تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ذات السَلاسل سريه
  تعلیم الاسلام ویب پانه
  February 7, 2021
  0

سیرت نبوي (۲۵۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د ذات السَلاسل سريه

 

(ذاتُ السَلاسل) د يوه ځاى نوم دى چي د وادي القُرْى و شا ته پروت دى خو ابن اسحاق وايي: د مسلمانانو دغه ټولۍ یا سريې د جُذام د قبيلې په مځکه کي پر يو اوبو واړول چي و دغو اوبو ته سَلسَل ويل کېده، نو ځکه و دغه سريې ته د (ذاتُ السلاسل سريه) و ويل سوه، د ذات السلاسل سريه د مُؤته د جنګ د نتائجو څخه ده، د مؤته جنګ د هجرت د اتم کال د جمادي الاول په مياشت کي ؤ خو د دغه کال د جمادي الاْۤخري په مياشت کي يعني: د مؤته تر جنک يوه مياشت وروسته دغه سریه و هغي  منطقې ته و لېږل سوه چي و مؤته ته نژدې وه. 


د دغي سريې د لېږلو دپاره علماء کرام دوه سببه بيانوي څوک وايي: كله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د هغو عربي قبيلو کومي چي د شام پر حدودو اوسېدلې موقف او دریز د مؤته په جنګ  کي ور معلوم سو چي دغه قبيلې د مسلمانانو پر ضد د روم سره يو ځاى سوې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې دپاره يو اشد ضرورت حس کړى چي د يوه داسي حکمته څخه کار واخلي چي په هغه حکمت سره د دغو قبيلو او د روم په منځ کي تفرقه او جلا والى را ولي چي د بل وار دپاره د مسلمانانو پر ضد دومره لوى لښکر نه سي سره يو ځاى او د دې پر ځای چي دغه قبيلې د روم سره اتحاد و لري بايد د مسلمانانو سره يې ولري، نو ځکه يې د دغي نقشې د عملي کولو دپاره عمرو بن العاص رضی الله عنه  اختيار کړى، ځکه د عمرو بن العاص رضی الله عنه  د پلار مور په دغو قبيلو کي د بلى د قبيلې څخه وه، نو يې عمرو بن العاص رضی الله عنه  د مؤته تر جنګ یوه میاشت وروسته د هجرت د اتم کال د جمادي الاْۤخري په مياشت کي و دغي منطقې ته ولېږى.


او ځيني علماء وايي: د مدينې منورې استخباراتو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر را وړى چي د قضاعه قبيلې خلک راټول کړي دي غواړي چي پر مدينه منوره حمله وکړي خو په حقيقت کي ښايي دغه دواړه سببه موجود وه، هغه اول سبب خو مو درته بيان کړی او اوس به دغه دوهم سبب په تفصيل سره درته بيان سي: 


هلته يوه قبيله وه چي د قضاعه قبيله ورته ويل کېده، دغي قبيلې و شام او د غسان و قبيلو ته نژدې ژوند کاوه، کله چي دغي قبيلې د مؤته په جنګ کي د مسلمانانو پر شا تلل وليدل نو د دوى هم اميد پيدا سو چي د مسلمانانو څخه غنیمتونه یوسي، نو یې د دې دپاره چي پر مدينه منوره حمله وکړي تياري او آمادګي نيول او اوس په دغه کوښښ کي وه چي رومیان او غسان هم د دغي حملې دپاره د ځان ملګري کړي، و هغو ته يې و ويل: مسلمانانو په مؤته کي ستاسي څخه ماته وخوړل او ولاړل، راسى چي اوس موږ د دوى پر مرکز یعني مدینه منوره حمله وکو. 


او اول هغه څوک چي په دغه کار يې شروع وکړه هغه د قُضاعه قبيله وه.


 وروڼو! يوه فرق ته متوجه سى: د عربو يوه بله قبيله سته چي د خُزاعه په نامه سره ياديږي چي هغه اکثره مسلمانان او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  متعاهدين دي او د مکې مکرمې پرشا وخوا اوسيږي، خو دغه بيا بله قبيله ده چي قضاعه ورته ويل کيږي چي ټوله قبيله کفار وه او د شام پر حدودو اوسېدل، نو دغه د قضاعه قبيلې د مدينې منورې د حملې دپاره ځانونه تيارول او په عين وخت کي يې دا کوښښ هم کاوه چي روم او غسان دواړه د مدينې منورې د حملې دپاره را وپاروي او د ځان ملګري يې کړي. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه حرکت څخه په تشويش کي سو او ويل: که دغه موضوع دغسي پاته سي او کفار ځانونه آماده کي نو به د مسلمانانو دپاره لوى خطر وي ځکه هغه دوه لکه نفریزه  لښکر چي په مُؤته کي يې مسلمانانو ته شکست ور نه کړى ښايي اوس پر مدينه منوره راسي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  غوښته چي د مخه تر دې چي دغه موضوع لويه سي بايد هلته په خپله ځانګو کي مړه او فيصله سي او قضاعه په خپل مقصد کي کاميابه نه سي، د دغه مقصد دپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو لښکر جوړکړی چي پر قُضاعه حمله وکړي، هغه قضاعه چي دغه اوس د دغه لويي حملې دپاره ترتيبات نيسي، رسول  الله صلی الله علیه وسلم  د دغه لښکر مشر او قومندان عمرو بن العاص رضی الله عنه  وټاکى. 


خالد بن وليد رضی الله عنه  د مؤته په جنګ کي د مسلمانانو د لښکر امير او قومندان سو حال دا چي د ده د اسلام فقط څلور مياشتي کېدې او اوس عمرو بن العاص رضی الله عنه  د مسلمانانو د لښکر امير او قومندان مقرره کيږي حال دا چي د ده د اسلام فقط پنځه مياشتي کيږي. 
نو دا معلومه سوه چي د جنګ په آمريت کي دا خبره نه ده لازمه چي دغه نفر په اسلام کي مقدم او د مخه دى يا يې په اسلام کي ډير وخت تير کړى دى بلکه خبره د لياقت او استعداد ده خو دغه خبره یواځي په جنګ پوري هم تعلق نه لري بلکه هر څوک چي په هر کار کي پوهه او استعداد ولري هغه بايد د هغه کار آمر وګرځول سي او إداره و ده  ته پرېښوول سي، يعني: کار و اهل کار ته باید وسپارل سي. د دغي سريې د جوړولو په وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و عمرو بن العاص رضی الله عنه  ته و ويل:

 

يا عمرو! زه غواړم چي د يوې سريې يا ټولۍ قومندان دي وټاکم چي هم به غنيمتونه واخلې او هم به د الله جل جلاله  څخه أجر او ثواب واخلې، مګر عمرو رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! قسم په الله ما د مال او غنيمتو دپاره ايمان نه دى راوړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: « نِعمَ المَالُ الصّالِح لِرُجِلِ الصالح » يعني: پاک او حلال مال د صالح سړي دپاره ښه دى، هو! که مال د ښه او صالح سړي سره وي ضرر نه لري ځکه هغه به یې د الله جل جلاله  په لار کي مصرف کړي، ښه او صالح انسان خپل مال د جهاد، مدرسو، کتابو، علماوو، مسجدو، څاهانو، پُلانو، شفاخانو، بلکه د عامو مسلمانانو د مصلحت دپاره مصرفوي، خو که د فاسد او فاجر انسان سره مال موجود وي يا خو به بخيل وي چي د ده د ماله څخه به کومه فايده او مصلحت نه سي حاصلېدلاى، يا به مُضر او تاواني وي، ځکه د فاجر او فاسد سړي سره د مال د مصرفولو لاري معلومي دي، پر سينماوو، پر شراب خانو، زنا خانو، ظُلم او استبداد، تکبر او خود نمايي، فخر او سياليو به مصرفيږي، يا به د حق د منعه کولو په لار کي استعماليږي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: پاک او حلال مال د صالح سړي دپاره ښه دى.

 


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو کوچنئ لښکر جوړکړی چي ټوله درې سوه نفره وه او د دغه لښکر قومندان يې عمرو بن العاص رضی الله عنه  وټاکى، خو په دغه  لښکر کي د صحابۀ کرامو مشران هم موجود وه، که څه هم د عمرو بن العاص رضی الله عنه  د اسلام پنځه مياشتي کېدې خو په دغه لښکر کي د ده تر امر لاندي لوى او مشرفه اصحاب کرام موجود وه، چي د هغې جملې څخه ابوبکر الصِدِّیق، سعد بن ابي وقاص، اُسيد بن حُضير، سعد بن عُباده(رضي الله عنه) او داسي نور موجود وه، عمرو بن العاص رضی الله عنه  د دغه لښکر سره د مقصد پر طرف حرکت وکړی د شپې تګ کوي او د ورځي پټيږي، ترڅو د قضاعه و قبيلې ته ور نژدې سوه، خو دلته و عمرو رضی الله عنه  ته خبر راغلى چي قضاعه ډير لوى او مجهز لښکر جوړکړى دى. 


 عمرو بن العاص رضی الله عنه  د قضاعه پر قبيله حمله و نه کړه بلکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې نفر وليږل چي په حال يې خبرکي او مرسته ځني وغواړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم نور نفر د کومک په شکل ورته را ولېږل چي د دغه کومکي لښکر مشر او آمر ابو عبيده عامر بن جراح رضی الله عنه  ؤ او په دغه کومکي لښکر کي عمر بن الخطاب رضی الله عنه  هم موجود ؤ، اوس نو د اصحاب کرامو ټول مشران په دغه لښکر کي موجود دي، کوم وخت چي دغه کومکي لښکر رهي کېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم  ابو عبيده رضی الله عنه  ته و ويل: د عمرو سره اختلاف مه کوه. 


دغه د مرستي ډله و عمرو بن العاص رضی الله عنه  ته ور ورسېدل،كله چي د لمانځه وخت سو ابو عبيده رضی الله عنه  غوښته چي د مخه سي يعني: د لمانځه امام سي ځکه دئ امير دى او دا هم معلومه خبره وه چي د خلکو امامت به د هغو امير کاوه، و دې ته نه کتل کېده چي هغه حافظ دى که نه دى دا بيا بله خبره ده خو اصلاً امامت د امير حق ؤ، څرنګه چي ابو عبيده رضی الله عنه  د دغي کومکي ډلي امير ؤ غوښتل يې چي د مخه سي مګر عمرو بن العاص رضی الله عنه  ورته و ويل: يا ابا عبيده! ته زما كومك يې امير نه يې، امير زه يم او خلکو ته زه لمونځ ورکوم، ابو عبيده رضی الله عنه  و ويل: رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر کړى يم چي ستا سره بايد اختلاف و نه کړم (د مخه سه) نو د لښکر عمومي قومندان عمرو بن العاص رضی الله عنه  ؤ او د اصحاب کرامو لوى لوى مشران د ده تر امر لاندي وه حال دا چي دئ نَوَى مسلمان دى او د اول وار دپاره د لښکر امير مقرريږي، فقط پنځه مياشتي د مخه د کفارو د رئيسانو څخه ؤ او اوس د مسلمانانو آمر دى، خير لښکر د قضاعه پر طرف ور رهي دى د شپې تګ کوي او د ورځي پټيږي څو بالکل و قضاعه ته ور نژدې سوه.


اوس چي د دوى او قضاعه په منځ کي ډيره لږ فاصله پاته ده شپه ده او ډير شديد يخ دى، دا هغه شپه ده چي سبا حمله کيږي خو په دغه شپه عمرو رضی الله عنه  ټول لښکر د اور بلولو څخه منعه کړى، خلک د يخه څخه ډير په عذاب سوه، تاسي پوهېږى چي په دښت کي يخ ډير شديد وي خاصتاً دغه منطقه چي د شام حدود دي ډيره يخه ده او بيا اور هم نه وي، نو خود ټول لښکر د يخه څخه په عذاب او تکليف ؤ، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  د طاقته و وتل او عمرو رضی الله عنه  ته ورغلى ويل:

 

يا عمرو! خلک دي په تکليف کړه پرېږده چي اور بل کړی، عمرو رضی الله عنه  ويل: يا! قسم په الله يو نفر به هم اور نه کي بل، عمر فاروق رضی الله عنه  په قهر او غُصه بيرته ځني راغلى، خير شپه تېره سوه سهار سو، په شپه کي پر عمرو بن العاص رضی الله عنه  د جنابت غسل لازم سوى ؤ پسله استنجاء څخه يې تيمم و واهه، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  وليدى چي عمرو تيمم وهي، ويل ولي تيمم وهې؟ عمرو رضی الله عنه  ويل: پر ما د جنابت غسل لازم سوى دى، عمر رضی الله عنه  ويل: اوبه موجودي دي، عمرو ويل: يا په اوبو غسل نه کوم، ويل: څنګه غسل نه کوې؟

 

اوبه چي موجودي وي تيمم نه دى روا، عمرو رضی الله عنه  ويل: ډير زورور يخ دى غسل نه سم کولاى، خير تيمم يې و واهه او خلکو ته يې هم په دغه تيمامه لمونځ ورکړی، اوس نو پر مسلمانانو دغه د ده کارونه نور هم درانه سوه، عمر بن الخطاب رضی الله عنه  ته قهر ورغلى مګر بيا هم غواړي چي د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  سره مشوره وکړي، ويل:

 

يا ابا بکر! ته نه ويني چي عمرو څه کارونه کوي؟ ځکه عمرو رضی الله عنه  نسبت و دوى ته نوى مسلمان ؤ د دين په کارو او مسئلو دومره نه ؤ خبر لکه دوى او پر هغه سربېره په دين کي او د دین په کارو کي پر دوى آمريت کوي او داسي مخالف کارونه کوي، نو ځکه مسلمانان دغه د ده په تصرفاتو نه وه راضي، مګر ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  چي په ټول عمرکي صِديق ؤ و ويل: يا عُمر! په والله که عَمرو د دغه کار دپاره تر تا بهتر نه واى رسول الله صلی الله علیه وسلم  به پرتا نه واى آمر کړى.


 دغه د صديق اکبر ژوند، عقيده او حالت ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر دغه اختيار بلکه د هغه صلی الله علیه وسلم  پر هر تصرف يې پوره اطمينان درلودی، نو عمر رضی الله عنه  د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په دغه جواب چپ او ساکت سو څه یې و نه ویل. 


كله چي مسلمانان د سهار د لمانځه څخه فارغه سوه، مسلمانانو د عمرو بن العاص رضی الله عنه  په امر د قُضاعه پر قبيله په يوه وار حمله وکړه، حمله ډيره شديده او يو ځايي وه د قضاعه د قبيلې هيڅ دا خيال او ګمان نه ؤ چي مسلمانان دي پر دوى حمله وکړي، جاسوسانو يې هم خبر نه ؤ ورته را وړى دا حمله ناڅاپه وه، د قضاعه خلکو په تېښته شروع وکړه بالکل د خپلي منطقې څخه و وتل، خپله مځکه او قبيله يې پرېښوول، مسلمانان په پسې دي وژني يې بنديان ځني نيسي، په دغه وخت کي عمرو بن العاص رضی الله عنه  امر وکړی چي پرې يې ږدى او ځني را وګرځی. 


دلته بيا مسلمانان ناراضه سوه وايي موږ اوس پر کاميابه سوو پرېږده چي بنديان ځني ونيسو، وې وژنو، هغه دي دوى تښتي، عمرو رضی الله عنه  ويل: يا! پرې يې ږدى او ځني را وګرځی، مسلمانان نور هم د ده په دغه امر سره ناراضه سوه، ويل: ممكن ټوله قبیله بنديان ونيسو، خو ده رضی الله عنه  امر وکړی چي ځني را وګرځی، مسلمانان که څه هم ناراضه وه خو د خپل امیر اطاعت یې وکړی او را وګرځېدل، هغه شيان چي د قضاعه په قبيله کي موجود وه لکه پسونه، اوښان او نور سامانونه چي دوى را وړلاى سواى هغه يې په غنيمت واخستل او د غنيمتو سره بيرته مدينې منورې ته راغله. 


کوم وخت چي لښکر مدينې منورې ته ورسېدى مسلمانانو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د عمرو رضی الله عنه  د اعمالو او تصرفاتو څخه شکايت وکړی چي د دوى سره يې داسي او داسي کول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمرو رضی الله عنه  راوغوښتى او ويل: يا عمرو! ولي دي خلک په تکليف کړه چي د اور و بلولو ته دي نه پرېښوول؟  عمرو رضی الله عنه  و ويل:

 

يارسولَ الله! زموږ شمېر او عدد لږ ؤ، قُضاعه او هغه کسان چي د دوى ترشا ولاړ وه که په موږ خبر سوي واى والله موږ ټول به يې وژلي واى، نوکه موږ اور بل کړى واى يقينًا او بېله شکه هغه په موږ خبرېدل او قسم په الله چي بيا به مو نجات نه واى پيدا کړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صَدَقتَ، رشتيا او صحي دي و ويل. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا ورته و ويل: ولي دي د خلکو امامت وکړی او تا تيمم وهلى ؤ؟ حال دا چي اوبه هم درسره وې، عمرو رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! دومره زورور او شديد يخ ؤ که مي غسل کړى واى هلاکېدم، مړ کېدم او الله جل جلاله  فرمايي: 
وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ. [البقره:195] يعني:خپل ځانونه په خپل لاس په هلاک کي مه اچوى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: صَدَقتَ. 

 

بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ولي دي خلک د بنديانو د نيولو څخه منعه کړه؟ عمرو رضی الله عنه  و ويل:يا رسولَ الله! که دوى په هغو پسي تللي واى سره پاشل کېدل او که پاشل سوي واى بيا دښمن را باندي غالبه کېدى، دا نه ده صحي چي موږ په داسي مځکه کي چي هلته زموږ دښمنان ډير وي يو يو او سره وپاشل سو، په داسي ځاى کي چي د دښمن شمېر زيات وي لښکر بايد سره يو ځاى وي او ما هم دغه امر ورته کړى دى چي را ټول سى مه سره پاشل کېږى، بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و فرمايل:

 

صدقتَ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د عمرو بن العاص رضی الله عنه  ټول تصرفات او اوامر صحي او پرځاى و بلل او هغه يې ور تائيد کړه. 
دغه لښکر د قضاعه د قبيلې څخه په لسهاوو نفر و وژل او ډير غنيمتونه يې ځني راوړل، دغه جنګ د خپل لوى والي سره سره او هغه ډيره وژنه چي يې په قضاعه کي وکړه بيا هم د مسلمانانو څخه يو نفر نه شهيد سوى ؤ او نه زخمي سوى ؤ، بېله يوه نفره څخه چي زخمي ؤ او د هغه زخم هم ډير سپک او عادي ؤ، هغه چي وايي: (زموږ قواوي و خپل مرکز ته سالمي را وګرځېدې) دلته په دغه جنګ کي دغه خبره حقيقت او پر ځاى وه، هيڅ خلاف او درواغ پکښي نه وه.


 دا د عمرو بن العاص رضی الله عنه  عسکري پوهه او قدرت ؤ چي د اول وار دپاره په سريۀ ذات السلاسل کي ښکاره سو او په وروسته کي بيا د ده عسکري عظمت د مصر په فتحه کولو کي ښکاره او روښانه سو چي د مصر هغه لويه او کاميابه فتحه هم د عمرو بن العاص رضی الله عنه  پر لاس وسوه. 


دغه د مصر د فتحه کېدلو واقعات به په هغه سلسله کي واورى کومه چي زما د طرفه د (صديق او فاروق  رضي الله عنهما  سيرت) په نامه سره نشر سوې ده. 


دا ټوله هغه مهم واقعات وه کوم چي د حديبيې د صلحي او د مکې مکرمې د فتحي په منځ کي پېښ سوي دي، خيبر فتحه سو، شا وخوا سريې ولېږل سوې، پاچهانو ته رسالې ولېږل سوې او بيا د مکې مکرمې تر فتحي د مخه يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه چي هغه د خَبَط سريه ده او دغه د خبط سريه به موږ ته هغه فرق را وښوي کوم چي د مسلمانانو په ژوندکي د مکې مکرمې په فتحه سره راغلى چي د مکې مکرمې تر فتحي د مخه او بيا تر فتحي وروسته د مسلمانانو ژوند څومره فرق وکړی، 


که څه هم د مکې مکرمې تر فتحي د مخه ډيري قبيلې و اسلام ته داخلي سوي وې او ډير خلک د اسلام تابع سوي وه، مسلمانانو ډيري فتحي کړي وې، خو بيا هم په مسلمانانو کي اقتصادي ضعف موجود ؤ، غريبي او مسکنت پکښي زيات وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر اوسه د هغو قبيلو په مقابل کي مقاومت کاوه چي تر اوسه و اسلام او مسلمانانو ته په کمين کي ناستي وې او په موقع پسي ګرځېدې، مثلاً ټولي هغه قبيلې چي د خندق په غزاءکي د مسلمانانو پر ضد سره يو ځاى سوي وې، هغه ټولي د اسلام دښمني وې او همېشه به يې په موقع پسي کتل چي کله به پر مدينه منوره حمله وکو، اسلام او مسلمانان د بينه يوسو، يا لږ تر لږه يو ضرر او تاوان ور ورسوو.


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته