سیرت نبوي (۱۲۶ برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د مسلمانانو په منځ کي ورورګلوي
لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د يو ځاى کېدلو، اُلفت او محبت دپاره مسجد جوړ کړی، دغه رنګه يې يو بل کار هم وکړی چي د تاريخ په اوږدو کي ځلانده او روښانه کار دى چي هغه د مهاجرينو او انصارو په منځ کي ورور ګلوي وه.
دا خو درته معلومه ده چي مهاجرين و هغو مسلمانانو ته ويل کيږي چي د مکې مکرمې څخه يې و مدينې منورې ته هجرت کړى دى او انصار د مدينې منورې هغه مسلمانان دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم ، او مهاجرينو مرسته او نصرت کوي.
بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم د انس بن مالک رضی الله عنه په کورکي د مهاجرينو او انصارو په منځ کي ورور ګلوي جوړه کړه هغه داسي: چي په دغه وخت او په دغه کورکي ټول (90) نفره مسلمانان موجود وه چي نيم يې مهاجرين وه او نيم يې انصار وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر يو د انصارو او يو د مهاجرينو څخه سره وروڼه سوه، نبوي امر داسي ؤ: د انصارو څخه دي هر نفر د مهاجرينو څخه يو نفر د ځان دپاره اختيار کي او د ځان ورور دي يې و بولي او هر ورور پسله مرګه څخه د هغه بل ورور ميراث وړي، نه ذوى الارحام او اقربا، يعني: هغه د مړه سوي انسان اقرباوو ته يې ميراث نه رسيږي بلکه دغه اوسنۍ ورور ګلوي دوى په ميراث کي سره شريکوي او دغه د ميراث وړلو حکم د بدر تر غزاء پوري دوام درلودى څو چي بيا د الله جل جلاله دا قول نازل سو چي فرمايي:
﴿ وَأُولُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى ٰ بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ﴾ [الانفال:75]
نو د ميراث حکم بيرته و هغو خپلو اقرباوو ته وګرځېدى، په اول کي دا کار په دې سبب ؤ چي هغه د جاهليت قومي عصبيت د بينه ولاړ سي، د رنګ او نسب، وطن او قوميت، فرق او اختلاف ورک سي او يواځي اسلام د خلکو د تعلق او دوستۍ سبب وګرځي او هيڅوک و هيچا ته بېله خپلي عقيدې، اخلاقو او تقوْى څخه نه سي ور نژدې کېدلاى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه اسلامي ورورګلوي يو نافذ او عملي تړون وګرځاوه، نه فقط د خولې خبري، داسي نه چي خلک فقط په خوله سره يو د بله ورور، ورور، وايي او د عمل يې هيڅ اثر نه وي، په دغه اسلامي ورورګلوي کي الُفت او محبت ؤ، قرباني او صداقت ؤ، بل دا چي مهاجرينو خپل وطن، خپل کورونه او خپل مالونه پرې ايښي دي حتّْی د مدينې منورې د ژوند او خلکو سره هم نوي او نابلده دي نو خامخا د دوی مسئولیت باید یو څوک پرغاړه وا خلي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر د مهاجرينو او انصارو په منځ کي فورًا واقعي ورور ګلوي شروع سوه، امام بخاري روايت کوي او وايي: کوم وخت چي مهاجرين مدينې منورې ته راغله او رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرينو او انصارو په منځ کي ورور ګلوي بر قراره کړه، سعد بن رُبَيِّع رضی الله عنه چي د انصارو څخه دى، عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه چي د مهاجرينو څخه دى په ورورګلوي اختيارکړى نو سعد رضی الله عنه و عبدالرّحمْن رضی الله عنه ته و ويل: په انصارو کي زه د ډير مال خاوند يم، نو زما مال پر دوو حصو و وېشه يوه حصه يې ستا او بله يې زما او زه دوې ښځي لرم پکښي وګوره هره يوه چي دي خوښه وي زه به يې طلاقه کړم چي عِده يې تېره سوه ته يې په نکاح کړه.
وروڼو! و دغو موضوعاتو ته په دقت سره توجه وکړی چي يو مسلمان بايد د بل مسلمان سره څومره صِدق او اخلاص ولري او ورور ګلوي يې بايد په کومه اندازه سره وي؟ نه لکه د نن ورځي ځیني مسلمانان چي د ځاني ګټي دپاره خپل ورور حلالوي.مګر مهاجرينو د دې مسئلې څخه د ځان په ګټه کار نه اخستى بلکه عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه ورته و ويل: وروره ستا په اهل او مال کي دي الله جل جلاله برکت در واچوي ما ته صِرف ستاسي بازار راوښيه ستاسي بازار چيري دى؟ عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه پيسې نه درلو دې مګر په اقتصاد او کاروبار پوه سړئ ؤ الله جل جلاله برکت پراېښى ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: عبدالرّحمْن بن عوف که خاوري خرڅي کړي هم به ګټه وکړي، کوم وخت چي عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه وفات سو پاته مال يې د سرو زرو اته مليونه ديناره ؤ، لکه اوس چي يو سړئ د سرو زرو اته مليونه پهلوۍ يا جينۍ، يا طلاوي و لري.
نو عبدالرّحمْن بن عوف رضی الله عنه و ويل: بازار را وښيه، سعد رضی الله عنه د بني قينقاع بازار ور وښووى، کوم وخت چي د بازاره څخه راغلى يو څه پنير او غوړي يې ور سره را اخستي وه، دا يې د اولي ورځي ګټه وه، بيا نو هره ورځ بازار ته تلى څو يوه ورځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم مجلس ته په ښو او نوو کالو کي ورغلى، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و ويل: وه وه څه پېښه ده؟ ده و ويل: واده مي کړى دى، ويل څو مَهَر دي ورکړی؟ ويل د خرما د مندکي پراندازه سره زر. امام بخاري د ابو هريره رضی الله عنه څخه روايت کوي چي انصارو و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته و ويل: يا رسولَ الله! زموږ او زموږ د مهاجرو وروڼو په منځ کي دغه زموږ باغونه يا د خرما درختې را و وېشه.
سبحان الله! انصار دغه دي، د ورورګلوى د اولي ورځي څخه خپل مالونه ور سره تقسيموي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل: يا! بيا نو انصارو و مهاجرينو ته و ويل: چي تاسي زموږ سره د باغو په کار کي مرسته کوى او موږ به مو د باغو په حاصلاتوکي را سره شريکان کړو، مهاجرينو و ويل: خوښه او قبوله مو ده.
دغه حالات د انصارو پرهغه ډېره مهرباني دلالت کوي چي د خپلو مهاجرو وروڼو سره يې درلودل خو بالمقابل مهاجر مسلمانانو د انصارو و دغه کرم ته د پوره تقدير او احترام په سترګوکتل او دغه د دوى اخلاص يې د ځان په ګټه نه استعمالاوه، کار خو يې ور سره کاوه مګر د دوى د مالو څخه يې فقط دومره اخستل چي شپه يې په تېرېدل.
او په حقه سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د طرفه څخه دغه ورور ګلوي يو په زړه پوري حکمت او حکيمانه سياست ؤ او د ډيرو هغو مشکلاتو دپاره چي مهاجر مسلمانان ور سره مخامخ وه ډېر ښه حل او مناسبه لار وه.
لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په منځ کي دغه ورور ګلوي بر قراره کړه دغه رنګه يې د مدينې منورې د اوسېدونکو دپاره يوه عهد نامه هم وليکل، چي دغه عهد نامې ته موږ په اوسنۍ اصطلاح د نوي اسلامي دولت دپاره (قانون اساسي) هم ويلاى سو، دا داسي عهد نامه يا قانون ؤ چي په هغه سره يې د جاهليت رواجونه او قبيلوي اختلافات ليري او ورک کړل، دې قانون د نوي دولت دپاره داخلي او خارجي نظام کښېښاوه، په دې قانون کي داسي مادې موجودي وې چي د اسلامي دولت د افرادو په خپل منځي علاقاتو او اړيکو پوري يې تعلق درلودى او د نورو خارجي خلکو يا قبيلو سره يې په علاقاتو پوري تعلق درلودى، يعني: داسي جامع قانون ؤ چي داخلي او خارجي سياست دواړه پکښي ځاى سوي وه، چي اوس به د هغه قانون ځني لوى او مهمي مادې درته بيان سي:
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net