نبوي سیرت (۴۲ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د واده د حرامو رواجو او د فسق د محفلو څخه حفاظت
رسول الله ﷺ تر نبوت او رسالت د مخه د ځوانۍ په وخت او موده کي د الله عزوجل په ساتنه د هر شر او هر ناوړه کاره څخه ساتل سوى ؤ، يواځي دا نه چي د شرک او د بتانو د عبادت څخه ساتل سوى ؤ بلکه د هر هغه عادي او کوچني شيانو څخه چي فقط يوه اخلاقي خِدشه به پکښې موجوده وه د هغو ټولو څخه رب عزوجل ساتلى ؤ، هغه کارونه چي په اهلِ مکه کي هيڅ عيب نه بلل کېده او د ژوند عادي کارونه وه بيا هم الله عزوجل خپل رسول ﷺ د هغو کارو څخه ساتلى ؤ چي د هغې جملې څخه به څو شيه در ته بيان سي:
اول: رسول الله ﷺ هیڅکله د فسق او فجور ځاى ته نه دى حاضر سوى، د رقص او غنا، موسيقۍ او عياشۍ و مجلس ته هيڅکله نه دى ورغلى.
يو وخت رسول الله ﷺ او د ده د چوپانۍ ملګري تر مکې مکرمې دباندي پسونه پېول، رسول الله ﷺ د ليري څخه د واده ساز او آواز واورېدی او په ټول عمر يې دغسي محفل نه ؤ ليدلى نو يې و هغه خپل ملګري ته و ويل: ما تر اوسه واده نه دى ليدلى، نن شپه ته زما پسونه ګوره او زه به ولاړ سم چي دغه واده و وينم، هغه ويل ښه دى، ملګرى يې د پسو سره پاته سو او محمّد ﷺ ور رهي سو چي واده او د هغه ساز و ويني، خو كله چي په دغه مجلس کي کښېنستى فوراً خوب پر غالبه سو او بيده سو، رسول الله ﷺ فرمايي: بل شي نه کړم را ويښ مګر د لمر حرارت او ګرمۍ، سهار لمر راختلى را ويښ سو او ټول خلك تللي وه، د دغه واده يې هيڅ و نه ليدل.
بله ورځ بيا واده دى بيا يې و هغه خپل ملګري ته و ويل: چي هغه شپه خو ما هيڅ و نه ليدل او نه مي واورېدل ځکه بيده سوم نن به ولاړ سم او ته زما پسونه ګوره، هغه ويل: ښه دى ولاړ سه، بيا چي راغلى د اول کښېنستلو سره خوب پر غالبه سو او بيده سو، سهار د لمر تر راختلو وروسته را ويښ سو، نو رسول الله ﷺ پوه سو چي دغه ودونه او مجلسونه زما دپاره نه دي، ځکه هلته د فسق او فساد کارونه کېدل.
خو د ډير افسوس ځاى دى چي تر نن ورځي پوري په ودو او ښاديو کي دغه د فسق او فساد کارونه دوام لري، فلمونه او عکسونه، ساز او رقص، اسراف او سيالي، لڅ کالي او کفري موډونه، دغه حرام کارونه د ودو شرطونه ګرځېدلي دي، نوى کور او نوى فاميل جوړيږي خو متأسفانه شروع او تاداو يې په ګنهو او د الله عزوجل په نا فرمانيو ايښوول کيږي او بيا وايي: اولاد مي صالح او زما په خوله نه دى، د ښځي سره مي ژوند تريخ دى، پوروړی او دربدره یم، په ژوند کي مي خوشالي نسته.
وروره! دا ته يې چي دغه ژوند دي د ځان دپاره خوښ او اختيار کړى دی، دا ستا د هغو ګناهو او نا فرمانيو نتيجه ده چي د دغه کور د جوړولو په شروع کي دي کولې، ته نه وينې؟ كله چي آدم علیه السلام د هغه منعه سوي وُني څخه خوړل وکړه څه ورته پېښه سوه؟ د جنت څخه وايستل سو، د خپلي زوجې څخه په کلو کلو جلا سو، دا فقط يوه نا فرماني وه او موږ په يوه واده کي سل نا فرمانۍ کوو.
نن ورځ خلك د واده د نېک او مبارک نامه څخه بده استفاده کوي او د ناجائزه کارو وسيله يې ګرځوي، هر هغه واده چي په هغه کي حرام کارونه و نه سي واده يې نه بولي، هو! په واده کي د نجونو د پاره يو څه وخت د دريو ټکول روا دي (نه داسي لکه موږ چي په شپو او هفتو مو سازونه او رقصونه شپه تر سهاره دوام لري) په واده کي خوشالي مطلوب او جائزه ده، زموږ دين د غم او مصيبت دين نه دى مګر هغه حرام مظاهر او مناظر، دغه لڅ کالي او ببر سرونه، هغه ساز او رقصونه، بلکه ټول هغه کارونه او عملونه چي د فسق او فساد، د اسراف او سياليو څخه خالي نه دي! بايد پريږدو.
نو رسول الله ﷺ د دغسي مجالسو څخه په الْهي ساتنه سره وساتل سو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند