احسان ربي انفال
د مرغانو په څېر والوتل د کبانو په څېر يې په اوبو کي تگ او راتگ وکړ د کال کاريې په مياشت کي د مياشتي کاريې په اونۍ کي او د اونۍ کاريې په ورځ کي وکړ، د ژوند هر راز اسانتياوي يي برابري کړې، انسان ته يې نوى ژوند ورکړ او دانسان وېر جن ژوند ته يې د پاى ټکى کښېـښود او د هغو دژوند لپاره يې ډول ډول وسايل جوړ کړل خو زړه يې پر قرارنه سو او نه يې د روح ارامي تر لاسه کړه.
هغه وګړي چي نه په هوا ولاړل، او نه د اوبو تل ته، نه يې د انسان د ژوند د اخيستلو طمع وکړه او نه يې د نړۍ پر وسايلو عقيده وکړه بلکي يوازي يې پر خپل خالق ايمان درلود او هر خير وشر يې د هغه د لوري باله او دهغه د رضا لپاره يې هلي ځلي کولې او هر ډول ستونزي او زحمتونه يې ګالل ، خود زړه سکون او د روح ارامي يې ترلاسه کړل ، هو دا د يوه مسلمان ژوند دى .
تعلیم الاسلام مجله، ۶ ګڼه