تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: ایا د ګنهګار توبه قبليږي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 12, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۲۰۵)
نوم:عبدالله              
                                                                                               
د اوسېدو ځاى:؟ 
سوال :  د نن څخه څلور کاله مخکي زه د یوې انجلۍ سره په مینه کي مبتلا سوم هغې نجلې پر ما باندي اعتماد وکئ او ماهم داګڼله چي زه به شاید د دې سره واده وکړم له دې  سره سره شیطان موږ دې ته اړ کړو  چي موږ زنا ته مرتکب سولو، او دا کبیره ګناه مو سره وکړه بیا ما دا یو معمولی خبره وګڼل او د دې کار څخه دوه کاله وروسته ماپه یو بله کورنۍ کي واده وکړ د وخت په تیریدو سره هغې انجلۍ و ماته وویل چي تا خو زما ژوند برباد کړ او  واده دي هم له بل چا سره وکړ، خو ما ورته وویل چي زه به خپله ښځه راضي کړم او تا به هم واده کړم  دا مي په واقيعت سره وویل چي واده کوم دي، خو د واده څخه وروسته هم په ګناه کولو لګيا وم بالاخره ما دا هر څه د خپلي ښځي سره شریک کړل، په ابتدائي څو میاشتو کي زما ښځي زما سره ښه سلوک نه کاوه، کله چي هغه زما له دې کار څخه خبره سوه خو بیا پوه سوه چي باید ددې مسئلې حل راوباسو، د دې خبرو او لانجی دحل لپاره موږ دهغې کورته په واري واري د هغه انجلې د غوښتلو لپاره ورغلو خو پلار یې  نه مني او کله چي زه په هوښ کي سوی يم ما له دې ګناه څخه توبه وکړه بيا مي د هغې انجلۍ دغوښتلو لپاره خلک ورواستول، اوس د دې ګناه له امله زه خوب نه لرم . که تاسو يوه لار راوښياست ؟ 
 
 
 جواب : حامداً و مصلياً
 
د هرې ګناه د عذاب څخه د خلاصون لاره رښتنې توبه ده یعني دا چي پر کړې ګناه پښیمانه او خجله و اوسي، ګناه دم ګړی پریږدي او  ټینګ عزم وکړي چي بیا به هیڅکله هم دا ګناه نه کوم، نو تاسو هم د الله جل جلاله د رحمت په امید د الله  جل جلاله څخه د بخښني غوښتنه وکړئ، او د ځان پرده مو خوندي وساتئ.
 
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ. سورت الزمر، ایت۵۳.
 
(۲): يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَنْ يُكَفِّرَ عَنْكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيُدْخِلَكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ. سورت تحریم، ایت۸.
 
(۳): واختلفت عبارات العلماء فيها ، وأشهرها ما روي عن عمر وابن مسعود وأبي بن كعب ومعاذ بن جبل رضي الله عنهم ، وروي مرفوعا أن التوبة النصوح هي التي لا عودة بعدها كما لا يعود اللبن إلى الضرع. وقيل: هي الندم بالقلب، والاستغفار باللسان ، والإقلاع عن الذنب ، والاطمئنان على أنه لا يعود. الموسوعة الفقهیة: ج۱۴، ص۱۲۵.
 
 
جواب:مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
-----------
www.taleemulislam.net
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته