تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رجيع د اوبو غمجنه واقـعـه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۹برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رجيع د اوبو غمجنه واقـعـه

 

د هجرت د څلورم کال د صفري په مياشت کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم   او مسلمانانو ته يوه زړه دردونکې واقعه پېښه سوه چي د سيرت او تاريخ په کتابوکي د (فاجعۀ ماء رجيع) په نامه سره ياديږي چي هغه واقعه داسي وه: د عربو دوې قبيلې چي د عضَل او قاره په نامه سره يادېدلې، دغه قبيلې اسلام دښمني قبيلې وې او دا يې إراده وه چي پر مدينه منوره حمله وکړي، څرنګه چي دغه قبيلې لويي او قوي قبيلې نه وې او يواځي دوى نه سواى کولاى چي پر مسلمانانو حمله وکړي نو يې د هُذيل و قبيلې ته نفر ولېږل ويل:

موږ غواړو چي پر مسلمانانو حمله وکو تاسي هم په دغه جنګ کي زموږ مرسته وکړی، د هُذيل قبيلې و ويل: يا! مسلمانان قوي دي دوى زموږ مشر او سردار خالد بن سفيان زموږ په منځ کي و وژى، موږ حمله نه پرکوو مګر هو که مسلمانانو پر تاسي حمله وکړه هغه وخت بيا موږ ستاسي مرسته او کومک کوو، اوس نو د عضل او قاره قبيلې نه سي کولاى چي يواځي دوى پرمسلمانانو حمله وکړي مګر هلته بيا د هذيل قبيلې وعده ور سره کړې ده که مسلمانانو حمله درباندي وکړه موږ مو مرسته کوو، اوس نو د عضل او قاره د قبيلو افراد داسي کارونه کوي چي مسلمانان مجبوره کي چي پر دوى حمله وکړي نو يې څه وکړه؟

 

څو نفره يا يوه ډله يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته ور ولېږل چي دغي ډلي په ښکاره سره ايمان راوړى او هلته په مدينه منوره کي د مسلمانانو سره ژوند کوي لمنځونه کوي او په ظاهره مسلمانان دي، بيا يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته و ويل: يا رسولَ الله! که زموږ سره يو څو نفره ولېږې چي هلته زموږ قوم ته اسلام او قرآن ور وښوي ښايي زموږ قوم هم مسلمانان سي او موږ دغه ستا و نفرو ته جِوار يا امان ورکوو چي څوک به تکليف او آزار نه ورکوي، د نبي الرّحمه صلی الله علیه وسلم   هم اميد پيدا سو چي ښايي د عضل او قاره قبيلې ايمان را وړي او کوم اصحاب چي زه ور لېږم هغه هم د دغو نفرو د جوار په سبب په امان کي دي، نو يې شپږ نفره يا په بل صحي روايت کي لس نفره د خپلو اصحابو کرامو څخه د دوى سره ولېږل چي دغه نفر ټول د قرآن مجيد حافظان وه او د دوى مشر يې عاصم بن ثابت رضی الله عنه  مقرره کړى، کوم وخت چي اصحاب کرام و دغو قبيلو ته ور نژدې سوه نو يې د رجيع د اوبو سره واړول [ د رجيع اوبه د هذيل د قبيلې اوبه دي چي د جدې او رابغ په منځ کي وې ] دغه د مسلمانانو ملګرو خلکو چي منافقان دي د هُذيل د قبيلې يو کَلى په خبر کړى چي و هغو ته (بنولحيان) ويل کېدل، مسلمانان مطمئن او په بېغمه زړه سره ناست دي چي ناڅاپه لښکر پر را وګرځېدى او دوى يې محاصره کړه،

مسلمانان فقط لس نفره دي او د کفارو ډله تر سلو نفرو زيات دي، مسلمانانو ويل: هغه عهد او امان څه سو؟ کفار وايي: نه عهد سته نه امان تسليم سى، د مسلمانانو سره هم اسلحه سته مګر شمېر يې نسبت وکفارو ته لږ او هیڅ نه دى، نو و يوې لوړي ته وختل او وي نهتسليميږو، کفارو ورته و ويل: موږ عهد او وعده درسره کوو که تاسي تسليم سى موږ ستاسي څخه يو نفر هم نه وژنو.

 

عاصم رضی الله عنه  و ويل: زه خو دکافر په امان هيڅکله نه تسليمېږم او نه ور کښته کېږم او تر هغو يې جنګ ور سره کاوه ترڅو چي عاصم رضی الله عنه  د شپږو نورو ملګرو سره د غشو په ويشتلو په شهادت و رسېدى، فقط د مسلمانانو څخه درې نفره پاته سوه چي هغه خُبيب بن عدي، زيد بن الدَثِنه او عبدالله بن طارق وه، کفارو بيا عهد او وعدې ورکړې ويل:که چيري تاسي تسليم سى موږ هيڅ تکليف نه درکوو، نو دغو درو نفرو په خپل منځ کي سره و ويل:موږ درې نفره نه سوکولاى چي د پوره لښکر سره و جنګېږو په جنګ کي مو مرګ حتمي دى او که ځانونه تسليم کړو ښايي دوى د خپلي وعدې سره موافق امان راکړي، نو دغه درې نفره تسليم سوه، اوس چي د هغه لوړي څخه ورکښته سوه کفارو د دوى په تړلو شروع وکړه، عبدالله بن طارق رضی الله عنه  و ويل: دا خو يې اول غدر نو يې په جنګ شروع وکړه، عبدالله رضی الله عنه  یې هم شهيدکړى، زيد او خبيب  رضي الله عنهما   يې وتړل او مکې مکرمې ته يې بوتله هلته يې پر قريشو خرڅ کړه، مګر د مخه تر دې چي کفار د دغه ماء رجيع د منطقې څخه ولاړ سي دوى غواړي چي د عاصم رضی الله عنه  هغه چي وژل سوى دى سر پرې کړي او د ځانه سره يې مکې مکرمې ته يوسي، دا ولي؟

 

که ستاسي په ياد وي د اُحُد په غزاءکي دکفارو د بيرغ اخستونکو څخه دوه نفره د عاصم رضی الله عنه  د طرفه و وژل سوه، هغه دوه وروڼه چي دکفارو بيرغ يې پورته کاوه عاصم رضی الله عنه  د هغو د مور سُلافې په حضور و وژل او سلافې و ويل:که هر چا د عاصم سر را ته را وړى د سر په کوپړۍ کي به يې شراب و چښم او سر به يې و هغه سړي ته په سرو زرو ور ډک کړم. نو اوس کفار غواړي چي د عاصم سر پرې کړي او سلافې ته يې د هغه انعام اخستلو دپاره ور وړي.

 

خو دلته بيا يو بل کيفيت هم ؤ، هغه دا چي عاصم رضی الله عنه  په پخوا کي چي دئ په مدينه منوره کي ؤ قسم کړى ؤ چي والله زه به په ټول عمر مشرک ته لاس ورنه وړم او نه به مشرک پرېږدم چي ما ته لاس را وړي او پسله دغه قسمه څخه نه بيا ده مشرک ته لاس ور وُړى ؤ او نه يې مشرک پرې اېښى ؤ چي ده ته لاس ور وړي، اوس مشرکان غواړي چي د ده سر يوسي مګر الله جل جلاله  هغه د ده قسم د ده تر مرګ وروسته ور پوره کړى.

 

 هغه داسي: چي دومره غالبوزي راغلې لکه يوه اوريځ او د عاصم رضی الله عنه  د جسد پر شا وخوا ګرځي، دومره ډيري غالبوزي وې چي کفار د دغو غالبوزو په واسطه هيڅ نه سي کولاى چي د عاصم رضی الله عنه  و جسد ته ور نژدې سي د الله جل جلاله  د لښکرو څخه يو لښکر د دغه نېک او صالح سړي د جسد حفاظت او ساتنه کوي کفارو هر څه کوښښ وکړی مګر غالبوزو نه پرېښوول چي ور نژدې سي د عاصم رضی الله عنه  بدن يې د دوى څخه ساتى، کفارو و ويل: تر ماښامه پوري صبر وکړی چي شپه سي غالبوزي ځي ځکه غالبوزي په شپه کي نه ګرځي، اوس چي شپه نژدې کيږي باران شروع سو او تر ماښامه دومره باران و اورېدی چي سېلونه و بهېدل، يو لوى سېل د عاصم رضی الله عنه  پر جسد ورغلى او هغه يې يو وړى، کفارو هرڅه کوښښ وکړی چي د عاصم رضی الله عنه  جسد را وګرځوي مګر سېل دومره لوى او قوي ؤ چي څوک ور نژدې کېدلاى نه سي، سيلاب د عاصم رضی الله عنه  جسد تر ډېر ليري ځايه پوري يو وړى او بيا د سېل په منځ کي ښخ او ورک سو ځاى يې هم چا ته نه سو معلوم چي چيري ښخ کړل سو، نو ځکه عاصم رضی الله عنه  ته (دفينُ الله) يا (دفينُ الملائکه) ويل کيږي، يعني: الله جل جلاله  يا ملائکو ښخ کړى دى.

 

حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  به ويل: الله جل جلاله  د عاصم رضی الله عنه  قسم د ده په ژوند او د ده په مرګ  کي ور پوره او وفاء کړی، يعني: هیڅکله د کفارو لاس نه ور ورسېدی.

 

اوس نو دکفارو سره فقط دوه نفره بنديان پاته سوه چي يو يې زيد بن الدَثِنّه رضی الله عنه  ؤ او بل يې خُبيب بن عدي رضی الله عنه  دى، دغه دوه نفره  يې مکې مکرمې ته و رَسَول او هلته يې پر قريشو خرڅ کړه، زيد بن الدَثِنّه رضی الله عنه  صفوان بن اميه رانيوى چي د خپل پلار (هغه چي په بدرکي وژل سوى ؤ) په بدل کي يې و وژني او د وژلو دپاره يې ترحرم دباندي تنعيم ته بوتلى، د زيد رضی الله عنه  د وژلو و نندارې ته ابوسفيان د قريشو رئيس ور وتلى ؤ، ابوسفيان و زيد رضی الله عنه  ته وايي: يا زيد په دې راضي يې چي محمّد صلی الله علیه وسلم  ستا پرځاى زموږ سره بندي واى او هغه ستا پرځاى وژل سوى واى؟ زيد رضی الله عنه  و ويل: والله هيڅ مي نه ده خوښه او نه راضي يم چي محمّد صلی الله علیه وسلم  ته اوس پر هغه خپل ځاى چي دئ صلی الله علیه وسلم  هلته دى زوز په جګ سي او زه خلاص سم، يعني: د ځان په مرګ خوښ يم خو دا نه قبلوم چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم  زوز جګ سي، ابوسفيان و ويل: والله ما داسي څوک نه دى ليدلى چي خپل ملګري دي دومره محبت ور سره لري او دومره دي پرګران وي لکه محمّد صلی الله علیه وسلم  چي پر خپلو اصحابو ګران دى او بيا يې زيد رضی الله عنه  شهيدکړى.

 

مګر خُبيب بن عدي رضی الله عنه  د حارث زامنو رانيوى، ځکه حارث د بدر په ورځ د خبيب رضی الله عنه  د طرفه وژل سوى ؤ، اوس د حارث زامنو غوښتل چي د خپل پلار په بدل کي يې و وژني، نو خبيب يې د دوى د يوې آزادي سوي مينځي په کور کي بندي کړی چي په وروسته کي يې و وژني، کوم وخت چي خبيب په دغه کورکي بندي ؤ هغه ښځه چي و ده  ته به يې خواړه ور وړل بيا په وروسته کي مسلمانه سوه هغه وايي:

 

والله ما د خُبيب په مثل بندي نه دى ليدلى، ځکه خبيب رضی الله عنه  دننه په يوه کوټه کي په ځنځيرانو تړلى ؤ خو زه چي به دغه کوټې ته د خوړو ور وړلو دپاره ورغلم په والله مابه ليدل چي و ده  ته به انګور پراته وه او د دغو انګورو واښکي به دومره لوى وه لکه د سړي سر او په والله په دغه وخت کي په ټوله جزيرة العرب کي انګور نه وه، يعني: د انګورو موسم هم نه ؤ او ده  ته به انګور پراته وه، ښځه وايي: ما به پوښتنه ځني وکړه چي دا انګور دکومه درته راغله؟ ته په کوټه کي په ځنځيرانو تړلى بندي يې او د مېوې موسم هم نه دى تا ته مېوه پرته ده دا دکومه درته راغله؟ خبيب رضی الله عنه  به راته ويل: دا د الله جل جلاله  د طرفه څخه ده (دا د خبيب رضی الله عنه  کرامت ؤ)

 

بيا يې يوه ورځ و خبيب رضی الله عنه  ته خبر ورکړى چي نن ورځ ستا د وژلو ورځ ده، نو ده  رضی الله عنه  و هغه ښځي ته چي دئ يې په کورکي بندي ؤ و ويل:که دي ماته يوه چاړه را ولېږل چي په هغه سره د خپل بدن ځيني ورېښتان ايسته کړم، ښځي ويل: ښه دى، ښځه ولاړه او د يوه لس کلن هلک په لاس يې چاړه ورکړه چي هغه هلک د دې زوى ؤ ويل: دغه چاړه يوسه خبيب ته يې ورکه، هلک چاړه واخستل او ولاړى د هلک تر تګ وروسته ښځه پوه او متوجه سوه چي ما څومره غلط کار وکړى هلک او چاړه مي دواړه ور ولېږل، هلک به ونيسي په چاړه به يې حلال کړي.

 

اوس خو هلک تللى دى د ښځي نور څه په وسه نه وه پوره نو پسي ور رهي سوه، هلک تر ښځي د مخه و خبيب رضی الله عنه  ته ور رسېدلى دى او چاړه يې ورته ونيول، خبيب رضی الله عنه  و ويل: افسوس دي وي تا ښځي لره او بيا يې هلک ته و ويل: آيا ستا مور د غدر او خيانت څخه نه بېرېدل؟ خير د هلک څخه يې چاړه واخستل او هلک يې د ځان سره کښېناوه د کوچنيانو پر قسم لوبي او محبت ور سره کوي، په دغه وخت کي د هلک مور په ځغستا ور ورسېدل او دا حال يې وليدى چي زوى يې د خبيب رضی الله عنه  پرځنګانه ناست دى او د خبيب په لاس کي چاړه ده کولاى سي چي دغه اوس هلک و وژني او د ځان انتقام واخلي، نو د ښځي څخه يوه لويه چغه وسوه، خبيب رضی الله عنه  ورته و ويل: و بېرېدې چي زه به يې و وژنم؟ زموږ مسلمانانو غدر عادت نه دى واخله زوى دي بوزه.

 

 بيا نو د خبيب رضی الله عنه  د وژني د ليدلو دپاره ډېر قريش و تنعيم ته ور و وتل، دلته نو خبيب رضی الله عنه  ورته و ويل:که مو خوښه وي او دومره مي پرېږدى چي دوه رکعاته لمونځ وکم؟ کفارو ويل: وې که.

 

(خبيب رضی الله عنه  هغه اول سړى دى چي د اعدام په وخت کي يې د لمونځ کولو طريقه کښېښوول او رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دغه د ده لمونځ کول واورېدل دغه عمل يې رد نه کړى او په اسلام کي دغه د اعدام په وخت کي د لمونځ کولو طريقه پاته سوه، په وروسته کي هم ډيرو مسلمانانو دغه لمونځ کړى دى، دغه اوس چي د اعدام يا قصاص په وخت کي دوه رکعاته لمونځ کيږي دا هغه د خبيب رضی الله عنه  طريقه او متابعت دى)

 

کوم وخت چي خبيب رضی الله عنه  د لمانځه څخه فارغه سو نو يې و ويل: په والله که دا بېره نه واى را سره چي تاسي به واياست: بې غيرته ؤ د مرګه څخه وبېرېدى ما به دغه لمونځ نور هم اوږد کړى واى مګر ستاسي د دغه خبري په سبب مي لمونځ کو تا ه کړى،د لمانځه تر آداء کولو وروسته يې خبيب رضی الله عنه  پر صليب وځړاوه او د ده په وهلو يې شروع وکړه، په يوه وار يې نه وژني بلکه کرار کرار يې په تورو وهي، خبيب رضی الله عنه  وکفارو ته په ښراوو شروع وکړه، ويل: «اللّهم اَحصِهِم عَدَدًا، واَقتُلهُم بَدَدًا، وَلاَ تَبقِ مِنهُم اَحَدًا» د ابوسفيان سره خپل زوى معاويه ور سره ؤ زوى يې پر مځکه غځار کړی او ابوسفيان په خپله هم پر مځکه پرېوتى ځکه د مشرکانو دا عقيده وه: که و يو چا ته ښرا کيږي او هغه نفر ځان پر مځکه واچوي هغه ښرا نه ور رسيږي نو ځکه دوى خپل ځانونه پر مځکه واچول، بيا نو خبيب رضی الله عنه  و ويل:

الْهي موږ ستا د نبي رسالت و رساوه موږ تلو چي ستا دين و خلکو ته و رسوو او هغو پر موږ ظلم وکړی او په دغه ډول مو وژني، الْهي زموږ سلام ستا و نبي صلی الله علیه وسلم  ته ورسوه او بيا و وژل سو، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مدينه منوره کي د خپلو اصحابو سره ناست ؤ او وې فرمايل: «لاَحَولَ وَلاَ قُوّةَ اِلا بالله» صحابۀ کرامو پوښتنه ځني وکړه چي څه پېښه ده؟ يا رسولَ الله! رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا جبريل ؤ چي د خبيب د وژلو خبر يې را ته را وړى.

 

 دا د خبيب بن عدي رضی الله عنه  درجه او مقام ؤ چي جبريل عليه السلام  د آسمانه څخه و مځکي ته راځي او د خبيب رضی الله عنه  د وژل کېدلو خبر یې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته را وړی.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته