نبوي سیرت (۷۸ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د أرقم بن ابى الأرقم کور
د دغو عذابو او آزارو په وخت او مقابل کي د پوهي او حکمت کار دا ؤ چي رسول اللهﷺ مسلمانان د اسلام د اعلانولو او ښکاره کولو څخه منعه کړي، که په خبرو سره وي که په عمل سره، مسلمانان بايد خپل اسلام ښکاره او اظهار نه کړي او د رسول اللهﷺ سره بايد په سِري ډول يا په پټه يو ځاى سي، ځکه که رسول اللهﷺ د مسلمانانو سره په ښکاره او د مشرکانو په حضور ټولنه او اجتماع وکړي په دې کي هيڅ شک نسته چي کفار به په هره وسيله سره چي وي د دوى په منځ کي ليري والى را ولي او د دې امکانات سته چي د مسلمانانو او مشرکانو په منځ کي جنګونه وسي او داسي هم يو وار پيښه سوه، هغه دا چي: د رسول اللهﷺ اصحاب د لمانځه او عبادت د پاره د مکې مکرمې په شېلو کي سره يو ځاى کېدل، د کفارو څخه يو څو نفرو دوى وليدل نو کفارو بدي او ناوړه خبري ورته وکړې، په نتيجه کي جنګ ته سره و رسېدل، سعد بن ابى وقاص رضی الله عنه د کفارو څخه يو سړئ داسي وواهه چي ويني يې ور و بهولې او دا هغه اولي ويني دي چي په اسلام کي بهول سوي دي او دا معلومه خبره ده که دغه جنګونه اوږده سوي او تکرار سوي واى د مسلمانانو د بربادۍ او هلاکت سبب ګرځېدل، نو د عقل او حکمت کار دا ؤ چي د غسي ټولني په پټه او سِري ډول سره وسي، اکثره اصحابِ کرامو خپل اسلام پټاوه، عبادت، دعوت او ټولني يې په پټه کولې، مګر رسول اللهﷺ په ښکاره سره دعوت کاوه، خپل عبادت يې د مشرکانو په حضور او د هغو په منځ کي کاوه، هيچا او هيڅ شي د دې کاره څخه نه سواى منعه کولاى، فقط د مسلمانانو سره يې يو ځاى کېدل او ټولنه، تعليم او تبليغ په پټه وه، دا هم د دوى او د اسلام د مصلحت د پاره.
نو د أرقم بن ابى الأرقم رضی الله عنه کور چي د صفا پر غونډۍ ؤ او د مشرکانو د سترګو او د مجلس د ځايه څخه ګوښه او نهام ؤ، رسول اللهﷺ دغه کور د دعوت مرکز او د مسلمانانو د اجتماع، تعليم او ټولنو ځاى ګرځولى ؤ، أرقم بن ابى الأرقم رضی الله عنه چي نوم يې عبد مناف بن اسد دى او قريش دى، لسم نفر دى چي مسلمان سوى دى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند