تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
څه وخت مطالعه وکړو؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 22, 2020
  0


ژباړه: بلال جبارزی


دا چي مطالعه باید څه وخت وسي، دا خورا يو اوږد بحث دی. سهار دي وسي؟ ماپښين دي وسي؟ ماښام دي وسي؟ او که يا ددې وختونو په منځ کي؟


چي رښتیا سي په علمي لحاظ هم د مطالعې لپاره چنداني مناسب وخت نه دی ښودل سوى.


دا پدې خاطر چي مطالعه ستا پرعادتونو، ستا د انرژۍ په اندازې او ستا په ورځني تقسيم اوقات پوري اړه لري.

 


 

موږ پر هغو عادي وختونو چي زياته مطالعه پکښي کيږي، څېړنه کړې ده او بيا مو هغه د ځينو خلګو د عاداتو سره پرتله کړي دي په لاندي ډول يې واضح کوو:


د مطالعې هغه مېتود به پيدا کوې چي ستا د وخت مطابق جوړ وي.


که ذهنأ قوي يې او په خاموشۍ کي مطالع خوند درکوي نو :


enlightenedسهار وختي مطالعه وکه!
سهار وختي ځکه غوره وخت دی چي خاموشي وي مطلب دا د هغو خلګو لپاره ښه وخت دی چي په خاموشۍ کي مطالعه خوښوي.

نو اوس يو غړپ قهوه وڅښه او يو لږ تفرېح وکړه.


enlightenedماپښين کي مطالعه وکه!
هغه کسان چي د مطالعې سره ترانه یا نعت اورېدل خوښوي د هغو لپاره ماپښين ښه وخت دی.


نو يو کوچنۍ خېمه چي دي پيدا کړل د خپل ياداښتو او ليپټاپ سره د څه وخت د پاره دباندي ولاړ سه.


دباندي به دي يو څه پام په بله سي او بله لا دا چي دباندي وتل سړی لا ډیر تازه کوي. په ضمن کي به يو شناخته کس هم ووينې.


enlightenedاو که مو بيا داسي خوښيږي چي ګروپي يا د نورو ملګرو سره مطالعه وکړې نو:

ماښام ښه وخت دئ، هم به دي مطالعه سي او هم مجلس!


تا او ملګرو به دي د ورځي خپل کارونه خلاص کړي وي نو بيا به ښه پر آرامه سره کښېنئ دماغي هوسايي به ترلاسه کړی.


enlightenedکه مو د ځانه سره مطالعه کول خوښېدل او د مطالعې کولو په جريان کي سوالونه درته پيدا کېدل نو:

څاښت مهال یعني د غرمې څخه مخکي مطالعه غوره کړه!


هغه کسان چي د مطالعې کولو په وخت کي سوالونه ورته پيدا کيږي دوى دي د څاښت د خوا مطالعه وکړي ځکه دا هغه وخت دئ چي پروفيسران، استادان او ماهرين ويښ، حاضر او زموږ د پوښتني جوابولو لپاره فارغه وي، تر څو ستا پوښتني، ايمېل يا هم ستا زنګ ته جواب ووايي.


enlightenedاو نور بيا هغه کسان دي چي د مطالعه کولو پر مهال څنګ (ډډه) وهل خوند ورکوي هغوى دي:

د شپې لخوا مطالعه وکړي!


هغه کسان چي د مطالعې کولو سره عادت دي نو د هغوى لپاره شپه ښه وخت کېداى سي، نو چي يو کوچنک څراغ دي پيدا کړی يو ښه آرام اطاق ته ولاړ سه او مطالعه وکړه.


د ذکر سوو خبرو په نظر کي نيولو سره به مو هم ښه مطالعه کړې وي او هم به مو طبيعت سم وي.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته