تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تظاهري او حقیقي ادعاګاني
 
  February 22, 2015
  0
لیکوال: نثار احمد صمد، کاناډا

حاتم اصم (رحمه الله) فرمايلي دي : 

څوک چي د څلورو شيانو پرته د نورو څلورو شيانو ادعا کوي ، ادعا یا دعوه یې باطله ده . 

لومړی : څوک چي د الله پاک د عبادت دعوه کوي ، خو د حرامو شيانو څخه پرهیز نه کوي دعوه يې باطله ده . 

دوهم : څوک چي د رسول الله (صل الله علیه وسلم) د محبت دعوه کوي ، خو مسکينان حقير او خوار ګڼي دعوه يې باطله ده .

دریم : څوک چي د جنت دعوه کوي ، مګر خيرات یا صدقه نه ورکوي دعوه يې باطله ده .

 څلورم : څوک چي د دوږخ د بيري دعوه کوي ، خو د ګناهونو څخه ځان نه ساتي دعوه يې باطله ده . 

هو ، څومره لوی درس ، لوی پند او لوی نصیحت ! په رښتیا هم که موږ او تاسی د الهی عبادت دعوه او د اسلام ټیکه داري کوو خو حرام اعمال هم کوو یا حرام خواړه هم خورو نو ادعا مو کورټ درواغ ده .

 که د نبي کریم (صل الله علیه وسلم) د انس او میني ادعا کوو خو بیوزلي په باک نه راوړو نو کورټ درواغ وایو . که د اسلام ټینګه ادعا کوو خو هیڅ صدقه یا خیرات نه ورکوو ( یا هغه په ریا او میلمستیا سره کوو ) نو درواغ وایو .

او که له دوږخه د بیري څرګندونه کوو خو مسلسل ګناهونه هم کوو ، ظلم کوو ، خیانت کوو ، قتل کوو ، د بل حق خورو ، غرور کوو ، قوم پالنه او بد پالنه کوو نو درواغ وایو.

 آیا ښه به نه وي چي تیرهیر کړو ؟ ځکه ، هغو بېله تاوانه څه ګټه رارسولې ده ؟ که لږ په ګرېوان کي وګورو ، بس یوه پاکه اراده او قلبي فیصله غواړي نه بل څه .

نو الله (جل جلاله) دي د هر مسلمان منجمله افغان دغسي تظاهري او نمایشی ادعاګانی په اصلي او حقیقی ادعاګانو سره بدلي کړي .

منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ لومړی ټوک ؛ ۲۰۱۲ ) ؛ ۲۴۹ ـ ۲۵۰ مخونه .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته