ایا د فاسق او فاجر انسان له ځینو عاداتو مو خبر نکم؟
په ژوند کي مي تجربه:
رالېږونکی: محمد الدين (ارغند)
۱- فاسق همېشه په پوچو ویلو او بې زایه خبرو خپل وخت ضایع کوي.
۲- د خپل فسق او فجور څخه د دفاع په خاطر و ملایانو، دیني مراکزو او اسلامي ارشاداتو ته بد ویل کوي.
۳- له اسلامي او دیني احکامو په مقابل کي همېشه بغض او عناد ساتي.
۴- له نبي کریم صلی الله علیه وسلم سنتو ته په خواره سترګه ګوري.
۵- خپل د بداخلاقي اظهار په عام محضر کي څرګندوي.
۶- بی ځايه تکبر او پر بي وسه خلګو د تیري کولو خواهشتمند وي.
۷- همیشه پر ځان مین او د مظلمو او ناوسه خلګو پروا نه ساتي.
۸- شهوت پرستۍ ته یي همېشه میلان وي.
۹- د نورو مسلمانو سره يي د کلتور پرستۍ پر بنا دوستي وي.
۱۰- کرکجن، ویرجن، بزدل او په وهم کي اوسي.