لیکنه: عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لوی څښتن تعالي جل جلاله و انسان ته بې قيمته نعمتونه ورکړي دي او الله جل جلاله و موږ ته فرمايي چي تاسي د اښکلي نعمتونه نشي شمېرلای لکه چې په قرآنکریم کي راځي:
وَ اِنْ تَعُدُّوْا نِعْمَتَ اللّهِ لاَتُحْصُوْاهَا. سورت النحل(۱۸)
ژباړه: او که د الله نعمتونه شمېرل غواړئ نو هغه نه شئ شمېرلای.
په دې ټولو کي زړه او دماغ ډېر ارزښت لري زړه باچا او دماغ ئې د وزير حيثيت لری ځکه نو دماغ يو غټ اوهېښوونکي قوت دئ تر ټولو لومړی د نسیان (هیري) پېژندنه کوو او بیا پر حافظې باندي څېړنه او رڼا اچوو.
د نسيان (هېري) پېژندنه :
نسيان (هېره ) دا هغه ناروغي ده چې د زړو خبرو څخه علاوه نوي خبرې ئې هم هېرېږي او آن تر دې چې د دوهم ځل د يادېدو څخه وروسته ئې هم کارنشي ور څخه اخيستلای ، او ورسره جوخت دماغ هم درسته نتيجه نشي ور کولای.
د نسيان( هېري) لاملونه :
د دې ناروغۍ اصلي عامل دا دئ چې کله پر دماغ رطوبت زيات شي نو نرم شي ، او يا هم چې کله رطوبت کم شي نو بيا دماغ وچ سي ، په دې صورت کي دا ناروغې منځته راځي.
دا ناروغې:
- د شرابو اونورو نشيي موادو د استعمال
- غم
- غصه
- د تکليف او غم زياتوالي
- د ګرمو شيانو زيات استعمال
- د سرزخم
- په ګرځ او غبار کي د ډېر وخت لپاره تم کېدل او يا هم ورته تر ډېره وخته پوري کښېناستل دي
په پورتنيو حالاتو کي د بدن وينه کمېږي، ورسره د دماغ وينه هم کمه او وچه شي ، همدارنګه دوامداره د هضمیې خرابوالی دوامداره نزله او زکام درلودل د ورځې زيات خوب چي په دې سره د بلغم زياته برخه په وينه باندي ګډېږی او دماغ ورسره نرم سي ، ځکه نو هېره ډېره سي د شنو ګشنيزو زيات استعمال او بدبوئې په وينه کي زهرجن کيفيت پيداکوي اوهېره زياتېږي .
نښې اونښانې ئې:
د نشيي موادو د زيات استعمال په وجه سره وينه کمېږي او سږی وچیږي خوب ئې کم او ياهم نه ورته راځي ، قبض موجود وي ، د لږ کار وروسته درد پيداکيږي او پر سترګوئې کله کله هم توره پرده وغوړېږي ، که چيري دوامداره نزله ، زکام او د هضميې کمزوري موجوده وي ، نوپه دې صورت کي دماغ مرطوب (لوند) کيږي ناروغه ته زيات خوب ورځي د پزي اوخولې رطوبت ئې ختمېږي ، مخ ئې ابلک ابلک او يا بورټکي پيداکوي ، او ورسره يوځای ئې د خولې ذائقه (خوند) په لږېدوسي .
درملنه اوعلاج ئې:
لومړی اصلي سبب ئې باید معلوم او د علاج او درملنی لپاره ئې کوښښ وکړي دغه سړی دي
سهار او ماښام وبڼو او شنو ځايونو ته ځي ، خپل طبيعت دي تل خوشحاله اوتازه ساتي ، د غم او تکليف څخه بايد کوښښ وسي چې ځانونه ګوښه کړي ، خوشبو او عطر بايد استعمال کړي ، ښکلی او بوي لرونکي ګلان دي تل بوی کړي، هضميه دي برابره کړي ترڅو وينه ډیره او دماغ قوي شي او د ښه غذا خوړل هم اړین دي.
د حافظې پېژندنه:
حافظه د یاد په معنا ده او یا هغه ځواک دی چې په انسان او ځینو حیواناتو کي چې مطالب او پیښې په یاد ساتي او یا د پیښو او مطالبو د رایادلو لپاره د ذهن استعداد دی او په اصطلاح کي د اروایی بهیر هغي ډلي ته ویل کيږي چې سړی د بیا ور یادلو، ادراکاتواو د تجربو په زیرمه کولو برلاسی کوي یاپه بل عبارت حافظه (Memory) د تیرو تجربو د ژوندي کولو ځواک ته ویل کيږي.
دغه تجربې باید د زده کړي، ثبت او ساتنې د عملیو په واسطه د پیژندلو او یادولو له کبله را منځته شوي وي؛ حافظه په هغو فعالیتونو کي شامله ده چي د یادولو، په یاد راوړلو، تشخیص او د هغه څه د تر سره کولو چې مخکي ئې ترسره کړی وي په بڼه راڅرګندیږي.
د معلوماتو او اطلاعاتو یادول د درې پړاویز بهیر په ترڅ کي یاد ته سپارل کيږي دغه پړاوونه عبارت دئ له:
۱: د لیږدولو وړ رمز منځته راوړل (Encoding) دا هغه اروایي ځانګړی فعالیت دی چې هره سرچینه یا لیږونکي د هغه له لاري خپل د نننی مفاهیم (موخې، افکار او ادراکات) په لیږدولو وړ محرکونو باندي لري، په حقیقت کي دا د یو داسي بهیر له جوړښتونو څخه عبارت دی چې د حافظې د جوړښت او د حافظې د ګټې اخیستلواو منلو وړ ګرځي.
۲: زیرمه کول او ساتل (Storage) په دغه پړاو کي معلومات د راتلونکي ګټي اخیستنې لپاره د لنډې مودې لپاره په حافظه کي ساتل کيږي.
۳: موندل یا بیا ترلاسه کول (Retrieval) په دغه پړاو کي زېرمه شوي مطالب او مفاهیم بیا تر لاسه کيږي او یاد ته راوړل کيږي.
ان شاءالله نور بیا..........
ورپسې مطالب: