بسم الله الرحمن الر حیم
رالېږونکی: نذیر احمد هاشمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سو داګري یا تجارت په ظاهري لحاظ د دنیا دارۍ کار ګڼل کیږي خو که تجارت په دې نیت سره وشي چي ددې په ذریعه حلال رزق وګټل شي او په دې سره د خپل کور او بچیانو حقوق ادا کړل شي نو د سوداګرۍ ټوله کار د اجر او ثواب ذریعه ګرځي په دې شرط چي په دې کي د ناروا کارونو څخه ډډه وشي.
په سوداګرۍ کي رښتییا او امانت عادت ګرځول په حدیث کي ددې ډیر فضیلت راغلی دی د حضرت ابو سعید خدري رضی الله عنه روایت دی چي حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
التَّاجِرُ الصَّدُوقُ الأَمِينُ مَعَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ. (ترمذي)
ترجمه : کوم تاجر چي رښتین او امانت دار وي د قیامت په ورځ به د انبیاوو ، صدیقینو او شهیدانو سره وي .
ماخذ: اسانه نیکۍ: ۲۱۵/علامه مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله