تازه سرليکونه
د (شريعت او تجارت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کار او زیار آداب
  تعلیم الاسلام
  October 17, 2017
  0

رالیږونکی: سبحان الله سید / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2014-07-12 

۱: تل په مینه او زیار ګالني سره خپل کارو بار وکړی. ځان ته روزي پخپله وګټۍ او پر چا باندي مه باریږی.

۲: په ټینګ عزم سره کاروبار کوی او ښه ډیره حلاله ګټه وکړی، چي خلکو ته محتاج نه سی.

۳: د کاروبار د پرمختګ لپاره تل د رښتیا لاري چاري غوره کړی. له درواغو قسمونو څخه په کلکه ځان وژغوری.

۴: په کاروبار کي تل امانت داري او دینداري غوره کړی او هیڅکله چاته د خراب مال په ورکولو سره او یا د زیاتي ګټي په لاس ته راوړلو کي خپل مال ، کاروبار او حیثیت ته زیان مه رسوی.

۵: اخیستونکي ته له ښو څخه د ښه مال د تیارولو کوښښ وکړی. پر کوم مال چي ستاسي باور نه وي هغه هیڅکله پېرودونکی ته ور نه کړی او که کوم پېرودونکی له تاسي څخه مشوره وغواړی نو مناسبه مشوره ورکړی.

۶: د اخیستونکی پر ځان باور راوستولو کوښښ وکړی چي هغوی تاسي خپل خیرخواه وګڼي، پر تاسي باور وکړی او د هغه مکمل زړه جمعه او ډاډه وي چي تاسي هیڅکله له هغه سره دوکه نه کوي.

۷: په کاروبار کي د وخت کلک پابنده و اوسی ، پرخپل وخت ځانونه دوکان او دفتر ته ورسوی او هلته په ښه عزم او صبر کښېنی.

۸: په خپله هم زیار کښ اوسی او که نوکران ولری هغوی هم باید زیارکښان عادت کړی.

۹: د نوکرانو حقوق په سخاوت او قربانۍ سره ادا کړئ او تل ورسره د نرمۍ او سخاوت رویه کوی، په هره خبره د غوصه کېدو او له شک کولو څخه ځانونه وساتی.

۱۰: له اخیستونکو سره تل د نرمۍ رویه کوی او له پور غوښتونکو سره سختي مه کوی، مه هغوی ناهیلي او نا امیده کوی او نه باید له هغوی څخه د پور په غوښتولو کي ټینګار وکړی.

۱۱: د مال عیب پټولو او اخیستونکو ته د دوکې ورکولو څخه ځانونه وساتی. د مال خرابوالی او د مال عیب، اخیستونکی او پېردونکی ته ښکاره کړی.

۱۲: د قیامتونو د لوړېدو په هیله د خوراک او چيښاک د شیانو له خرڅلاو څخه د بندولو او د الله جل جلاله د مخلوق د پرېشانه کولو څخه په کلکه ځانونه وژغوری.

۱۳: خریدار ته د هغه حق پوره پوره ورکړی. په ګز او یا تول کي په ټینګه د دیانت داری خیال وساتی.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته