تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د مکې مکرمې مشرکان د جنګ دپاره تياريږي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۴۱برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د مکې مکرمې مشرکان د جنګ دپاره تياريږي

ډېر ژر د مکې مکرمې خلک د وتلو دپاره تيار سوه او ويل يې: آيا محمّد صلی الله علیه وسلم  او د ده ملګري پر دغه قافله هم داسي خيال کوي لکه هغه د ابن حضرمي قافله؟ هيڅکله به داسي نه وي، والله موږ به يې و ده ته ور وښيو. 


د مکې مکرمې د مشرانو په امر پر ټولو کفارو و دغه جنګ ته وتل حتمي وه، يا به دئ په خپله وتى يا به يې د ځان په عوض او بدل کي بل څوک لېږى، خو قريش ټول په خپله و وتل خاصتاً د اشرافو او مشرانو څخه يې هيڅوک نه سو پاته بېله ابولهبه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اکا ؤ هغه نه غوښتل چي دې جنګ ته ووزي، نو يې د ځان په عوض او بدل  کي  بل نفر ولېږى ځکه د ابولهب پر دغه سړي دغسي يو پور پاته ؤ، ويل: زما هغه طلب يې په دغه کي مجراء، خو ته به وايې: زه د ابولهب پرځاى را وتلى يم، هغه هم قبوله کړه او ابولهب پاته سو، قريشو د خپل شا وخوا د عربو قبيلې هم د ځان ملګري کړې او د قريشو د ښاخو څخه هيڅوک نه سو پاته چي و دې جنګ ته و نه وزي بېله بني عدي څخه، دبني عدي څخه يو نفر هم و نه وتى، د مکې مکرمې د مشرکانو لښکر د وتلو په وخت کي د (1300) نفرو په شا وخوا کي ؤ. 


د دغه لښکره سره (100) آسان او (600) زغري ور سره وې او اوښان ډېر زيات ور سره وه چي واقعي شمېر يې نه دى معلوم، د دغه لښکر عمومي قومندان ابوجهل بن هشام ؤ، د دغه لښکر د خوراکي اکمالاتو يا غذایي موادو د پوره کولو او آماده کولو مسئوله د قريشو د مشرانو څخه (9) نفره وه. 
د لښکر د خوړلو دپاره يې يوه ورځ (9) اوښان حلالول او بله ورځ يې (10) اوښان حلالول اوس چي لښکر د وتلو دپاره تيار سو او غواړي چي ووزي دلته د قريشو يوه بله موضوع ور په ياد سوه چي دې موضوع دوى په شک او تردد کي واچول چي ووزو که يا؟ دغه تردد يې د هغي واقعې په سبب ؤ چي څه موده مخ کي د قريشو اوکَنانه د قبيلې په منځ کي پېښه سوې وه، چي هغه واقعه داسي وه: 


دکنانه د قبيلې يوه نفر د قريشو يو نفر و وژى، د دغه وژل سوي سړي ورور چي د قريشو څخه ؤ د قاتل يا دکنانه د قبيلې سره پر دِيت صلحه او فيصله وکړه، د وژل سوي ورور په بدل کي يې ديت واخستى خبره خلاصه سوه، څه موده وروسته هغه قاتل مکې مکرمې ته ورغلى او طواف کوي خو د هغه وژل سوي سړي ورور چي ديت يې هم اخستى ؤ دغه قاتل و وژى او د کعبې شريفي سره يې وځړاوه، دا قتل او وژنه د قريشي حق نه وه ځکه ديت يې اخستى ؤ او صلحه يې کړې وه. 


دکنانه قبيلې د قريشو څخه دغه قاتل وغوښتى مګر قريشو قاتل نه ور تسليماوه، نو دکنانه د قبيلې د مړي بدل پر قريشو پاته سو او دغه موضوع د دغو دوو قبيلو د دښمنۍ سبب وګرځېدل، دکنانه قبيله په موقع پسي ګرځي چي يا پرمکه مکرمه حمله وکړي يا د قريشو څخه يو نفر د هغه وژل سوي سړي په بدله کي و وژني، اوس چي قريشو د وتلو إراده وکړه دغه دکنانه واقعه يې ور په ياد سوه او وبېرېدل که دوى قافلې ته ور  ووزي مکه مکرمه به د سړو څخه خالي وي اوکنانه به پر مکه مکرمه حمله وکړي يا به پر موږ د شا د طرفه حمله وکړي او موږ به د دوو طرفو په منځ کي تر حملې لاندي راسو، په دغه سبب په قريشو کي شک او تردد پيدا سو چي اوس د مسلمانانو و جنګ ته ور  ووزي که يا؟ په دغه وخت کي سراقه بن مالک بن جُشعم المدلجي چي دکنانه د قبيلې لوى سردار ؤ ورته راغلى او ويل تاسي ولي په تشويش کي ياست؟ زه و تا سي ته اطمينان در کوم چي د کنانه قبيله به ستاسي تر شا يا ستاسي په غياب کي هيڅ داسي کار نه کوي چي هغه دي ستاسي نا خوښه وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   فرمايي: چي اصلاً دغه نفر شيطان  عليه لعنه ؤ چي ځان يې د سراقه بن مالک په شکل کړى ؤ او سراقه بن مالک هغه څوک دى چي د هجرت په ورځ په رسول الله صلی الله علیه وسلم   پسي وتلى ؤ. 


نو شيطان د دغه سراقه په شکل قريشو ته ورغلى او ويل: زه دکنانه د قبيلې د طرفه جِوار درکوم او وعده در سره کوم چي کنانه به ستاسي په غياب کي هيڅکله داسي کار نه کوي چي ستاسي دي نا خوښه وي، اصلاً شيطان  غوښتل او اوس هم غواړي چي دغه دين او د هغه متابعين ورک او نابود سي، اوس چي د کنانه د قبيلې يوه سردار و قريشو ته د زړه ډاډ او اطمينان ورکړی چي بېغمه ولاړسى او کنانه حمله نه در باندي کوي تر داسي اندازې چي ويل: زه مو هم په دغه سفر او وتلو کي ملګرى يم، الله جل جلاله  دغه موضوع په  قرآن مجيد کي ذکر کړې ده او فرمايي: 
﴿ وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لَا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَّكُمْ ﴾. [ الانفال:48]
 يعني: کوم وخت چي شيطان دغو کفارو ته د دوى عملونه ښه ښکاره کړه او ويل نن ورځ پر تاسي هيڅ غالبه نسته! پر تاسي څوک حمله نه کوي او زه ستاسي ساتونکى يم، زه جوار درکوم. الله( فرمايي: چي دا شيطان ؤ، نو يو هم شيطان ؤ چي کفار يې و دې جنګ ته را کش کړه، د شيطان په اطمينان او ملګرتيا مشرکان د مکې مکرمې څخه ور و وتل غواړي چي په خپل قوت او طاقت د الله( او رسول الله صلی الله علیه وسلم   دښمني وکړي، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم   او د هغه پر اصحابو په قهر او غضب دي چي څنګه د دوى پر قافلو حملې کوي، کفار په ډېر سرعت او چابکي د بدر پر طرف رهي سوه، تر وادي عسفان تېر سوه بيا تر قُديد او جُحفې تېر سوه، دلته د ابوسفيان د طرفه بل نوى خبر ورته راغلى چي ويل: تاسي ستاسي د قافلې، مالو او خلکو د خلاصون دپاره را وتلي واست خو هغه الله خلاص کړه نو بيرته وګرځى.

 

هلته ابوسفيان قافله څنګه خلاصه کړه؟ ابوسفيان د مکې مکرمې پر عمومي لار رهي ؤ مګر همېشه ويښ او په احتياط کي ؤ او خلک يې د معلوماتو دپاره مخ ته لېږل او ده هم د هر چا څخه د حالاتو پوښتنه کول، اوس چي و بدر ته نژدې سو دئ تر قافلې د مخه سو ترڅو چي هغه د بدر و اوبو ته ورغلى او د هغه نفره څخه يې د لاري د حالاتو او د مدينې منورې د مسلمانانو د لښکر پوښتنه وکړه کوم چي د بدر د اوبو پر غاړه ناست ؤ،  هغه سړي ورته و ويل: ما داسي څوک او شئ نه دى ليدلى چي ستا دپاره دي يې بد وبولم، مګر دوه نفره سپاره مي وليدل چي د دغي غونډۍ سره يې اوښان چوک کړه او د اوبو څخه يې اوبه واخستې بيا ولاړل، ابوسفيان ژر د هغو د اوښانو د چوکېدلو ځاى ته ورغلى هلته د اوښانو پوچي پرتې وې، پوچي يې ماتي کړې په پوچو کي يې د خرما مندکي وليدلې، ويل: والله دا د مدينې د خلکو واښه دي چي و اوښانو ته يې ورکوي، ابوسفيان پوه سو چي دغه خلک د مدينې منورې وه ځکه په عربو کي هيچا و اوښانو ته خرما نه ورکول بېله د مدينې منورې د خلکو څخه، په مدينه منوره کي خرما دومره ډېره وه چي اوښانو ته به يې ورکول (البته هغه پوچه او بېکاره خرما) ابوسفيان ډېر ژر و قافلې ته ځان ورساوه قافله يې د عمومي لاري څخه هغه چي په بدرکي تېرېده واړول او د درياب د غاړي و غربي طرف ته يې رهي کړه، د ابوسفيان په دغه کار او حرکت سره قافله د دې څخه خلاصه سوه چي د مسلمانانو د لښکر په لاس دي ورسي نو يې هغه حال د کفارو و لښکر ته ولېږى کوم چي ويل: قافله خلاصه سوه او ستاسي و را تګ ته ضرورت نسته.

 

اوس چي د کفارو و لښکر ته د قافلې د خلاصېدلو خبر ورسېدى لښکر د بيرته تلو إراده وکړه، مګر د قريشو سرکښه مشر ابوجهل په غرور اوکبرياء سره و ويل: والله موږ به تر هغو بيرته نه سو ولاړ چي و بدر ته ور نه سو او درې ورځي هلته تيري نه کړو، اوښان حلال نه کړو، کبابونه او شرابونه و نه خورو، مينځياني غزلي راته و نه وايي، عرب دغه زموږ را وتل او هلته اوسېدل وانه وري، بيا به نو عرب همېشه زموږ څخه بيريږي او موږ به قوي بولي، د ابوجهل پر دغو خبرو سربېره أخنس بن شُريق وکفارو ته د بيرته تلو مشوره ورکړه خو چا د ده خبره و نه منل، نو په خپله أخنس بن شُريق او بنو زُهره چي د ده قوم ؤ او په دغه را وتلو کي دئ د هغو رئيس ؤ د مکې مکرمې پر طرف رهي سوه، چي په دې ډول د بني زُهره د قبيلې څخه چي د درو سوو نفرو په شا وخوا کي وه يو نفر يې نه بدر ته حاضر سوى دى او نه يې د بدر په جنګ کي ګډون کړى دى او د بدر د جنګ تر نتيجې وروسته د بني زُهره قبيلې به همېشه د أخنس بن شُريق دغه نظر او موقف ستايه او د همېش دپاره دئ په دوى کي مشر او عظيم ؤ او د ده خبره منل کېده


بنو هاشم هم غوښتل چي و مکې مکرمې ته ولاړسي خو ابوجهل ورته ټينګ سو او ويل: ترڅو چي موږ ټوله مکې مکرمې ته نه يو تللي په دغه قومي اتحاد کي به زموږ څخه نه جلا کېږى، خو بيا هم د بني هاشم کفار چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   نژدې قوم ؤ او دوى د مالو د خلاصولو دپاره را غلي وه او اوس د مالو مسئله پاى ته  ورسېدل که اوس پاته سي او جنګ وکړي نو جنګ به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره وي چي هغه هم د بني هاشم څخه دى او دوى دغه جنګ  نه غوښتى، نو د بني هاشم څخه هم ډېر نفر و مکې مکرمې ته رهي سوه  فقط څو نفره يې د ابوجهل په زور پاته سوه، د پاته نفرو د جملې څخه يو هم عباس د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اکا ؤ، هغه هم د جنګ په شوق نه ؤ بلکه په دې سبب پاته سو چي نور قريش پېغور ورنه کړي، اوس نو د بنو زُهره تر رجوع وروسته د کفارو لښکر د زرو نفرو په شا وخوا کي ؤ چي د بدر پر طرف رهي سو تر څو چي و بدر ته نژدې د يوې غونډۍ تر شا يې په هغه منطقه کي واړول چي عُدوةُ القُصوْى ورته ويل کيږي.     (موږ تر اوسه د قافلې او د کفارو د لښکر بيان کاوه، اوس د مسلمانانو لښکر ته راسى)


د مسلمانانو لښکر د بدر و طرف ته په لار کي په وادي ذَفران کي ؤ چي د لښکر استخباراتو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د قافلې د تېرېدلو او د قريشو د لښکر د را وتلو خبر را وړى، يا خو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه خبر د وحيو په واسطه راغلى چي قافله تېره سوه او د قريشو لوى لښکر را رهي دى، رسول  الله صلی الله علیه وسلم  ته پسله فکر کولو دا معلومه سوه  چي د يوې خونړۍ جګړې د کولو څخه بله چاره نسته، اوس بايد خامخا داسي يو اقدام  وسي چي په هغه کي د مسلمانانو قوت او شجاعت، جُرئت او جسارت ښکاره سي. 
په دې کي هيڅ شک نسته که دغه دکفارو لښکر پرېښوول سوى واى چي په دغه منطقه کي هغه د دوى د غوښتني پر قسم شپې تيري کړي، دابه د قريشو د عسکري موقف د لوړ والي سره مرسته واى، د دوى سياسي قدرت يې ور زياتاوه او د مسلمانانو د هدف او مقصد ضعف او توهين ؤ، چي په نتيجه کي ښايي اسلامي حرکت يو بې روحه جسد پاته سوى واى او هر هغه څوک چي په دغه منطقه کي يې پر اسلام او مسلمانانو حِقد او حسد درلودى هغه پر مسلمانانو جرئت او دلاوري پيدا کول.


 پر دې ټولو سربېره آيا يو چا د دې ضمانت کولاى سواى چي د کفارو لښکر دي د دې څخه منعه کړي چي په مسلمانانو پسي دي مدينې منورې ته ور نه سي؟ او دغه جنګ دي د مدينې و قلاوو ته ور نقل نه کړي؟ او مسلمانان دي د خپلو کورو په منځ کي و نه وژني؟ يـا! هيڅکله دا کارونه ليري او ناممکنه نه وه. 


که چيري د مسلمانانو د لښکر څخه يو څه پر شاتګ او سستي، جُبن او بې همتي سوي واى، د مسلمانانو پر هيبت او دبدبه به يې ډېر بد اثر کړى واى. 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته