تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
راهب: زموږ د حماقت په وجه به ټول مسلمانان سي
  تعلیم الاسلام
  January 14, 2017
  0

  لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه ۲۳/۱۰/۱۳۹۵

 
د کاتولیک کلیسا یوه مشهور راهب (کارلو لیبراټي) خپلو پیروانو ته اخطار ورکړی دی چي ایټالیا به ډير ژر زموږ د حکومت د حماقت په وجه په اسلامي نظام بدل سي.
 
د عیسایانو په مشهور او مرکزي ښار روم کي یوه عیسايي راهب خپلو پیروانو ته ویلي دي چي: زموږ د حماقت په وجه به د روم ټول وګړي مسلمانان سي!
 
نوموړي وویل چي د مسلمانان د شمېر زیاتیدو، د عیسايي دین څخه د مخ اړولو، سیکولرزم اختیارولو او کلیسا ته د وخت نه ورکولو په وجه به اسلام په اروپا کي تر ټولو ادیانو مخ ته سي.
 
وروسته وايي: " زموږ د حماقت په وجه به په راتلونکي لسو کالو کي تاسو ټول مسلمانان یاست ځکه ایټالیا او اروپا مشرکانه او ملحدانه ډول ژوند کوي. دغه ډول کړني د اسلام په ګټه تمامیږي. موږ ډیر کمزوري عقیده لرونکي عیسایان یو، کلیسا نن سبا سم فعالیت نه کوي، غونډي او جلسې يې د خلګو څخه خالي وي.
 
مسلمانان اولادونه لري خو موږ یې نلرو، موږ مخ پر زوال یو او دا ټول د اسلام په ګټه تمامیږي."
 
نوموړي راهب په خپله وینا کي وویل: زه یو راهب یم، که نه وای نو ما به پر چوکو لاریونونه کولای.
 
د یادوني وړ ده چي په ۱۹۷۰ کي ۲۰۰۰ مسلمانان په ایټالیا کي اوسیدل خو اوس تر ۲ میلونه زیات سوي دي.
 
اسلام الحمدلله په درسته نړۍ کي ورځ تر بلي زیات شمېر غیرمسلمانان جلبوي چي په راتلونکو څو لسیزو کي به اسلام د نړۍ تر ټولو زیات شمېر لرونکی دین وګرځي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته