سیرت نبوي (۱۶۰برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د فُرُع يا بَحران غزاء
اوس خو تاسي ته معلومه ده چي د هجرت درېیم کال داخل سو، د هجرت د درېیم کال د ربيع الآۤخر په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم په يوه بله جنګي دوره د درو سوو نفرو اصحاب کرامو په ملګرتيا د مدينې منورې و جنوبي طرف ته د قريشو ويوې قافلې ته چي د يمن څخه را رهي وه ور و وتى، چي و دغه مځکي ته بَحران ويل کيږي او د فُرُع په منطقه کي واقع دی، څرنګه چي قافله د دوى تر وتلو د مخه تېره سوې وه نو جنګ و نه سو، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه وتلو په سبب کي روايتونه مختلف دي، څوک وايي چي د قـريشو و قافلې ته ور وتلى ؤ او څوک وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته خبر ورسېدى چي د بني سُليم قبيله د مسلمانانو د جنګ دپاره سره جمع سوې ده نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو تر حملې د مخه ور و وتى، بني سُليم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ورتګ خبر سوه سره وپاشل سوه او ولاړل، خو اول روايت صحي دى ځکه د بني سُليم د قبيلې کورونه د فُرُع و طرف ته نه دي، بلکه بني سُليم په نجد کي پراته وه.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net