تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي خالد بن سفيان وژلوته عبدالله لېږل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۷برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د خالد بن سفيان الهُذلي د وژلو دپاره د عبدالله بن اُنَيس رضی الله عنه  لېږل

د مدينې منورې په جنوب کي و مکې مکرمې ته نژدې يوه قبيله اوسېدل چي د هُذيل قبيله ورته ويل کېده د دغي قبيلې مشر او رئيس خالد بن سفيان الهُذلي نومېدى، دغه خالد بن سفيان غوښته چي پر مدينه منوره يوه قوي او شديده حمله وکړي، نو د دغي حملې دکولو دپاره يې د لښکر په جوړولو او را ټولولو شروع وکړه د هره ځايه څخه خلک ورته راتله، هلته بيا د مدينې منورې استخباراتو دغه خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ورساوه چي خالد بن سفيان د مسلمانانو د جنګ دپاره لښکر جوړوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   دا إراده وکړه: د مخه تر دې چي خالد پر مدينه منوره حمله وکړي بايد مسلمانان د دې حملې او خطره څخه خلاص سي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اصحاب کرامو څخه يو نفر اختيار کړى چي ډېر هوښيار او ذکي، دلاوره او قوي سړئ ؤ، د دغه سړي نوم عبدالله بن اُنيس ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم   ورته و فرمايل: ولاړ سه که دي وکولاى سواى چي خالد بن سفيان و وژنې وې وژنه، عبدالله بن اُنيس و ويل: يا رسولَ الله! زه خالد بن سفيان په رنګ نه پيژنم، رسول الله صلی الله علیه وسلم    و فرمايل: هر وخت چي يې و وينې زړه به دي د بيري ډک سي، يعني: ځني و به بېرېږې، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د خالد بن سفيان د پېژندلو دپاره دغه نښاني ورته و ويل، خو عبدالله وايي: زه د دغي خبري  څخه ډېر په تعجب کي سوم، ځکه زه هيڅ وخت د هيچا څخه نه وم بېرېدلى او اوس به څنګه بېرېږم؟ 


خير عبدالله بن اُنيس رضی الله عنه  د تګ دپاره ځان آماده کړی او يواځي رهي سو د مدينې منورې څخه قريب تر مکې مکرمې پوري يې تګ وکړی، دغه سَرِيې ته (د عبدالله بن اُنيس سريه) ويل کيږي، ځکه دئ په خپله يواځي يوه ټولۍ وه چي د يوه جنګي يا عسکري هدف او مقصد دپاره رهي سوى ؤ او پر ټوله لار يواځي رهي ؤ، 


پر لاري نه د ده څخه څوک بېريږي او نه يې په ده پروا کيږي، ځکه دئ يو نفر دى او اسلحه هم ور سره نسته، ده فقط يو خنجر د ځانه سره پټ اخستى ؤ نور نو دباندي نه توره لري نه نوره اسلحه، د ماځيګر د لمانځه وخت ؤ چي دئ د بني هُذيل و منطقې ته ورسېدى، هلته يوې غونډۍ ته وختى، د الله جل جلاله  په إراده کوم وخت چي دئ غونډۍ ته وختى هلته يې يو نفر وليدى چي ښځي هم ور سره دي، د هغه نفر په ليدلو سره د عبدالله رضی الله عنه  زړه په بېره ډک سو، د دغه سړي څخه ډېر و بېرېدى او دا هغه علامه او نښاني وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د خالد بن سفيان د پېژند ګلوۍ دپاره ورته ويلې وه، عبدالله وايي:

 

زه پوه سوم چي دغه نفر خالد بن سفيان دى او زما د مقصد سړئ هم دغه دئ دى بايد وې وژنم، اوس د ماځيګر د لمانځه وخت دى که لمونځ کوم ښايي دئ را څخه ولاړ سي او که دئ وژنم ښايي لمونځ را څخه قضاء سي، نو زه د ده پر طرف ور رهي يم او په اشاره سره لمونځ کوم ترڅو چي و خالد ته ور رسېدم ما لمونځ پوره کړى ؤ، خالد ته ور ورسېدم، خالد پوښتنه را څخه وکړه چي څوک يې؟ ما ويل: د خزاعه د قبيلې يو نفر يم او اورېدلي مي دي چي ته د محمّد صلی الله علیه وسلم   د جنګ دپاره لښکر جوړوې، نو مي دا خوښه و بلل چي ستا سره په دې جنګ کي شريک سم، خالد ويل: هـو ښه دى، ما  نوري خبري ور سره شروع کړې، خالد زما د طرفه مطمئن او بېغمه ؤ ځکه زما سره هيڅ اسلحه نسته نو ده  هم مجلس را سره شروع کړى او هغه د ده سره ملګري ښځي زموږ څخه يو څه ليري سوې.


 عبدالله رضی الله عنه  وايي: کوم وخت چي ښځي ليري سوې نو مي خنجر را وايستى او پر خالد وارونه کوم ترڅو چي دا مي يقين سو چي اوس نو مړ دى د خالد سر مي پرې کړی او را سره وامي خستى، وروسته ښځي راغلې که ګوري سړئ مړ  پروت دى او زه تللى يم، ښځو نارې او بُغاري کړې څو خلک سره راټول سوه خو عبدالله تللى او پټ سوى ؤ.


 عبدالله رضی الله عنه  د هجرت د څلورم کال د محرم د مياشتي پر پنځم تاريخ په دغه خپله وظيفه پسي د مدينې منورې څخه رهي سو او د شنبې په ورځ چي د محرم د مياشتي (23) تاريخ ؤ بيرته مدينې منورې ته ورسېدى، چي په دې حساب عبدالله رضی الله عنه  (18) ورځي د مدينې منورې څخه غايب ؤ، اوس چي عبدالله مدينې منورې ته ورسېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم   چي د ليري وليدى ورته خندل يې او وې فرمايل:


« اَفلَحَ وَجهُکَ يَا عَبدَالله!  عبدالله وويل: أفلح وجهُکَ يَا رسولَ الله!».


 وروڼو! دا د عربو اصطلاح وه چي يو څوک به پر خپل مقصد کاميابه سو دغه جمله به ورته ويل کېده چي د لفظ ترجمه يې داسي ده (کاميابه او مقصد ته ورسېدى ستا مخ) نو ځکه د دواړو د طرفه دغه جمله و ويل سوه او عبدالله رضی الله عنه  د خالد بن سفیان الهُذلي سر د رسول الله صلی الله علیه وسلم   و مخ ته کښېښاوه.


 رسول الله صلی الله علیه وسلم   خپله لکړه و عبدالله ته ورکړه او وې فرمايل: د قيامت په ورځ دغه لکړه زما او ستا په منځ کي علامه او نښانه ده، عبدالله رضی الله عنه  دغه لکړه د مرګ  تر وخته ور سره و ساتل او د مرګ په وخت کي يې وصيت وکړی چي دغه لکړه دي زما سره په کفن کي کښېښوول سي. 


خالد بن سفيان الهُذلي چي دکفارو د رئيسانو څخه يو رئيس ؤ په دغه طريقه سره و وژل سو او د عبدالله بن اُنيس په همت او مړانه سره مسلمانان د هُذيل د قبيلې د هغي لويي حملې څخه خلاص سوه، ځکه د خالد بن سفيان په وژل کېدلو سره د هذيل قبيله سره و پاشل سوه او پر مدينه منوره حمله پاته سوه. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

سرته