بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد :
اسلام يو آسانه دين دی، چي عملي کول يې او پرې پوهېدل د انسانانو له وس څخه وتلی کار نه دی .
الله تعالی لکه څرنگه چي انسانان اشرف المخلوقات گرزولي، داسي يې د دوی د ژوندانه لپاره داسي هدايات رالېږلي چي په هر اړ خيزه توگه غوره، آسانه او ښکلي دي . اسلام يو داسي آسان دی چي په دې کي په لږ عمل سره ډېر ثواب تر لاسه کېږي .
دا مُبارک دين په مسجد پوري خاص نه دی، بلکي د دُنيوي کاروبار سره يو ځای عبادت هم کېدی شي .
قرآن کريم او نبوي احاديث د دُنيا د محبت د پرېښودلو په لور بلنه ور کوي، خو د دُنيا د محبت پرېښودلو مطلب دا نه دی چي انسان دي د دُنيا کاروبار او ژوند پرېږدي او په يوه غار کي دي د عبادت لپاره کښېني .د دُنيا د محبت د پرېښودلو ډېر خلگ ناسم مطلب په تېروتني سره اخلي .
د دُنيا د محبت د پرېښودلو صحيح مطلب دا دی چي له الله پاک څخه بايد انسان غافل نه شي او په خپلو ټولو کړو وړو کي د الله پاک احکام له پامه و نه باسي.
همدا راز الله تعالی خپل بندگان له تجارت څخه نه منع کوي ځکه پېغمبرانو – عليهم السلام - کاروبار کړی دی .
داسي پېغمبران تېر شوي چي د وخت پاچاهان هم وو، د ديني پاچاهۍ تر څنگ ور ته الله پاک د دُنيا پاچاهي هم ور کړې وه . نو الله تعالی له تجارت څخه بندگان نه منع کوي، البته دا ور ته وايي چي تجارت او کاروبار په هغه طريقه وکړه چي ما در ته ښودلې ده او زه يې غواړم، په هغه طريقه تجارت مه کوه چي ته يې غواړې او ستا نفس در ته وايي .
کله چي څوک په هغه طريقه تجارت وکړي کومه چي الله پاک ور ته ويلې ده، نو بيا يې دغه تجارت عبادت او د ثواب لامل گرزي .
اسلام تجارت داسي نه دی پرېښی، چي په هره طريقه څوک مالي گټه تر لاسه کوي، بس ور ته اجازه ده، بلکي د دې لپاره يې داسي اصول بيان کړي چي عملي کول يې نه يوازي د تاجرانو لپاره گټور دي، بلکي د ټولني او د انسانيت د پرمختگ تضمين هم کوي .
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : التَّاجِرُ الصَّدُوقُ الأَمِينُ مَعَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ ( رواه الترمذي، مشکاة المصابيح ص : ۲۴۳ )
له حضرت ابوسعيد خُدري رضی الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه و سلم وفرمايل : رښتونی او امانتدار سوداگر به د پېغمبرانو، صديقينو او شهيدانو سره وي !!
يعني هغه سوداگر چي رښتونی او امانتدار وي، له دوکه بازۍ او خيانت څخه ځان ساتي، د هغه حشر به د قيامت په ورځ د پېغمبرانو، صديقينو او شهيدانو سره کېږي .
څومره چي د سوداگر صداقت او امانتداري زياته وي، هغومره به يې درجه لوړه وي او حشر به يې د لوړي درجې د خاوندانو سره وي او تر ټولو لوړه درجه دا ده چي د پېغمبرانو سره يې حشر وشي .
په تجارت کي د صداقت او امانتدارۍ تر څنگ ځيني نور ټکي هم مُهم دي چي په تجارت کي ور ته پاملرنه اړينه ده چي ځيني يې دا دي :
۱ : بايد تجارت د داسي شي نه وي چي د هغه تجارت ناروا وي .
۲ : بايد تجارت په ناروا طريقه نه وي .
۳ : تجارت بايد د دواړو اړخونو په رضاء سره وي .
۴ : تجارت بايد د الله پاک له عبادت او ايمان څخه انسان مشغول نه کړي .
۵ : تجارت بايد انسان د الله پاک له عبادت او ايمان څخه انسان بلي خوا ته وا نه ړوي .
۶ : تاجر بايد ځان په ښائسته اخلاقو سره مزين او سمبال کړي .
۷ : تر دُنيوي زيان به يې له آخرت څخه وېره زياته وي .
۸ : له الله پاک څخه به د ثواب او اجر اميد لري .
که دغه صفات پلي کړل شي، نو ان شاء الله د داسي سوداگر کاروبار به د عبادت، ثواب او د درجو د لوړوالي لامل وي .
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين
ليکوال : مولوي عصمت الله عزام / تعلیم الاسلام ویب پاڼه