د مصیبت او غم د علاج د پاره...
د مصیبت او غم د علاج د پاره
۱: د صلاة حاجت دوه رکعته لمونځ کول، د طرېقي لپاره يې دلته کليک وکړئ.
۲: لاندي دعاء ویل:
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: د غمځپلي انسان دعا داده : اللَّهُمَّ رَحْمَتَكَ أَرْجُو فَلاَ تَكِلْنِى إِلَى نَفْسِى طَرْفَةَ عَيْنٍ وَأَصْلِحْ لِى شَأْنِى كُلَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ أَنْتَ. رواه ابوداود
ددعا ژباړه: يا الله زه بس همدا ستا د رحمت اميد لرم نو ما د سترګو د رپ په اندازه هم و خپل ځان (نفس) ته مه پرېږده (بلکه همېشه زما سره مرسته کوه) او زما ټوله کارونه او حالات را اصلاح کړې. بېله تا څخه بل معبود نسته.
۳: د حضرت یونس علیه السلام هغه دعاء ویل چي کله د ماهي په نس کي وو:
لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَکَ إِنِّی کُنْتُ مِنْ الظَّالِمِینَ.
-----------------------
سرچينه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه