لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
حاجي صاحب مبارکه!
دا اوس خپلي کورنۍ او دوستانو ته ووايه، چي زه له محبس څخه نه در خوشي کيږم، ما د حج فريضه ادا کړې ده.
ماته موټر مه ګلپوښه کوئ.
ماته اميلونه مه را په غاړه کوئ.
زما د استقبال لپاره پلټنونه سړکونو او کوڅو ته مه راوځئ.
داسي ګزاف مصارف مه کوه، چي د خلکو هغه نيت خراب کړي، چي ستا څخه ددعا غوښتلو لپاره درځي او بيوزله حاجيان له خجالت سره مخ وي يا ستا غوندي مصارفو لپاره قرضونه کوي.
کله چي راغلې، د ميلمنو او ملاقات کوونکو سره داسي مه کښيوځه، چي د جماعت لمونځونه درڅخه فوت سي.
خلکو ته چي دحج او مناسکو حکایتونه کوې، هڅه وکړه هغه واقعيتونه ورته ووايې، چي ددوی هم بيت الله ته دتګ اراده سي.
www.taleemulislam.net