نبوي سیرت (۱۱۳ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دوولس نفره نقيبان
پسله هغه څخه چي بيعت پاى ته ورسېدى رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوى څخه وغوښتل چي د خپل منځ څخه دوولس نفره مشران وټاکي چي هغه به پر خپل قوم نقيبان وي، يعني: د خپل قوم د طرفه د دغه بيعت د بندو، يا مادو د عملي کولو مسئوله او ضامنان دوى دي، ډير ژر او په دغه وخت کي دغه دوولس نفره وټاکل سوه چي (9) نفره يې د خزرج د قبيلې څخه وه او (3) نفره يې د أوس د قبيلې څخه وه او د دغو نقيبانو نومونه په دې ډول سره دي: هغه کسان چي د خزرج د قبيلې څخه وه:
1 - اسعد بن زُراره بن عدس.
2 - سعد بن ربيع بن عمرو.
3- عبدالله بن رواحه بن ثعلبه.
4 - رافع بن مالک بن العجلان.
5- البراء بن معرور بن صخر.
6 - عبدالله بن عمرو بن حرام.
7 - عُباده بن الصامت بن قيس.
8 - سعد بن عباده بن دُلَيم.
9 – المُنذر بن عمرو بن خُنیس.
او هغه کسان چي د أوس د قبیلې څخه وه:
1 - اُسيد بن حُضير بن سماک.
2 - سعد بن خَيثَمه بن الحارث.
3- رفاعه بن عبدالمنذر بن زبير.
کوم وخت چي دغه مشران يا نقيبان و ټاکل سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو څخه د مشرانو او رئيسانو په صفت بل عهد واخستى او ورته وې فرمايل: تاسي د خپل قوم داسي کفيلان او ضامنان ياست لکه حواريين چي د عيسْى بن مريم دپاره وه؟
او زه د خپل قوم کفيل او ضامن يم، هغو و ويل: هـو.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net