یوه ورځې علي رضی الله عنه ته یو سړی راغی او د ګېډې د درد څخه يې سر ټکاوه. نو هغه ورته یو علاج بیان کړ هغه دا چې د خپلې مېرمنې د مهر څخه د هغې په پوره اخلاص سره څه مال واخله چي (هَنِيئًا مَّرِيئًا) دی، او شات ورباندې خریداري کړه چې الله جل جلاله په (فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ) لقب باندې یاد کړي دي، او د باران اوبه (مَاءً مُبَارَكًا) ورباندې وراضافه کړه، کله چې هَنِيئًا ، مَّرِيئًا ، شِفَاءٌ ، مُبَارَكًا څلور واړه سره راټول شي نو ان شاءالله ګېډه به دې روغه شي. نو نوموړي سړي دا کار وکړ او د ګېډې د درد څخه خلاص شو. (۱)
زمونږ امید دا دی چې په همدې دوايې باندې به د هغو ناروغیو چې معالجه يې ستونزمنه وي، تداوي وشي ان شاءالله تعالی.
ماخذ: عزیزالتفاسیر: ج۳ ، ص۶۶
ــــــــــــــــ
(۱)روح المعاني ج،۴ ص۲۰۰