پدې اړه یو څو خبري ضروري دي ترڅو د غلط فهمۍ مخه ونیول سي.
۱: د قران او حدیثو هغه فهم او معنی معتبره ده چي څنګه سلفو صالحینو کړې ده. کله چي ایت یا حدیث وړاندي کیږي باید د سلفو صالحینو تشریحات وړاندي سي. که د هغوی په معنی او تشریح عمل ونه کړو نو هر ګمراه او جاهل به قران او حدیث د خپل فهم مطابق تشریح کوي.
۲: د پخوانیو صالحینو د قران سره رابطه داسي نه وه لکه زموږ چي د اکثرو خلګو نه په ویلو زده دی او نه یې په معنی او تفسیر زده دی، بلکي د هغوی د قران سره ۲۴ ساعته تړاوو وو، حتی بعضي صالحان خو د ډیر تلاوت لکبله پر خپلو سترګو بیریدل چي ړندې نه سي. نو ځکه هغوی به پر خپلو ځانو نه قیاسوو. ځکه نو د بخاري مشهور شارح ابن حجر رحمه الله وايي چي د ډيرو سلفو څخه تر ۳ ورځو په کمو ورځو کي ختم ثابت دی: وثبت عن كثير من السلف إنهم قرؤوا القرآن في دون ذلك (فتح الباري شرح صحیح البخاري)
۳: د قرانکریم سره د ډير تعلق او ښه عمل لکبله الله تعالی هغوی ته تلاوت کول ډير اسانه کړي وه، دا یو خاص الهي توفیق وو چي دوی ته ورکول سوی وو. مثلاً موږ شاید په ورځ کي یوه پاره تلاوت نکړو مګر هغوی لس پارې هم تلاوت کولې. دا د توفیق خبره ده.
۴: تر ۳ ورځو په کمو ورځو په ختم کولو باندي پخوانیو سلفو همیشه توب نه کاوه (هر وخت یې داسي نه کول) بلکي د فضیلت ورځو او د فضیلت ځای ته په کتلو سره یې ډير تلاوت کاوه لکه په روژه کي، په اعتکاف کي، په حرم شریف کي...
۴: د بخاري شریف مشهور شارح امام ابن حجر صاحب ددې احادیثو په تشریح کي وايي: لکه څنګه چي حدیث کي صحابي ته امر سوی دی چي په ۷ ورځو کي ختم کوه (وَاقْرَأْ فِي كُلِّ سَبْعِ لَيَالٍ مَرَّةً ) نو دغه امر خو پر خلګو واجب نه دی چي حتماً به په ۷ ورځو کي ختم کوي، نو وايي لکه څنګه چي دغه امر پر وجوب دلالت نه کوي، دغه ډول هلته چي نهي راغلې ده هغه پر حرمت دلالت نه کوي. یعني تر ۳ ورځو په لږو ورځو کي ختم کول حرام نه دی:
وكأن النهي عن الزيادة ليس على التحريم كما أن الأمر في جميع ذلك ليس للوجوب. (فتح الباري شرح صحیح البخاري)
۵: د بخاري مشهور شارح ابن حجر رحمه الله وايي هغو بعضو اهل ظاهرو (ظاهریانو) د حیرت خبره کړې ده چي تر درو په لږو ورځو کي ختم کول حرام بولي:
وأغرب بعض الظاهرية فقال يحرم أن يقرأ القرآن في أقل من ثلاث. (فتح الباري)
۶: بیا د مشهور محدث امام نووي رحمه الله قول رانقلوي چي هغه وايي کوم کسان چي وخت لري او د ژوند په نورو چارو کي خلل نه راځي هغوی دي په تلاوت کي اکثار کوي او بیا لیکي چي ډیر علماء پر دې قول دي چي د تلاوت خاص مقدار نسته بلکي خبره ټوله په نشات، بیداري او قوت کي ده نو دا تر خلګو او حالاتو پوري فرق لري:
وقال النووي أكثر العلماء على أنه لا تقدير في ذلك وإنما هو بحسب النشاط والقوة فعلي هذا يختلف باختلاف الأحوال والاشخاص (فتح الباري)
۷: د بخاري شریف بل مشهور شارح علامه بدرالدین عیني رحمه الله لیکي چي ددې قول څخه مراد (لا تزد) څخه مراد شاید دا وي چي د مخاطب حالت ته کتل کیږي چي د هغه د ضعف او عجز لکبله ورته وویل سوه چی تر دغه ډير مه وایه.
قلت لعل ذلك بالنظر إلى المخاطب خاطبه لضعفه وعجزه. (عمدة القاري شرح صحیح البخاري)
۸: کوم حدیث کي چي راځي چي تر درو ورځو په لږ ورځو کي تلاوت سره فقه نه حاصلیږي نو ددې حدیث په تشریح کي علماء لیکي چي مراد دا نه دی چي تر دې په لږو ورځو کي ناروا او حرام دی ځکه پدې صورت کي د تلاوت ثواب سته. او کومو سلفو چي تردې په لږو ورځو کي تلاوت کاوه هغه يې د حفظ د مراجعت په وجه کاوه او د فضیلت په خاصو ورځو کي یې کاوه.
ولا يفهم من الحديث أن قراءته في أقل من ثلاث لا تجوز، إذ المنفي في الحديث هو الفقه والفهم وليس ثواب القراءة، فلا يلزم من عدم فهمه في أقل من ثلاث تحريم قراءته في أقل منها، كذا قال العراقي.
وأما من فعل ذلك أحياناً بقصد مراجعة حفظه ، أو استثماراً لزمان فاضل – كشهر رمضان - ، أو بسبب أنه معتكف في مسجد ، أو لأنه منقطع للعبادة في فترة محددة في مكة – مثلاً - : فلا يكون بذلك مخالفاً للشرع ، وعلى هذه الأعذار يُحمل ما روي عن بعض الأئمة من ختمهم للقرآن مرتين في اليوم أو مرة في اليوم ، لا أن ذلك كان منهجاً لهم في حياتهم
او د خلګو فهم فرق لري، کوم کسان چي لوړ علمي استعداد لري هغوی د تلاوت په وخت کي تر نورو ډير په پوهیږي چي د هغو علمي وړتیا لږ وي.
۹: علامه مبارک پوري صاحب وايي چي که چیري د محدثینو امامانو ژوندلیکونه او سوانح ولولی نو وبه ګوری چي بیخي زیاتو محدثینو امامانو قران کریم تر ۳ ورځو په لږو ورځو کي ختم کاوه دا ځکه چي دغو محدثینو د حدیث منع پر حرمت نه حمل کاوه (یعني د دوی په اند د حدیث منعه د حرام والي معنی نه ورکوي):
ولو تتبعت تراجم أئمة الحديث لوجدت كثيرا منهم أنهم كانوا يقرءون القرآن في أقل من ثلاث ، فالظاهر أن هؤلاء الأعلام لم يحملوا النهي عن قراءة القرآن في أقل من ثلاث على التحريم (تحفة الاحوذی شرح الترمذي)
۱۰: هغه سلف صالحین چي په یوه ورځ کي يې یو یا ډير ختمونه کړي:
حضرت عثمان، حضرت تمیم داري، عبدالله بن زبیر رضی الله عنهم، ثابت البناني، ابو حرة، عطاء بن السائب، سعید بن جبیر، صالح بن کیسان، منصور بن زاذان، (تحفة الاحوذي شرح الترمذي) همدارنګه د امام ابوحنیفه رحمه الله، امام شافعي او امام بخاري رحمهما الله په اړه واقعات را نقل سوي دي. والله اعلم
نو خلاصه دا چي دغو بزرګانو د حدیث معنی حرمت نه بلی، بیله همیشه توبه یې داسي کول او د ډیر تلاوت توفیق ورکول سوی وو ځکه نو په خاصو ورځو کي به یې ډير تلاوت کاوه. الله تعالی دي موږ ته د قران صحیح تلفظ او فهم را نصیب کړي.