وكَيْل چي د خپل مُوَكِّل د پاره وکالتاً تړونونه کوي هغه پر دوه ډوله دي :
لومړى : يو هغه تړونونه دي چي وكَيْل يې د تړون په مهال نسبت ځان ته کوي لکه بيع او اجاره .
دوهم : بل هغه تړونونه دي چي وكَيْل يې د تړون پر مهال نسبت خپل مُوَكِّل ته کوي لکه نکاح او طلاق .
وكَيْل چي د خپل مُوَكِّل د پاره يو شى رانيسي ، په سودا کي د مُوَكَّل و يادوني ته هيڅ اړتيا نه لري بلکي وكَيْل د سودا ايجاب يا قبول په خپل نامه کولاى سي البته مَبِيعَه د مُوَكَّل ملکيت ګرځي .
که وكَيْل د مُوَكِّل نکاح د ښځي سره تړي د نکاح ايجاب يا قبول به د مُوَكِّل په نامه کوي يعني داسي به وايي : ما پلانکۍ ښځه د خپل مُوَكِّل پلانکي د پاره وکالتا قبوله کړې ده ، ځکه د نکاح تړون بايد د مُوَكِّل په نامه وسي او که وكَيْل د نکاح ايجاب يا قبول په خپل نامه وکړي نو ښځه د وكَيْل په نکاح کي راځي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله