تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د جنت ویالې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 13, 2021
  0

د جنت ویالې 


لیکنه: عبدالرحیم راشد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


په سورت محمد کي الله تعالی فرمايي: «مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ…»(سورت محمد/۱۵)


ژباړه: د پرهېز ګارانو لپاره چي د كوم جنت وعده سوېده د هغه شان خو دا دى، چي په هغه كښې به ويالې بهېږي د صافو اوبو او ويالې به بهېدونكي وي د داسې شيدو چي په خوند كښې به يې هيڅ توپير نه وي راغلى ، ويالې به بهېدونكي وي د داسي شرابو چي د څښونكو لپاره به لذت بخښوونكي وي ، ويالې به بهېدونكي وي د صافو رڼو شاتو، په هغه كښې به د هغو لپاره هر راز مېوې وي او د هغو د رب لخوا بخشش ( ايا هغه څوك چي د هغه په باب دغه جنت رسېدونكى دى ) د هغو خلكو په څير كېداى سي چي په دوږخ كښې به تل اوسېدونكي وي او په هغو باندي به داسي ګرمي اوبه څښل کیږي، چي د هغو كولمې به غوڅي، غوڅي كړي؟


نو دا څرګنده سوه، چي په جنت کي څلور ډوله ویالې دي؛ 


۱: د اوبو ویاله ،
۲: د عسلو ویاله، 
۳: د شیدو ویاله، 
۴: او د شرابو ویاله.


د حضرت ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلي الله علیه وسلم وفرمایل: چي د جنت ویالې د مشکو د غرونو له لاندي څخه راوځي.


او حضرت سماک رحمه الله چي د عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما شاګرد دی ، فرمايي: چي ما په مدینه منوره کي له حضرت عبدالله ابن عباس رضي الله عنهما سره ملاقات وسو او و مي پوښتل: چي د جنت ځمکه څرنګه ده؟ هغه وفرمایل: چي د سپینو زرو ځمکه ده، داسي سپينه ده لکه هینداره.


ما وپوښتل: چي د هغې رڼا څرنګه ده؟


نو هغه راته وویل: ایا تا هغه وخت نه دی لیدلی چي لمر راختلو ته نږدې معتدله رڼا وي، نو د جنت همداسي رڼا ده، مګر هغه رڼا کي نه د ګرمۍ او نه د یخنۍ نښه وي.


ما وپوښتل: د هغه ویالې به څرنګه وي؟ ایا په کندو کښې دننه جاري وي؟


هغه وویل: په کندو کي


جاري نه دي بلکي په هواره ځمکه باندي جاري وي او په خپل ځای داسي جاري دي، چي ( د خپل حد او) له شاوخوا څخه نه خپرېږي، الله تعالی دې ویالو ته وفرمايي: چي تیار سئ، نو هغه جاري سي.


ما پوښتنه وکړه: چي جنت کي جامې به د څه شي څخه جوړي وي؟ هغه وفرمایل: جنت کي یوه ونه ده چي هغه کي د انار په ډول مېوې دي، کله چي د الله تعالی دوست (جنتي) د هغه څخه د جامو اخیستلو اراده وکړي، نو د هغه څخه به څانګه(ښاخله) ده ته راسي او وبه چوي چي د هغه څخه به ډول، ډول اویا(۷۰) جوړې راووځي بیا به بېرته هغه څانګه یوځای سي او خپل ځای ته به بېرته ولاړه سي.
(الترغیب والترهیب رواه ابن ابی الدنیا موقوف باسناد حسن ج۴ص۵۱۸)

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته