ورزش د اعصابو صحت ته زياته فايده لري بلکې د ټولو مرضونو څخه د دفاع يوه ثابته او غټه وسيله ده واما اشالة الحجر الخ لکه تيږه غورځول او داسې نور لابأس باک نه لري يعني پروا نه لري. قدرمنو مسلمانانو په اسلام کې تنګ نظري کول نه دي په کار په دې معنی چې دغه مسابقې چې په کتابونو کې يې بيان شوی دی او شروط ورته ذکر شوي دي نو دا شرطونه که په ځای وي او بيا وشي پروا نه لري او د انسان صحت ته ګټه لري.


قدرمنو مسلمانانو په دې مسابقو کې يوه بله خبره ډېره ضروري ده هغه دا چې قمار بايد په کې نه وي او د وخت ډېره ضايع بايد په کې ونه شي ځکه چې وخت ته په اسلام کې ډېر زيات ارزښت او اهميت ورکړل شوی دی لکه څرنګه چې مخکې حديث ذکر شو چې فَرَاغَکَ قَبْلَ شُغْلِکَ يعني نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايي د فارغ وخت څخه ګټه پورته کړه يعني وخت مه ضائع کوه د الله جل جلاله عبادت او د دين خدمت په کښې وکړه يعني د ورزش او لوبې وخت بايد معين وي داسې نه چې د سهار څخه تر ماښامه ټول وخت په لوبو کې تېروو. دا مسئله په بدرالفتاوی کتاب کې په حواله د نورو معتبرو کتابونو ذکر شوې ده ( ۴۰۴ ص ) او ردالمحتار دې وکتل شي.

 

ځغستا کول
 په مشکوة شريف کې حديث شريف دی : نبي کريم صلی الله عليه وسلم  په منډه کې له بي بي عائشې رضی الله عنها  سره مسابقه کړېده يو وار يو مخکې شو او بل وار بل يعني يو وار نبي کريم صلی الله عليه وسلم  مخکې شو او بل وار بي بي عائشه رضی الله عنها  چې په دې کې حسن معاشره مع النساء نبي کريم صلی الله عليه وسلم  خپل امت ته ورښيي.


نور بدني ورزشونه
 وروڼو په آسانو باندې سپرېدل ، نښه ويشتل ، لامبو وهل ، آب بازي کول په دې ټولو سره مسلمان ته اجر حاصلېږي خو چې نيت په کې صحيح وي لکه چې مباح کار په صحيح نيت سره طاعت بلل کېږي نو قدرمنو مسلمانانو په ټولو مسابقو او لوبو کې چې د انسان بدن ته ګټه رسوي او هغه کارونه په کې ترسره نه شي چې د اسلام خلاف وي او اسلامي شروط په کې مراعات شي نيت په کې صحيح وي روا څه بلکې ثواب پرې مرتب دی. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته