سیرت نبوي (۲۰۱برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د بنو لَحيان غزاء
دغه رنګه د هجرت د شپږم کال د ربيع الاول يا جمادي الاول په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د بني لَحيان په غزاء و وتى، بني لحيان د هغو کفارو څخه نه دي چي د خندق په جنګ کي يې اشتراک او ګډون کړى ؤ، بلکه بنو لحيان هغه څوک دي چي د ماء رجيع په فاجعه کي يې لاس درلودى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لسو نفرو اصحابو سره يې غدر او خيانت وکړی او د هغو د وژل کېدلو سبب وګرځېدل، دا هغه واقعه ده چي د خندق تر غزاء د مخه پېښه سوه او موږ يې په تفصيل سره بيان درته وکړى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه فاجعه او خپل اصحاب نه وه هېر کړي او نه يې د بني لحيان غدر هېر ؤ، مګر څرنګه چي د بنو لحيان کورونه د مکې مکرمې و حدودو ته نژدې وه او دا داسي وخت ؤ چي د مسلمانانو او قريشو او د نورو عربو په منځ کي شديدي حملې او جنګونه وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مناسبه نه بلل چي په دغسي وخت کي دي و هغه منطقې ته ورسي چي هغه دي د لوى دښمن يعني: قريشو و منطقې ته نژدې وي مګر اوس چي احزاب ذليله سوه، د کفارو عزم او همت مات سو، کفار تر يوې اندازې په دې قانع سوه چي مسلمانانو ته ماته نه سي ورکولاى، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مناسبه وليدل چي اوس د دې وخت راغلى دى چي د بني لحيان څخه د خپلو وژل سوو اصحابو بدله او انتقام واخلي، اوس چي موقع مساعده سوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله د دغي حملې مشرتوب پر غاړه واخستى او په هم دې سبب غزاء ورته ويل کيږي، غزاء خو هغه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله اشتراک پکښي کړى وي او سَرِيه بيا هغه ده چي اصحاب کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر حمله کړې وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وي ور سره.
دغه د بني لحيان په غزاءکي د مسلمانانو شمېر دوه سوه نفره ؤ چي قائد او قومندان يې په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ؤ، د بني لحيان منطقه د مدينې منورې په جنوب کي او مکې مکرمې ته نژدې واقع ده، مسلمانانو دوه سوه ميله تګ وکړی څو د بني لحيان و منطقې ته ورسېدل مګر بني لحيان چي غدر او خيانت يې کړى ؤ او د خپلي ګناه دروند والى ور معلوم ؤ په دې پوهېدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به يو وخت د وختو و دوى ته د جزاء ورکولو دپاره ورسي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هيڅ وخت د خپلو اصحابو او مسلمانانو پر وژل کېدلو چپ نه پاته کېدى.
نو بني لحيان په بېره کي وه او همېشه به يې احتياط کاوه، که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم چي د مدينې منورې څخه را وتى په عوض د دې چي د جنوب او بني لحيان پر طرف رهي سي د شمال او شام پر طرف رهي سو شل ميله د شام پر طرف ولاړى تر څو خلکو دا فکر وکړی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د شام د حملې إراده لري او اخبار هم داسي نشرسوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د شمال د حملې إراده لري، وروسته بيرته د جنوب و طرف ته وګرځېدى څو اول د غران و شېلې ته ورسېدى (غران) يوه شېله ده چي د عسفان او اَمج په منځ کي ده او دا هغه ځاى ؤ چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اصحاب کرام دلته شهيدان سوي وه، هغو ته يې د مغفرت دعاء وکړه او بيا بنو لحيان ته ورسېدى، مګر بني لحيان چي د ډيري بيري په سبب به يې همېشه احتياط کاوه او د معلوماتو دپاره يې همېشه جاسوسان درلودل، د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ورتګ د مخه يې کورونه پرې ايښي وه او د غرو و سرو ته تښتېدلي وه نو خود مسلمانانو دوى نه کړه پيدا، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوى په کلي يا کورو کي دوې شپې تيري کړې او شا وخوا يې ټولياني و لېږلې خو د بني لحيان څخه هيڅوک په لاس نه ورغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه ځاى څخه و عسفان ته ولاړى چي عسفان و مکې مکرمې ته ډېر نژدې دى او د دغه ځاى څخه يې لس نفره سپاره د ابوبکرالصِدِّیق رضی الله عنه په مشرۍ و مکې مکرمې ته ولېږل.
دغه ډله هم د مکې مکرمې و حدودو ته داخله سوه او داسي خبر نشر سو چي مسلمانانو پر مکه مکرمه حمله وکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه إجراآتو سره کفايت وکړی او خپل نفر يې سره يو ځاى کړه بيرته د مدينې منورې پر طرف رهي سو، دا کار فقط د دغه دپاره ؤ چي خلکو ته دا معلومه سي چي اوس حملې د مسلمانانو د طرفه څخه دي او کفار پردوی حمله نه سي کولاى حالاتو تغير وکړی، د مخه به کفارو پر مسلمانانو حملې کولې مګر اوس مسلمانان پر قريشو حملې کوي، په بيرته را ګرځېدلو کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې مکرمې او مدينې منورې په لار کي امر وکړی چي قافله يا لښکر دي توقف وکړي او په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه پخواني قبر ته و درېدى او په ډېر زور او شدت سره ژاړي، اصحاب کرام په تعجب کي دي د اول وار دپاره ويني چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په داسي شدت سره ژاړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم د دغه قبره سره ډېر وخت کښېنستى او بيا را ولاړ سو، كله چي قافلې ته ورسېدى په دغه وخت کي حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ور سره ؤ نو يې ورته و ويل:
يا رسولَ الله! په داسي حال کي مو وليدې چي تر نن د مخه مو پر دغسي حال نه وې ليدلى، و يوه پخواني قبر ته و درېدې او ډير شديد دي وژړل دا قبر د چا ؤ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمايل: دا زما د مور قبر دى (هغه چي د مدينې منورې او مکې مکرمې د لاري په منځ کي وفات سوې وه او دلته ښخه سوې وه) نو ويل: دا زما د مور قبر دى ما د خپل رب څخه اجازه وغوښتل چي د خپلي مور د قبر زيارت وکم اجازه يې راته وکړه، نو هغه د اولاد محبت چي د مور سره يې لري و ژړولم.
وروڼو! د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژړا سبب دغه د مور او اولاد په منځ کي شفقت او مهرباني وه د ده صلی الله علیه وسلم دغه شديده ژړا د خپلي مور سره د محبت،صلۀ رحمي او مهربانۍ په سبب وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ معلم او لار ښوونکى دى انسانيت او شفقت را ښيي، مهرباني او رحمت راښيي، صلۀ رحمي او قُرابت را ښيي او دا شيان ټوله په ده صلی الله علیه وسلم کي موجود وه. تر دغه غزاء وروسته څو سرِيې شا وخوا لېږلي سوي دي چي اوس به په ترتیب او اختصار سره درته بيان سي.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net