ژباړه: محمد قسیم عربي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د لمانځه وخت را ورسېد. رسول الله صلی الله علیه وسلم و حضرت بلال ته امر وکړ، چي د کعبې پر بام آذان وکړه. ابو سفیان بن حرب، عتاب بن اسید او حارث بن هشام د کعبې پر شا و خوا ناست وه. عتاب وویل: ”چي خدای پاک زما د پلار سره ښه وکړه، چي ددې آذان د اورېدلو پر وخت ژوندی نه دئ؛ د آذان په اورېدلو سره به هغه خورا خښمېدلی وای.“
حارث وویل: ”هو والله، که چیري زه پوهېدلای، چي دی صلی الله علیه وسلم پر حق دئ، د هغه څخه پېروي او اطاعت مي کوی.“
ابو سفیان وویل: ”هو والله، زه خپله هیڅ نه وایم او که چیري یو څه ووایم، نو دغه شګي به خامخا و هغه ته خبر یوسي.“
رسول الله صلی الله وسلم د هغوی خواته راغلی او وې فرمایل: ” قد علمت الذى قلتم "
یعني د هغه ټولو خبرو څخه چي تاسو یو له بل سره وکړې، خبر سوم او بیا ئې ټولي خبري کټ مټ و دوي ته وویلي.
حارث او عتاب وویل: ”موږ شاهدي ورکوو، چي ته د الله رسول یې. په الله قسم زموږ شاوخوا ته څوک نه وو، چي خبري واوري او تاته ئې رسولي وي. (السیرة النبویة لابن هشام)
ــــــــــــــــــــــــــــ