سیرت نبوي (۱۷۲برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په جنګ کي د غشو ويشتونکو کاميابه او فعاله حصه
هغه د غشو ويشتونکو ډله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم پر هغه کوچني غره کښېنولې وه هغو د جنګ په إداره کولو او د مسلمانانو د لښکر په ګټه ډېره فعاله او مثبته حصه درلودل، د مشرکانو د لښکر د سپرو ټولۍ چي مشر او قومندان يې خالد بن وليد ؤ او ابو عامر الفاسق يې معاون ؤ درې واره پر دغه غشي ویشتونکو شديده حمله وکړه، کفارو غوښتل چي د اسلامي لښکر دغه چپه طرف مات کي او د شا د طرفه پر مسلمانانو حمله وکړي چي په دې ډول سره د مسلمانانو د لښکر په صفو کي بلبله او بې نظمي را ولي او د مسلمانانو دغه کوچنئ لښکر د کفارو د لښکر په منځ کي محاصره سي، مګر د دغو غشو ويشتونکو د غشو ويشتلو په واسطه د كفارو دغه درې حملې ناکامه سوې او دې ته به مجبوره سوه چي بیرته پر شا ولاړ سي، چي همدا د غشو ويشتونکو هغه اساسي وظيفه وه چي دوی ته ورسپارل سوې وه.
د جنګ ژرنده پر دغه قسم ګرځېدل چي دغـه کوچنئ اسلامي لښکر د جنګ پر ټول ميدان مسلط ؤ تر څو چه د مشرکانو د جنګي پهلوانانو عزم او همت مات سو د کاميابۍ اميدونه يې و شکېدل، د مشرکانو صفونه د مخ او شا، د چپه او راسته طرفو څخه سره پاشل کېدل، داسي معلومېدل لکه درې زره مشرکان چي د ديرشو زرو مسلمانانو سره جنګيږي، نه د څو سوو سره او مسلمانان ډېر شجاع او دکاميابۍ د يقين سره ښکاره کېدل، پسله هغه څخه چي مشرکانو خپل آخرني کوښښونه د مسلمانانو د هجوم او حملو د بندولو دپاره وکړه بيا يې هم د عُجز او نا اميدۍ احساس کاوه، همت يې تر داسي اندازې کښته او مات سو چي يوه نفر هم دا جُرئت او دلاوري نه سواى کولاى چي و هغه خپل لوېدلي بيرغ ته دي هغه چي د (صواب) تر وژل كېدلو وروسته ولوېدى ور نژدې سي، هيچا نه سواى کولاى چي دغه لوېدلى بيرغ پورته کړي نو کفارو د ميدانِ جنګ څخه پر شا تلل شروع کړه او ځينو يې و تيښتي ته مخ و نيوى، د کفارو هغه خپلي لويي لويي خبري چي د خپلو ځانو سره به يې کولې ټولي هيري سوې چي دوی به ويل: د خپلو وژل سوو کسانو انتقام او بدله به اخلو، خپل بايللى نوم او نښان به بيرته لاس ته را وړو.
ابن اسحاق(رض) وايي: الله جل جلاله خپل نصرت پر مسلمانانو نازل کړى او هغه خپله وعده يې ور سره رشتيا کړه مسلمانانو کفار وځغلول، تر داسي اندازې چي د تورو په زور يې هغه خپل د اړولو تر ځاى چي (قرارګاه) ورته ويل کيږي تير کړل د کفارو په شکست او ماته کي هيڅ شک او ترديد نه ؤ پاته، عبدالله بن زبير رضی الله عنه د خپل پلار څخه روايت کوي چي وايي: په والله ما هند بنت عُتبه او د دې نوري ملګري وليدلې چي لمني يې پورته کړي وې او تښتېدلې او د خپلو سامانو څخه يې هيڅ شئ نه ؤ ور سره اخستى.
په هغه حديث شريف کي چي امام بخاري يې د براء بن عازب رضی الله عنه څخه را نقلوي وايي:کوم وخت چي مسلمانان دکفارو د لښکر سره مخامخ سوه پسله لږ وخته څخه کفارو په تېښته شروع وکړه تر داسي اندازې چي ما په خپلو سترګو د کفارو ښځي وليدلې چي د تېښتې په حال کي به يې پښې د خيمو په تناوو کي بندي سوې، دوى به لمني پورته کړې هغه د پښو پاى زېبونه به يې ښکاره سوه، په دغه حال کي ځيني مسلمانان توري په لاس په پسې دي او ځيني يې غنيمتونه ټولوي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net