تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ښځو ډلي- مُحَرَّمَاتُ
 
  December 24, 2011
  0

د ښځو ډلي

د نكاح په مسئله كي ښځي پر درو ډلو وېشل كيږي يوه ډله هغه ښځي دي چي د هغو سره د سړي نكاح صحيح كيږي .
دوهمه ډله هغه ښځي دي چي د هغوى سره د يو وجهي او سبب لكبله د موقت وخت د پاره نكاح نه صحيح كيږي ، خو كه هغه وجه او سبب ليري سي چي د هغه په سبب نكاح نه صحيح كېدله بيا د هغي سره نكاح تړل كېدلاى سي .
دريمه ډله هغه ښځي دي چي په ټول عمر كي د هغوى سره نكاح نه صحيح كيږي ، دغو ښځو ته مُحَرَّمَاتُ وايي .

مُحَرَّمَاتُ
د سړي مُحَرَّمَاتُ هغو ښځو ته وايي چي هيڅ كله يي  د هغو سره نكاح نه صحيح كيږي .
مُحَرَّمَاتُ پر درې ډوله دي :
نَسَبِي مُحَرَّمَاتُ ، رضاعي مُحَرَّمَاتُ او صِهْرِي مُحَرَّمَاتُ
د سړي نَسَبِي مُحَرَّمَاتُ هغو ښځو ته وايي چي د نسب لكبله داسي خپلوي ورسره ولري چي هيڅ كله يې تر منځ نكاح نه صحيح كيږي لكه لور ، خور او مور .
صِهْرِي مُحَرَّمَاتُ بيا وهغو ښځو ته وايي چي د نكاح د خپلوۍ لكبله يي هيڅ كله د هغو سره نكاح نه صحيح كيږي لكه مږور او خواښې .
رضاعي مُحَرَّمَاتُ هغو ښځو ته وايي چي د شيدو  رودلو لكبله هيڅ كله د هغوى سره نكاح نسي تړل كېدلاى لكه رضاعي مور او رضاعي خور .

ماخذ: فقه المبتدي، دريم ټوک، نکاح

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته