لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مطالعې پر مهال اړيني کړني
۱ : د مطالعې هره ناسته په څو برخو ووېشئ او د هغو ترمنځ د څو دقیقو له پاره استراحت وکړئ، تر ټولو غوره تګلاره داده، چي هري لس یا پنځوس او یا هم هري شل یا سل دقیقې استراحت وکړئ.
۲ : د مطالعې پرمهال، پرته له درسه د بل څه په اړه فکر مه کوئ.
۳ : هغه موضوعات، چي ستاسو فکر بوختوي، نو په لنډ ډول یې ولیکئ، ښایي چي مهم وي او وروسته یې په اړه فکر وکړئ.
۴ : په درس باندي د مرور پرمهال، مهمي برخي مطالعه کړئ.
۵ : په ځان کي د مطالعې ګټور عادتونه را منځته کړئ. د بېلګي په توګه د لوستلو چټکتیا.
۶ : د مطالعې پرمهال د کلمو له تلفظ کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چي ستاسو چټکتیا را کموي.
۷ : هڅه وکړئ، چي له سترګو څخه په ګټه اخیستنه مطالعه وکړئ او مطالب په ګوته سره وڅارئ.
۸ : د هغو پاڼو شمېر، چي په هر ساعت کي یې مطالعه کوئ، ثبت کړئ او وروسته هڅه وکړئ، د خپلي مطالعې چټکتیا له شته وخت سره سمه تنظیم کړئ.
۹ : د مطالعې پرمهال، په ځانګړې توګه د آزموینو په وخت کي له ګلوکوز لرونکو موادو (خوږو) څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ، لکه : ګبین (شات)، مربا او د ټولو خوړو له ډېرو خوړلو څخه ډډه وکړئ.
۱۰ : خپل د خوښې وړ درسونه له هغو درسونو سره مله کړئ، کوم چي ورسره ډېره کمه مینه لرئ.
۱۱ : د مطالبو د حفظ او ساتلو له پاره، له بېلابېلو حافظو لکه: لیدلو او اورېدلو څخه ګټه واخلئ.
۱۲ : لومړی په مطالبو باندي ځان ښه پوه کړئ، وروسته یې بیا حفظ کړئ.
۱۳ : د زده کړي له نخښو، د طبقه بندیو له حفظ کولو او د لړ لیکونو له تګلارې څخه ګټه واخلئ.
۱۴ : په عادي وخت کي، چي آزموینه نه لرئ، د شونتیا په صورت کي زده شوي درسونه نورو ته تدریس کړئ او هم له ځیرکو زده کوونکو څخه د سختو مطالبو د زده کولو له پاره ګټه واخلئ.
ماخذ: د موضوع شننه له کتاب څخه
www.taleemulislam.net