تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شتمن او سیاسیون د چا پېسي مصرفوي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 31, 2022
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کله چي پر ټولنه کپیټلیزم (د غرب پانګه وال نظام) خپل درانه وزري وغوړوي، نو بیا د پیسو سره د خلکو شوق خورا زیات سي، ټولو خلکو د پیسو ګټلو په موخه د ژوند څخه یو د ځغاستي مسابقه جوړه کړې ده. خانان تر هغه لا خانان کېږي او غریبان نور هم غریبان کېږي. د ژوند پدې ځغاسته کي ډېر ځله داسي راځي، چي ماسټري او دوکتورا سند لرونکي کسان د نالوستو تر لاس لاندې کار کوي او ځیني نالوستي تر زیاتو لوستو ډېري پیسي ګټي. 


جالبه دا ده، چي ددې ځغاستي په پایله کي، دوه ډوله خلک خورا ژر ژر شتمن کېږي؛ سیاسیون او د هغوی حلقه بګوش ملګري تجاران. او دا خبره په وروسته پاته هیوادونو یا د درېیمي نړۍ په هیوادونو کي خورا په ثبوت هم رسېدلي ده. 


البته، هغه تجاران او صنعتکاران، چي د هیواد ګټي، د غریب شپه تېر او د خلکو خیر او ښېګڼه ئې په نظر کي نیولې وي، هغوی یا خو یوازي خپل تجارت جاري ساتلی وي او یا ډېر لږ ګټه کوي. (دلته موږ د بې رحمه او دنیا پرستو خبره کوو) او د سیاسیونو خو به هیڅ خبره نه کوو، ځکه هغوی واک ته د رسیدو سره خورا شتمن کېږي.

 


ښه! خبرې به را لنډي کړو، دوی دا پېسي له کومه کوي؟ تاسي راسئ، یوازي ئې په یوه مثال کي واضح کړو: 


هغه پنځه ستوري (فائيو سټار) هوټلونه چي یوه شپه تېر یې په زرګونو افغانیو باندي ده، د منځنۍ درجې خلک و هغه ته د ورتګ فکر لا هم نه سي کولای، مګر دا هوټل ټول د غریبو خلکو په پیسو جوړ سوی دی. 


فکر وکړئ! څوک و هغه هوټلو ته ورځي؟ و هغه ته ورتلوونکي کسان زیاتره دولتي خلک یا د هغوی میلمانه دي، دوی د حکومت په پیسو باندي هلته ځي او د حکومت پیسې د عوامو خلکو د جیبونو څخه وتلې مالیه یا رشوت دی. او دې هوټلونو ته بله طبقه تلونکي خلک تجاران او صنعتکاران دي، چي د  خپلو سفرونو په جریان کي هلته پاتېږي، هغوی دا پیسې د کومه کوي؟ د خپل جیب څخه خو ئې نه پر اچوي، بلکي هغه د خپل سفر ټول مصرف د خپلي کمپنۍ یا شرکت پر هغه تولیداتو اچوي چي بازار کي خرڅیږي او بیا خلک هغه رانیسي. 


هغه ورځ مي په امریکايې ټایمز مجله کي ولوستل چي یوې فیشن-ادا کاري ښځي د تولیداتو د یوه اعلان لپاره ۲۵ میلیونه ډالر اخیستي، اوس سوال دا دی چي دا تجار او کارخانه والا به دا پیسې له کومه لاسته راوړي؟ ښکاره خبره ده چي دا به د غریبو رانیوونکو څخه ترلاسه کیږي، ځکه کله چي هغه تولید و بازار ته راسي، نو هغه د اعلان مصارف به پر دغه جنس اچول سوي وي او زما او ستا د جیب څخه به ایستل کیږي. (دا پدې معنا نه ده چي تجار به مناسب او مشروع اعلانات نه کوي بلکي دا اعلان مصرف دي د شي پر کیفیت او د نرخ پر کمښت واچول سي او پر مناسبو اعلاناتو باندي دې لږ لګښت وسي).

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته