تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان جوړښت: ورېښتان او پوست
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 4, 2019
  0

څلورمه برخه

ژباړه او راټولونه: علي الله متوکل الرحمن


ژړ ورېښتان درلودونکي خلک ډېر ورېښتان لري. 


یو وریښته په ورځ کي د ۰.۳ څخه تر ۰.۵ ملي متره پورې غټیږي، په میاشت کي له ۱ څخه تر ۱.۵ سانتي متره پورې او په کال کي له ۱۲ څخه تر ۱۵ سانتي متره پورې غټیږي.

 
د بدن په ورېښتانو کي د ږیري ورېښتان ډېر ژر غټېږي. 


د انسان په سر کي د ۱۰۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰۰ پورې ورېښتان سته. 


ځیني خلک داسي فکر کوي، چي په پریوللو ورېښتان خیژي، خو داسي نه ده، تاسو په ډېرو پریوللو سره ورېښتان د لاسه نه ورکوی.


د نارینه ؤ ورېښتان تر ښځو ګڼ دي او ژر غټیږي.


په اوسط ډول د ورېښتانو هغه لویه اندازه له ۷۰ څخه تر ۹۰ سانتي متره ده. 


په ساینسي لحاظ هیڅ داسي ثبوت نسته، چي د ورېښتانو په خریلو سره ورېښتان بیرته پنډ، ګڼ او ډېر راځي.

  
تور ورېښتان تقریباً ۱۱۰۰۰۰ وي او ژیړ ورېښتان تقریباً ۱۴۶۰۰۰ وي. 


د انسان پوست


د انسان د پوست پر یوه انچ مربع اندازه باندې ۱۳۰۰ عصبي حجري دي. 


د انسان په ټول بدن کي تر ټولو لوی غړی د هغه پوست دی، که د یو ځوان پوست هوار کړل سي، نو ۲۰ مربع فوټه ځای به ونیسي. 


د انسان د پوست پنډوالی فرق کوي، له نیم ملي متره څخه تر ۶ ملي متره پوري پنډوالی لري.


د یوه انسان د پوست وزن تقریباً له ۸ څخه تر ۱۰ پاونډه پورې دی. 


تور پوست دومره ژر نه ګونجي کېږي لکه سپین پوست. یعني سپین پوستۍ انسانان ژر پر مخ او بدن ګونجي پیدا کوي. 


په هره دقیق کي له ۳۰۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰۰ زره پوري د پوست حجرې زموږ له بدن څخه لویږي. 


انسان په ټول ژوند کي شا او خوا ۴۰ پاونډه پوست پر خپل وجود غوړوي. 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته