تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
موسیقي په اسلام او ساینس کي (لومړۍ برخه/ سریزه)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 8, 2024
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


موسیقي په اسلام او ساینس کي 
(لومړۍ برخه) 
سریزه 


یادونه: محترم استاد عبدالغفار جبیر چي د اسلام او ساینس، نبي کریم صلی الله علیه وسلم د غیرمسلمانانو په آند، د ملحدینو د اعتراضاتو جوابونه، پر اسلام د اعتراضاتو علمي جوابونه او دې ته ورته نور کتابونه يې لیکلي په اولس کي خورا محبوبیت او ارزښت لري او ډېری کسان يې د لوستلو هیله، د ده د کتابونو یاد محبوبیت ته په کتو او د ځینو لوستونکو د غوښتني په اساس د تعلیم السلام ویب پاڼي اداره د نوموړي (موسیقي په اسلام او ساینس کي) کتاب برخه برخه نشروي، هیله ده دیني تنده مو په ماته سي.   

 

الحمدلله ثم الحمدلله چي ددې ښکلې لړۍ (اسلام او ساینس) دغه اووم کتاب دی، چي چاپیږي، له دې کتاب څخه مخکي (اسلام او نوي ساینسي څېړنې ۱، ۲، ۳، ۴) چاپ سوی دي، علاوه (روژه په اسلام او ساینس کي، حجاب په اسلام او ساینس کي) هم چاپ سوي دي.


دا چي د اسلام دوښمنان پر اسلام باندي اعتراضونه کوي او خپل باطل شبهات ښکاره کوي، له همدې کبله موږ کلک هوډ کړی دی چي د دوی دا شوم اهداف په نطفه کي خنثی کړو او ځواب یې هم په نقل او هم په عقل سره ورکړو، نو ځکه موږ کوښښ کوو چي په داسي مسائلو کي له قرآنکریم، احادیث نبویه او اوسني ساینس کي څخه په استفادې حق روښانه او باطل له منځ یوسو او امت مسلمه ته دا جوته کړو، چي په اسلام کي چي کوم شی حلال دی هغه له اُخروي ګټو سره – سره دُنیوي ګټې او نېکمرغۍ هم لري او هغه څه چي په اسلام کي حرام دي هغه له اُخروي تاوانو سره – سره دُنیوي نقصانونه او مشکلات هم لري، په اسلام کي هیڅ داسي حکم نسته چي د حلت په صورت بې ګټې وي او د حرمت په صورت کي بې تاوانه وي، دا ځکه چي اسلام د ژوند یوه بشپړ ضابطه او د فطري شریعت سره سمه یوه درسته او مستقیمه تګلاره او مسیر دئ.


د اسلام سره د فکري جګړې په ډګر کي په ځانګړي ډول سره مستشرقین، ملحدین، سیکولران، هیومنستان، فیمنستان او نور... دا کوښښ کوي چي د اسلامي امت د ځوان قشر دماغ ته په اسلام کي د شبهاتو او شکوکو سافټویر انسټال کړي، تور ورته سپین او سپین ورته تور ښکاره کړي، نو ځکه دغه د اسلام دوښمنان د اسلامي امت د ځوان نسل په ذهنو کي داسي زهرجن شبهات داخلوي، چي د دوی د ګمراهۍ او هلاکت سبب ګرځي.


داچي دا کتاب صرف (موسیقي په اسلام او ساینس کي) ده نو ځکه په دې کتاب کي موږ کوښښ کړی دی چي د موسیقۍ حرمت په قرآنکریم، مبارکو بې شمېرو احادیثو ، د فقهاء په اقوالو کي ثابت کړو، علاوه له دې څخه په دې کتاب کي د موسیقۍ ناوړه روحي او جسماني نقصانات په اوسني ساینس کي هم ورسره یو ځای سوي دي.


لوی خدای جل جلاله دي وکړي چي دغه کوچنی کتاب د اسلامي امت په ځانګړي ډول سره د افغاني ټولنې د ځوان قشر لپاره یو لارښود او د هغو اشخاصو لپاره چي د اسلام د دوښمنانو تر اغیزو لاندي راغلي وي د هغوی لپاره د هدایت سبب وګرځي. امین


غوښتنه


د قلم د څښتنانو څخه مي لطفاً دا هیله ده چي دا کتاب و نورو ژبو ته و ژباړې، خپور یې کړي ، تر څو زموږ لپاره خیر جاري او ددوی لپاره د آخرت پوره توښه وګرځي.


نور بیا...

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته