تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د ابوجهل وژل کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 9, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۴۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د ابوجهل وژل کېدل

د انصارو څخه دوه نوي ځوانان چي يو يې معاذ او بل يې معوذ نومېدى. 
[وروڼو! د سيرت په کتابو کي په دغه نومو کي اختلاف سته، څوک وايي: معاذ او عوف نومېدل چي دواړه د عفراء رضی الله عنها  زامن وه،او څوک وايي: چي د يوه نوم معاذ  ؤ چي د عمرو بن الجموح زوى ؤ او بل يې معوذ نومېدى چي د عفراء زوى ؤ خو موږ به دلته هغه روايت بيان کو چي معاذ او معوذ وه] 


نو د انصارو څخه دغه دوه نفره چي يو يې معاذ او بل يې معوذ نومېدى د لږ عُمراو تازه ځوانان وه. عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  وايي: د بدر په ورځ زه د مسلمانانو په صف او قطار کي ولاړ وم، خپل راسته او چپه طرف ته مي وکتل دغه دوه نوي ځوانان مي و يوه او بل طرف ته ولاړ وه، چي د يوه عمر پنځلس کاله او د بل عمر شپاړس کاله را معلومېدى، هلکان او تازه ځوانان دي، دا هغه هلکان دي چي د جنګ په شروع کي کوم وخت چي عُتبه او وليد د مبارزې دپاره پهلوانان وغوښتل دوى ور و وتل، و جنګ ته په ډېر شوق کي دي، نو عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي جنګ شروع سو ما خپل شا وخوا ته وکتل و دواړو بغلو ته مي ځوانان هلکان ولاړ دي، زما په زړه کي دا غوښتنه او آرزو پيدا سوه چي کشکي مي و څنګ ته تر دوى يو څه پاخه او مشران نفر ولاړ واى، داسي څوک واى چي په جنګ کي يې عادت او تجربه درلودلاى خو دوى داسي هلکان دي چي په خپل عمر کي د اول وار دپاره د جنګ ميدان ته راځي، صحي ده ځوانان دي، احساسات او حماس لري، د جنګ شوقيان دي، مګر د دوى په ژوندکي  دا اول وار دى چي په جنګ کي ګډون کوي او د جنګ تجربه نه لري.خو دغه يو ځوان را نژدې سو او کرار يې په غوږکي را ته و ويل: نه غواړي چي د ده هغه بل ملګرى يې واوري.


ښه متوجه سى اسلامي ځوانان دغسي لوړ همت او لوى آرزوګاني لري، اسلامي ځوانان بايد ابدي فخر او شرف حاصل کړي. 
نو دغه یوه په غوږ کي راته و ويل: اکا! ته ابوجهل پيژنې؟ ما ويل: هـو، ولي د هغه پوښتنه کوې؟ ويل: اورېدلي مي دي چي ابوجهل هغه څوک دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې تر هر چا زيات آزار ورکړى دى، ما ويل: هـو دا صحي ده، نو ده ويل: را وې ښيه، ما ويل: د څه شي دپاره؟ ويل: قسم مي دي په هغه ذات وي چي زما د نفس اختيار د هغه په لاس کي دى که مي وليدى تر هغو به زما سايه د ده د سايې څخه جلا نه سي تر څو چي په موږ کي هغه څوک و نه وژل سي چي د مخه يې اجل پوره سوى وي، سبحان الله! دا څومره همت او مړانه ده غواړي چي دکفارو د لښکر مشر و وژني.


 عبدالرّحمْن رضی الله عنه  وايي: زه په تعجب کي سوم او ځوان ته مي و ويل: که مي وليدى در وبه يې ښيم، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  وايي: لږ وخت وروسته هغه بل ځوان را نژدې سو او په غوږ کي يې هغه خبره راته وکړه کومه چي هغه بل راته کړې وه، عبدالرّحمْن وايي: د مخه زما د زړه غوښتنه دا وه چي و څنګ ته مي تجربه کاره او په جنګ پوه خلک ولاړ واى مګر کوم وخت چي مي د دوى دغه همت او مړانه وليدل خوشاله سوم چي دوى غوندي همتناکه ځوانان مي و څنګ ته ولاړ دي، ځکه دا څومره لوړ همت او شجاعت دى چي په جنګ کي په بل چا غاړه نه باسي او د دوى څخه هر يو غواړي چي دکفارو د لښکر مشر و وژني. 


عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه  وايي: لږ وخت وروسته ابوجهل ښکاره سو چي پر آس سپور په خلکو کي ګرځېدى مګر داسي معلومېدى لکه ونه په ځنګله کي يعني: د ده د ساتني دپاره شا وخوا ډېر خلک پر را ګرځېدلي وه، په ځنګله کي هم وُني ډيري وي، نو د ابوجهل پر شا وخوا هم ډېر خلک وه، ځکه دئ د لښکر مشر او دکفارو په لښکر کي هغه مهم سړئ ؤ نو خود مشرکان پر ده را ګرځېدلي وه، چي پر هرطرف دئ حرکت کوي مشرکان ور سره دي او ساتي يې، عبدالرّحمْن رضی الله عنه  وايي: و دغو دوو ځوانانو ته مي و ويل: هغه پوخ سپين ږيرى سړئ وينى چي شا وخوا خلک پر را ګرځېدلي دي؟ دوى ويل: هو، ما ويل: دغه هغه سړئ دى چي تاسي يې پوښتنه کول.


 عبدالرّحمْن رضی الله عنه  وايي: ما لا خپله خبره نه وه پوره کړې چي دوى لکه دوه غشي په ځغستا پر هغه طرف ور رهي سوه، هر يو کوښښ کوي چي تر هغه بل ور د مخه سي څو دکفارو و لښکر ته ور ورسېدل، کوم خلک چي د ابوجهل پرشا وخوا وه هغه پوري وهي، څو و ابوجهل ته يې لار پيدا کړه، کوم وخت چي ابوجهل ته ور ورسېدل دواړو وارى پر وکړی، يوه هم په توره و واهه او بل هم، ابوجهل غځار سو، دا د بريښنا په شان يوه ناڅاپه حمله وه ترڅو چي خلک پوهېدل چي څه قصه ده؟ دوى خپل مقصد حاصل کړى ؤ، دکفارو لښکر په حيرت کي دى ځکه هيچا د دغه ناڅاپه هجوم تصور نه کاوه، ابوجهل غځار سو که څه هم مړ نه دى روح پکښې دى خو ويني فوارې ځني وهي او بيا دغه دوه ځوانان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغله د ابوجهل د وژلو حال يې ورته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوښتنه ځني وکړه چي په تاسي کي کوم يوه و وژى؟ هر يوه ويل: ما و وژى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و  فرمايل: خپلي توري مو د وينو څخه پاکي کړي دي؟ دوى ويل: يا، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوى تورو ته وکتل او ويل: تاسي دواړو وژلى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ابوجهل (سَلبَه) يعني: د ده پاته سامان و معاذ بن عمرو بن الجموح ته ورکړه ځکه معوذ بن عفراء په دغه جنګ کي شهيد و وژل سو، د هغه وخت په  جنګو کي دا قانون ؤ چي د وژل سوي سړي پاته سامان د هغه و قاتل ته وركول کېدی.


ابن اسحاق د معاذ بن عمرو بن جموح څخه روايت کوي چي معاذ و ويل: د قوم څخه مي واورېدل چي هغه نفرابوجهل دى او ابوجهل داسي ؤ لکه يوه ونه چي په ځنګله کي د ډېرو وُنو په منځ کي ولاړه وي او څوک نه سي ور تېرېدلاى. 


[ معاذ د مشرکانو هغه توري او نېزې چي پر ابوجهل د ده د ساتني دپاره را ګرځېدلي وې د ځنګله د ډيرو وُنو سره مشابه کړې]. 
او مشرکانو به ويل: و ابو الحکم ته څوک نه سي ور نژدې کېدلاى، ما چه دغه جمله واورېدل ما دا د ځان وظيفه وګرځول چي زه به دئ وژنم نو د ده و طرف ته ور نژدې کېدم ترڅو چي موقع برابره سوه او حمله مي پر وکړه، په توره مي و واهه چي د دغه وهلو سره يې پښه دپنډۍ په نيمايي کي په هوا سوه او وايي: د ده زوى عِکرمه زه پر اوږه په توره و وهلم لاس مي په اوږه کي پرې سو مګر پوست يې پاته ؤ د دغه پوست په واسطه مي لاس په اوږه ځړېدى، څرنګه چي په جنګ داسي مشغوله وم چي لاس يې را څخه هېرکړى ؤ د دغې ورځي ډېره حصه مي په دغه پرې سوي لاس جنګ کاوه او پرې سوى لاس به مي په دا بل لاس شا ته اړاوه کوم وخت چي دغه پرې سوي لاس ډېر تکليف را کړی او د جنګ څخه یې مشغوله کولم نو مي پښه پر کښېښوول او ځان مي لوړ طرف ته کش کړی ترڅو چي لاس مي د اوږې څخه پرې او جلا سو. 
 دغه معاذ بن عمرو بن الجموح رضی الله عنه  د حضرت عثمان رضی الله عنه  د خلافت تر وخته پوري ژوندئ پاته ؤ، او معاذ وايي: په دغه وخت کي معوذ بن عفراء رضی الله عنه  پرابوجهل چي زخمي پروت ؤ راغلى د توري داسي وارى يې پر وکړی او مړ يې کړی، ابوجهل يې پر دغه حال چي يو څه ژوند پکښي پاته ؤ پرېښاوه او معوذ تر هغو جنګ کاوه چي شهيد و وژل سو. سبحان الله! د واقعې مسلمان همت او شجاعت دغسي او په دغه اندازه سره وي دا د (۱۶) کلو هلکان وه او دغه يې همت او شجاعت ؤ. 


کوم وخت چي ابوجهل و وژل سو کفارو په تېښته شروع وکړه و هر طرف ته ځغلي ځکه مشر او قومندان يې و وژل سو،کفارتښتياومسلمانان تر شا په پسې دي حملې پر کوي په دغه وخت کي کفار هم وژل کيږي او هم بنديان ځني نيول کيږي او ځيني يې ځغلي، په دغه جنګ کي اويا نفره کفار و وژل سوه او اويا نفره بنديان ونيول سوه. 


کوم وخت چي جنګ خلاص سو هغه چي وژل کېدل و وژل سوه او هغه چي بنديانېدل بنديان سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:څوک به وګوري چي د ابوجهل خبر را ته راوړي؟ خلک ولاړ سوه او په ابوجهل  پسي په ميدانِ جنګ کي په مړو او زخميانو کي ګرځي چي عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  پر پېښ سو او د ابوجهل د ژوند آخري لحظې وې، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  خپله پښه د ده پر غاړه کښېښوول او تر ږيره يې ونيوى غواړي چي سر يې ور پرې کړي او ورته وايي: يا عَدُوَالله! الله  جل جلاله  ذليله کړې؟ ابوجهل و ويل: په څه شي يې ذليله کړم؟ آيا په دې غمجن سم چي تاسي يو سړئ و وژى؟ اوکه تاسي تر يوه سړي زيات وژلى دى؟ فقط يوه بزګر حمله راباندي وکړه ويې وژلم (يعني: دا دومره کار نه دى چي تاسي په لوړ سى يا زه په ذليله سم فقط يوه سړي حمله را باندي وکړه او زه يې و وژلم) بيا ابوجهل پوښتنه وکړه ويل: په جنګ کي کاميابي او غلبه د چا ده؟ عبدالله رضی الله عنه  ورته و ويل: کاميابي الله او رسول الله لره ده، ابوجهل ويل: دا قدرت او غلبه نه دي، دوى په دې سره نه لوړيږي چي د خپل قوم څخه يو څوک و وژني (تاسي د دې فرعون کبر، غرور او لويي ته وګورى) ويل دا قدرت نه دى چي دوى د خپل قوم څخه يو څوک و وژني، دا زما شرف دى چي دښمنانو نه يم وژلى بلکه خپل قوم و وژلم، دغه مغرور او متکبر انسان د مرګ  په حالت کي دى خو بيا هم د شرف دعوه کوي، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  د ده پر ځيګر ور وختى غواړي چي سر يې ور پرې کړي، دلته نو ابوجهل ښه وليدى او وې پېژندى ويل: ته هغه زموږ شپانه نه يې چي زموږ پسونه دي پېول؟ (اعوذ بالله) د ژوند په آخرو لحظو کي هم نه غواړي چي د هغه خپل خره څخه کښته سي او هغه خپل کبر پريږدي، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  چي يو وخت يې د مکې مکرمې د خلکو پسونه پېول و ويل: هـو هغه يم، ابوجهل و ويل: والله و ډيري سختي لوړي ته وختلې اې شپانه ګيه، يعني: و داسي سخت او لوړ ځاى ته وختې چي څوک نه سواى ور ختلاى، چي مقصد يې خپل ځان او خپل ځيګر ؤ او بيا ابوجهل و ويل: چي سر مي پرې کوې غاړه مي اوږده ور سره پرې که چي سر مي لوى ښکاره سي، تاسي دې ملعون ته وګورى: پسله مرګه هم فخر او عزت، لويې او عظمت غواړي، نور نو عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  صبر نه ورته وکړی او سر يې ور پرې کړى.


وروڼو! عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  چي د هُزيل د قبيلې ؤ کوچنئ، ضعيفه او ډنګر سړئ ؤ او په پخوا کي د قريشو شپانه ؤ، ابوجهل چي واورېدل چي ابن مسعود مسلمان سوى دى ډېر په قهر سو او بيا يې عبدالله د مکې مکرمې پر يوه لار وليدى نو يې تر غوږ ونيوى او د جېب څخه يې يو مېخ را وايستى د عبدالله غوږ يې پر دېواله ور مېخ کړی، ابن مسعود رضی الله عنه  د دېواله سره ولاړ دى او غوږ يې ميخ دى، دومره ويني ځني بهېدلي وې چي تر مځکه رسېدلي وې، څو بيا ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  خلاص کړى. 


اوس دغه عبدالله د ابوجهل سر ور پرې کړی او غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ور وړي او ورته و وايي: دغه دى عَدُوّ الله مي و وژى، خو د ابوجهل سر  لکه د غوايي دومره غټ دى او ابن مسعود کوچنئ سړئ دى دغه لوى سر نه سي وړلاى، نو يې د توري په څوکه د ابوجهل غوږ ور سَرَئ کړی او تناو يې پکښي واچاوه کشوي يې، عبدالله رهي دى سر پسي څکيږي، څو و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدى او سر يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مخ ته کښېښاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په تعجب کي سو چي څه قصه ده او ويل: دا څوک دى؟ عبدالله و ويل: يا رسولَ الله! دا د عَدُوُ الله ابوجهل سر دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  درې واره و ويل: آلله الذي لا الْه الا هو؟ او بيا يې و ويل: الله اکبر، الحمد لله الذي صدق وعده، و نصر عبده، و هزم الاحزابَ وحده  او وې فرمايل: دا د دې امت فرعون دى او عبدالله ته يې و ويل: يا ابن مسعود! الاُذنُ بالاُذن، يعني: ستا غوږ يې په مکه کي درسَرئ کړی او تا د ده غوږ دلته او سر يې هم بالا بود، دا يې ګټه ده. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته