تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په اسلام کي د ښځي حقوق.
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 6, 2020
  0

په اسلام کي د ښځي حقوق.

لیکنه: عبدالسلام (حنفي)


۱: کله چي نارینه ښځه لري او د خپلي ښځي په موجودوالي کي خیانت وکړي سزا یي رجم دی، چې مړ سي.


۲: کله چي دوهمه ښځه په نکاح کړي او تر مابین د دواړو ښځو عدل ونه کړي په ورځ د قیامت به په داسي حال کي د قبر څخه راپورته سي چي یو طرف به یي کوږ وي.


۳: کله چي مهر ورته وټاکي او بیا یي ور نه کړي نو دا کس غل بلل کیږي.


۴: کله چي طلاق ورکړي نو حق نه لري چي هغه شیان ترې واخلي چي ښځي ته یي ورکړي دي.


۵: کله چی په میراث کي خپل حق ورنه کړي نو دې کس د الله جل جلاله له حدودو څخه سرکښي وکړه او څوک چي د الله جل جلاله د حدودو څخه سرکښه سي هغه د خپل ځان سره ظلم وکړئ.


۶: کوم کس چي خپله ښځه ووهي یا یي بي عزتي وکړي هغه کس خسيس بلل کیږي او څوک چي د ښځي عزت وکړي هغه عزتمن کس دی.


۷: کله چي یي خاوند بغیر د ښځي له اجازې څخه تر څلورو میاشتو زیات مسافري وکړي ښځي ته یي د جلاوالي د غوښتلو حق سته.


۸: او د خپلي ښځي سره به د مور په څیر معامله نه کوي، که یي خپلي ښځي ته وویل چي ته پر ما داسی یي لکه د مور شا نو سزا یي داده چي یا به ۶۰ روژي نیسي او یا به ۶۰ مسکینانو ته ډوډی ورکوي.


۹: کله چي د خاوند خپله ښځه خوښه نه وي نو اسلام خاوند ته حکم کوي چي پر همدغه ښځه دي صبر وکړي ممکن انسان یو شی نه خوښوي لیکن الله جل جلاله په هغه کي د ده لپاره خیر ایښي وي.


۱۰ که چیرته یي طلاقه کړي بیا هم خاوند ته حکم دی چي ښیګڼي به یي نه هیروي.


۱۱: کله چي طلاق ورکړي نو بیا به یي هم د اولاد نفقه پر خاوند وي.


۱۲: د خاوند په مال کي ښځه ازاده ده که چیرته نفقه ورڅخه وکړي دوه اجرونه ورکول کیږي.


۱۳: که بغیر له کوم سبب څخه په ښځه باندي خاوند تیری وکړي همدومره (بالمثل) سزا به خاوند ته ورکول کیږی.


۱۴: که ښځه خاوند ته د نیک کار د کولو حکم وکړي په خاوند لازمه ده چي اطاعت یي وکړي.


۱۵: د ښځي له وجي رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه غزا د بني قینقاع په نامه ترسره کړي ده.


۱۶: او د ښځي څخه دفاع کول جهاد دی.


۱۷: او د ښځي څخه د دفاع په وجه مړ کیدل شهادت في سبیل الله بلل کیږي.


۱۸:  او پر ښځه باندي په ناحقه تور لګولو له امله الله جل جلاله هغه کس ته د اتیا درو د وهلو حد ټاکلی دی.


۱۹: او د ښځي د دفاع په خاطر معتصم بالله د خپلو لښکرو سره د عموریه په ښار باندي برید وکړئ.


دا هغه حقوق دي  چي اسلام ښځي ته ورکړي دي.


نو غرب والا یا د نورو ادیانو والا دي موږ له هغه حقوقو خبر کړي کوم چي دوی په خپلو قانوناتو کي ښځي ته ورکړي دي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته